• ټرمپ او په ناټو کښې درز

په بروکسل کښې د ناټو د سرمشریزې لومړۍ ورځ په داسې حال کښې پای ته ورسیده چې د آمریکا اولسمشر د ناټو د مهم غړی په توګه د جرمنی پر خلاف سخته او بې مخینې ژبه وکاروله او په حقیقت کښې دغه ناسته لکه څنګه چې تمه یې کیدله د ټرمپ او آنګلامرکل ترمینځ په شخړې بدله شوه.

کله چې ټرمپ په بروکسل کښې د ناټو له عمومی منشی سره په کتنه کښې وویل:جرمنی د روسیې تر پوره کنټرول لاندې ګرځیدلی،تمه کیدله چې د جرمنی صدراعظمه به ورته تند غبرګون وښئ. د ټرمپ په وینا؛مونږ په ناټو کښې د روسیې د احتمالی ګواښ په وړاندې د جرمنی،فرانسې او نورو ډیرو هیوادونو پر امنیت خورا زیات لګښت پرې کوو،خو زمونږ متحدان خپل خورا مهم تړونونه له روسیې سره تړی.جرمنی د خپلې مصرفی انرژۍ تر اویا سلنې پورې په روسیې پورې پېلی ده.

د ټرمپ څرګندونې لویدیځې اروپا په تیره بیا جرمنی ته ښکاره اشاره ده چې د روسیې له خوا له ادعائی ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ناټو له تابیاو سره سره یې له ماسکو سره خپلې تودې اړیکی په تیره بیا په انرژۍ برخه کښې ساتلی او په دې لړ کښې د شمال سمندر له لارې جرمنی ته  د روسیې  د ګازو د نل لیکې په جورولو کښې د ګډون لټه کوی. آنګلامرکل د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل:جرمنی به په خپلو سیاستونو کښې د ډونالډ ټرمپ او سپینې ماڼۍ پیروی ونه کړی.هغې زیاته کړه:جرمنی د خپلو سیاستونو په خپلولو کښې خپلواکه عمل کوی.

البته د جرمنی نورو چارواکو هم د ټرمپ څرګندونو ته تند غبرګونونه ښودلی،په دې باب د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس وویل:برلین د آمریکا او روسیې یرغمل نه دی بلکې د آزادې نړۍ ضامن دی.هغه بله مهمه مسئله چې د برلین او واشنګټن ترمینځ په اختلاف بدله شوی،د ناټو د غړیو هیوادونو د پوځی لګښتونو مسئله ده.په ۲۰۱۴کښې د ناټو غړیو موافقه وکړه،تر ۲۰۱۴ کاله پورې د خپل ناخالص تولید دوه فیصده د ناټو بودجې ته بیلوی.ټرمپ ادعا لری چې د ناټو یوازې اته هیوادونه د دغه معیار خیال ساتی. په عین حال کښې ټرمپ چې تر دې سرمشریزې وړاندې یې د ناټو له غړیو هیوادونو غوښتلی وو،د ځبل کورنی ناخالص تولید څلور سلنه پوځی بودجې ته بیله کړی،له دې ناستې وروسته په خپل تیویټ کښې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د دوه سلنه برخې د بیلولو د دوام په اړه ناخوښۍ وښودله او له روسیې د ګازو د انتقالولو لپاره د جرمنی لګښته ته په اشارې سره یې ولیکل:د ناټو غړی هیوادونه باید د خپل پوځی لګښت ونډه همدا اوس ورکړی او تر ۲۰۲۵ کاله پورې یې ونه ځنډوی چې د ټرمپ پر دغه دریځ جرمنی کلکه نیوکه وکړه.

آنګلامرکل د ټرمپ پر دې ادعا په نیوکې سره چې آمریکا د ناټو بودجه ورکوی،وویل:جرمنی هم د ناټو لپاره زیات کارونه ترسره کوی او د عسکرو دوهم ستر پوره کونکی هیواد دی او زمونږ د پوځ د وړتیا ستره برخه د ناټو په واک کښې ده او تر اوسه مو په افغانستان کښې پراخه برخه درلودلی ده.په دې لړ کښې مونږ همدغه راز د متحده ایالاتو د ګټو دفاع کړی.

د اروپایی شورا مشر ډونالډ توسک هم د مرکل د دغه دریځ ملاتړ کړی او ویې ویل:اروپا هیڅکله د ناټو په پوځی بودجې کښې کم اغیزه پاته شوی نه ده او اروپایی هیوادونو د چین په څیر د ستر هیواد له پوځی بودجې زیاته بودجه د ناټو بودجې ته بیله کړی ده.

Jul 12, 2018 13:52 Asia/Kabul
کمنټونه