• دناټو سرمشریزه به نن د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې پاې ته ورسیږي .
    دناټو سرمشریزه به نن د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې پاې ته ورسیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ دناټو غړی هیوادونه باید ددغه تړون په بودجې کښې د خپلې ونډې د ورکولو لپاره خپله پوځی بودجه دوه (۲)برابره کړی .

هغه د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې د ناټو دغړو هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې وړاندیز وکړ ددغه تړون غړی هیوادونه خپله پوځی بودجه دخپل ناخالص تولید له دوو(۲) فیصدو څخه څلورو(۴) فیصدو ته ورزیاته کړی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ تل دناټو د مصوبې دفاعی بودجې په تامینولو کښې چې دداخلی تولید دوه(۲) فیصده پکښې راځی په اروپایی هیوادونو په تیره بیا جرمنی نیوکه کړی ده .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په ناټو نیوکې سره ویلی وو امریکا ددغه تړون له نورو غړو هیوادونو زیات لګښتونه ورکړی دی .

ټرمپ دناټو له مشر ینس سټولټبرګ  سره په کتنې کښې دجرمنی پرضد سختې لهجې سره وویل دجرمنی په شمول دناټو غړی هیوادونه له روسیې د انرژۍ په اخیستلو په میلیارډونو ‌ډالره لګوی په داسې حال کښې چې امریکا باید د روسیې په مقابل کښې ددغو اروپایی هیوادونو د ساتلو لپاره په میلیارډونو ډالره بیل کړی .

دامریکا او د  ناټو دغړیو هیوادونو ترمینځ اختلافاتو په بروکسل کښې ددغه تړون دمشرانو په غونډې سیوری غوړولی دی .

دناټو سرمشریزه به نن د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کښې پاې ته ورسیږی .

 

Jul 12, 2018 04:41 Asia/Kabul
کمنټونه