• دفلسطین دملت آئیډیئل ته پر پابندۍ  اوملاتړ د  اسلامی ایران د چارواکو ټینګار

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن دشانګهائی موسسې په سرمشریزې کې د ګډون لپاره چین ته له روانیدو مخکې روښآنه کړې ، دقدس آزادی او دفلسطین د درست ټاټوبی آزادول ، د درستو مسلمانانو یوه هیله او آرمان دی او دا آرمان به هیڅکله هم هیر نشی .

دایران  داسلامی جمهوریت  لوړپوړو سیاسی اوپوځی چارواکو  نن د جمعې په ورځ  یعنی د قدس په نړیواله ورځ  په میلیونی لاریون کې  په بشپړ ګډون سره  د ایران له ملت سره په یووخت    په نیواکی ټاټوبو کې  د  وحشی صهونیسټی رژیم  جنایتونه  په کلکه  محکوم کړل .

  داسلامی ایران  ولسمشر  حسن روحانی نن   دشانګهائی موسسې  په سرمشریزې کې د ګډون لپاره   چین ته له روانیدو مخکې  روښآنه کړې ،  دقدس آزادی  او  دفلسطین د درست ټاټوبی آزادول ،  د درستو مسلمانانو  یوه هیله او آرمان دی  او دا آرمان  به هیڅکله هم هیر نشی . \

په تهران  کې د ملیونی لاریون  ویناوال   او دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  پخپلې ویناکې ددې خبرې په کولو سره چې   دصهونیست رژیم    داوسنیو  بدلونونونتیجې ،  د مسلمانانو د ویښتیا او دمقاومت د جبهې   قدرت زیات کړی دی ، ووئیل ؛  دصهونیسټانو اندیښنې اوس ډیرې زیاتې شوی دی او   دقدس  دنړیوالې ورځې په میلیونی اوولولناک لاریون کې  دایرن د ولس پرتمین  شتون،  دفلسطین  دمظلوم ملت څخه دایرانیانو  دبشپړ  ملاتړ  ښودنه کوی .

 داسلامی ایران د   پارلیمان مشر  همدرااز د ایران په ضد  د دباؤنو او ګواښونو  داعمالولو په باب  د امریکا جنایکار صهونیسټی رژیم او سعودی عربستان  سپیرۀ مثلث ته په خبرداری  ورکولو سره  ټینګار کړی ،  سعودی عربستان او اسرائیلی رژیم   په سیمې کې د ګډوډیو اواړۍ ګړۍ  سرچینه  دی  او که دوی ایران  په  حاشیې کې  راولی ، نو خپل امنیت   به ئې  وګواښل شی 

 د ایران دقضایه قوې مشر آیت ا.... صادق آملی لاریجانی  هم  دقدس  ورځې په میلیونی لاریون کې  په شتون سره ،په ډګر کې   د ولس میلیونی او ولولناک شتون ،  دسلطه ګرو هیوادونو لپاره یو  مهم پیغام لرونکی میلیونی لاریون وبالهّ او  ټینګار ئې وکړ، دایران ملت  به  دفلسطین د مظلوم ولس  داصلی حق  دفاع وکړی او  غاصب او ماشوم وژونکی وحشی  صهونیسټی رژیم  به  د نړۍ له مخه لیرې کړی . .

  دایران درهبرۍ دخبرګانو شورا مشر  ایت ا.. . احمد جنتی هم  په دې په ټینګار سره چې  امریکا او اسرائیل  به ډیر زر نابود شی ،روښانه کړې ،   دآل سعود رژیم  دوران هم پای ته رسیږی  او  دقس شریف به د فلسطنیانو په لاس آزاد شی.

   داسلامی ایران د ولسمشر مر ستیال  اسحاق جهانګیری هم   په دغه میلیونی لاریون کې په شتون سره  وئیلی دی ،   قدس ته د امریکا د سفارت  په منتقلولو کې د دغه هیواد د ولسمشر  غیر قانونی اقدام  لامل شوی ،څو  مسلمان ملتونه  په لازیات حساسیّت سره   دقدس  په نړیواله ورځ په میلیونی لاریونونو کې ګډون وکړی .

 د ایران د  پوځ لوی درستیز سردار تورن جنرال  محمد باقری  هم  وئیلی دی ، قدس ته دامریکا دسفارت  منتقلول ،دمسلمانانو  د آرمان دپوره کیدا مخه نشی نیولی  او دا  داسې عامل دی،چې  د وحشی صونیسټی رژیم  د  دړې وړې کیدا  لامل کیږی .

  دایران داسلامی جمهوریت دپوځ  دمځکنی ځواک  قوماندان  سردار  کیومرث حیدری هم   داسلامی نړۍ اوسنی اقتدار  ته په اشارې رسه  وئیلی ،  مونږ تل  له وحشی صهونیسټی رژیم سره  مقابلې ته تیار یوو .  دایران د  درستو قواؤ دکمانډر انچیف ځانګړی سلاکار  سردار تورن جنرال  سید یحیی رحیم صفوی  هم  روښانه کړې ده ، د بیرته ستنیدا دحق سټراټژی ،  دمسلمانانو یووالی او اتحاد او  وسلواله مبارزه ،  د قدس شریف او ددرست فلسطینی ټاټوبی   د  ژغورنې یوازینۍ ستراټژی ده .

 دایران داسلامی  انقلاب دسپاه پاسدرانو   دعمومی قوماندان جانشین  سردار  تورن جنرال  حسین سلامی  هم  ددې خبرې په کولو سره چې   دامریکا سیاست  د جنایتکار صهونیسټی رژیم له ګټو سره غوټه خوړلې ده ،  وئیلی دی،  صهونیسټی رژیم  نه یوازې فلسطین ،بلکې  درسته ا سلامی نړۍ ګواښی  او د امریکا او د دغه خطرناک رژیم  ترمینځ  یو ژور ا و آئیډیالوجیک پیوند  موجود دی . 

 د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو    د هوافضا ځواک قوماندان  سردار  امیر علی حاجی زاده هم ټینګار کړی ،  د مسلمانانو  خورا  غوره اقدام  اتحاد او وحدت  دی ، چې که دغه   ستر کار وشی ، نو ډاډمن ووسئ  چې  جعلی  او جنایتکار صهونیسټی رژیم  به د دنیاله مخه  پاک  شی .

 همداراز د   مستضعفینو د بسیجی رضاکار ځواک   مشر  سردار غلام حسین غیب پرور  هم  بیت المقدس ته  د ا مریکا دسفارت منتقلول  یوه سټراټژیکه او  تیروتنه بللې او ټینګار ئې کړی دی ،  دغه ستره تیروتنه د اسلامی امت دلازیات  انسجام لامل شوې ده.

 وروستی راپورونه ښئ چې  دقدس نړیواله ورځ    نن   په پرتم سره  د  ایران ،پاکستان،عراق ،  افغانستان ، بحرین ، هندوستان، بنګله دیش ، اردن ، یمن، الجزایر ، تیونس پشمول په درستو اسلامی هیوادونو او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په پرتم او ولولې سره لمانځل شوی  او درستو مسلمانو اوپتمنو ملتونو  یو ځل بیا ښودلې ده چې   له جنایتونو او نیواکګرۍ   ، دتل لپاره کرکه اونفرت کوی .  

 

Jun 08, 2018 14:23 Asia/Kabul
کمنټونه