• له مشرکینو د برائت په مراسمو کښې د بیت الله الحرام حاجیانو ته د معظم رهبر پيغام، د امریکې د دسیسو په وړاندې په یووالي او هوښیارۍ ټینګار

نن د عرفې په ورځ د عرفات په صحرا کښې له مشرکینو د برائت مراسم، ټولو مسلمانانو او حاجیانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د پيغام په لوستل کیدو سره ترسره شول.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د بیت الله الحرام حاجیانو ته په خپل پیغام کښې د حج د فریضې ترسره کولو لپاره د یو دائمي ځاې ټاکل د مسلمانانو د وحدت او د اسلام د امت جوړونې یو سمبول وباله او د مسلمانانو ترمینځ د امریکې جنګ جوړونکو سیاستونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې دغه سیاست باید په هوښیارۍ سره بې اثره شي او حج او له مشرکانو برائت د دې هوښیارۍ زمینه برابروي.

حج په خپل جامع او حقیقي مفهوم کښې د ډیرو توحیدي شعائرو ټولګه ده او بې شکه  یو داسې بې بدیله فرصت دی چې په دې ځاې کښې او په دې زماني محدوده کښې مسلمانان وحدت او یووالي ته رابولي. له دې نظره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام د دوو مهمو او برخلیک جوړونکو ټکیو بیانونکی دی چې ورته پاملرنه په تیره بیا په دې روانو حساسو حالاتو کښې چې اسلامي امت له هرې خوا د دښمنانو له تیري او ګواښ سره مخ دی، یوه ضروري چاره ده.

وړومبی ټکی، د دې حقیقت بیانول دي چې نن سبا امریکا په شیطاني اهدافو سره د اسلامي امت په وړاندې ولاړه ده او په فتنه پالنې او دسیسو لګیا ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې لړ کښې د مستکبرې او جنایتکارې امریکې کړچار ته په اشارې سره د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د امریکې د اصلي سیاست بنیاد جنګ جوړونه وبلله او دې مهم ټکي ته یې اشاره وکړه چې د هغوي له خباثته ډکه غوښتنه او کوشش، د یو بل په لاس د مسلمانانو وژل دي.

بې شکه دا څه چې مو په دې وروستیو کلونو کښې د سوریې، عراق، یمن، بحرین او میانمار وغیره په شان هیوادونو کښې ولیدل او وینو یې، د دې سترې دسیسې او بهیر عملي شوې نسخه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دغه بهیر کړچار، د مظلومانو خلاف د یوشمیر ظالمانو لاس په کار کیدل، د ظالم لوري ملاتړ کول، د هغه په لاس د مظلوم لوري په بې رحمه توګه ځپل او تل د دغې بوږنونکې فتنې د اور لاغرغنډه کول وبلل.

خو په ډې پيغام کښې دویم او ډیر مهم ټکی، ټولو مسلمانانو ته د معظم رهبر خبرداری دی چې باید هوښیار ووسي ا دغه شیطاني سیاست شنډ کړي.

بې شکه چې حج د دې بیدارۍ او هوښیارۍ زمینه برابروي. لکه څنګه چې د معظم رهبر د پيغام په یوه برخه کښې څرګنده شوې ده: اسلامي وحدت د اسلام د دښمنانو د غوښتنې اپوټه دی چې په ټولو پړاؤنو په تیره بیا په روان دوران کښې یې مسلمانان د یو بل په وړاندې دریدو ته هڅولي او هڅوي یې.

له مشرکانو د برائت په مراسمو کښې د بیت الله الحرام حاجیانو ته د انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت ... العظمی خامنه اي پیغام په حقیقت کښې د ګواښونو په وړاندې د اسلامي وحدت د پياوړتیا پر اهمیت ټینګار دی، د هغه ګواښ چې نن سبا اسلامي امت او دیني ارزښتونو ته پيښ دی او د اسلام په نوم د تفرقې او تشدد رامینځته کول دي. د لویدیځ تبلیغاتي نظام هڅه کوي چې د اسلام په بدنامولو او له یوبل سره د اسلامي ولسونو په ښکیلولو سره اسلامي امت کمزوری کړي. د دې دسیسې په ډاګه کول او شنډول، بې شکه چې یو لوې مسئولیت دی. په دې مسئولیت او ذمه وارۍ عمل په خاصو حالاتو کښې د څرګندیدو فرصت موندلی شي. حج او له مشرکینو برائت په دې اسلامي دندې د عمل لپاره یو کم ساری فرصت دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

Aug 20, 2018 15:44 Asia/Kabul
کمنټونه