• د چین له خوا د امریکی باجګیر بلل کیدا

د چین د خارجه وزارت ویاند؛ د امریکی دولت یو تجارتی باجګیر او کلنګ اخیستونکئ وباله.

د ایرنا د راپور په اساس،« هوا چون اینګ » پرون په پکینګ کی په یوه مطبوعاتی مرکه کی وویل: امریکا؛ د تجارت په ډګر کی د باج اخیستو او زور وینی په لټه کی ده.

هغه زیاته کړه: چین د امریکی د زور چلونکو غوښتنو په وړاندی نه تسلمیږی، او په تجارتی جګړه کی له امریکی سره د مقابلې لپاره، د هر ډول غچ اخیستونکی تدبیر په غوره کولو سره، د خلګو او شرکتونو له ګټو څخه دفاع او ساتنه کوی.

د چین د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ؛ د چین دولت د بین المللی ټولنې په ملګرتیا، د امریکی له یو اړخیز ګروهنې سره د مقابلې، او له نړیوالو مقرراتو او اصولو او تجارتی څو اړخیز ګروهنی څخه د ساتنې لپاره، همکاری کوی.

د پیسو نړیوال صندوق، د نړیوال تجارت سازمان او د اروپایی بانکونو، او د نړۍ د یو شمیر نورو مالی ارګانونو او بانکونو مسؤلانو، د چین په وړاندی د امریکی د تجارتی جنګ په هکله اندیښنه ښودلې ده.   

 

Jul 12, 2018 13:54 Asia/Kabul
کمنټونه