• چین د امریکې له تجارتي دباؤنو او ګواښونو سره په مقابلې ټینګار وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د څه باندې ۵۰۰ میلیارډه ډالرو وارداتي شیانو باندې د ټیکس لګولو په هکله د امریکې د ولسمشر د ګواښ په غبرګون کښې وویل: بیجنګ د واشنګټن دباؤنو او ګواښونو ته نه تسلیمیږي.

د ایرنا د رپورټ له مخې د چین خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د خپل هیواد خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تجارتي ګواښونو باندې په نیوکې سره ویلي دي چې د بیجنګ په باور سوداګریز جنګ هیڅ ګټونکی نه لري او امریکا په دې خطرناکه لاره په تګ سره خپلو خلکو او شرکتونو ته تاوان رسوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت بیانیه زیاتوي: د امریکې زیاتیدونکي سوداګریز مالیات او ګواښونه غیرعقلي او نه توجیه کیدونکي دي او چین به په دې لړ کښې له امریکې سره ورته مقابله وکړي.

په عین حال کښې په امریکا کښې د چین سفیر د خپل هیواد خلاف د امریکې د سوداګریزو دباؤونو په بې نتیجې بللو سره ویلي دي: د امریکې تجاري زوروینه او کلنګ غوښتنه نه یوازې د دغه هیواد لپاره ګټه وره نه ده بلکې بلآخره به امریکا په نړیوالو ډګرونو کښې امریکې ته جدي تاوان هم ورسوي.

 

ټیګونه

Jul 21, 2018 07:46 Asia/Kabul
کمنټونه