• دمباهلې واقعې نړۍ ته څه وښودل

د ذی الحجې میاشت داسلامی کال هیندارې یوه خورا مهمه میاشت ده،په دغې مبارکې میاشتې کې د حج تمتع ادا کول،یو تر ټولو مهم الهی حکم او د اسلام یو رکن دی . د عَرَفې ورځ ، د قربانۍ لوي اختر او دغدیراختر چې د امامت او ولایت په عید هم یادیږي ، په دغې میاشتې کې راځي . دمباهلې ورځ هم د ذی الحجې دمیاشتې په څلورویشتمه نیټه ده . په دغې ورځې چې د تطهیر د آیت د نازیلیدو ورځ هم ده ، خداوندمتعال د اهل بیت علیهم السلام پر ارزښتونو اوفضیلتونو او پر لوړ مقام د تائيد یوه بله ټپه وهلې ده .

      دتهران دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې  نیکمرغه ژوند درته غواړو ، دوستانو د ذی الحجې میاشت داسلامی کال هیندارې  یوه خورا مهمه میاشت ده،په دغې مبارکې میاشتې کې د حج تمتع  ادا کول،یو تر ټولو مهم الهی حکم او د اسلام یو رکن دی . د عَرَفې ورځ ، د قربانۍ لوي اختر  او  دغدیراختر چې  د امامت او ولایت  په عید هم یادیږي ،  په دغې میاشتې کې  راځي . دمباهلې  ورځ هم  د ذی الحجې  دمیاشتې  په څلورویشتمه   نیټه   ده .  په دغې ورځې  چې  د تطهیر د آیت  د نازیلیدو ورځ  هم ده ،  خداوندمتعال  د اهل بیت علیهم السلام پر ارزښتونو اوفضیلتونو  او پر لوړ مقام  د تائيد یوه بله ټپه وهلې ده .

         دوستانو په مدنیې منورې کې  د اسلام له تثبیتیدا وروسته ،  دخدای تعالی د ترټولو وروستي پیغمبر  او  د نړۍ لپاره  د رسول په توګه داسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دسترو هیوادونو پاچایانو ، مذهبی ، مسیحي  چارواکو  او  دحجاز په شاوخوا کې په بیلابیلو سیمو کې   مشهورو او سترو قبایلی مشرانو ته  ډيرلیکونه واستول  او هغوی ته ئې د اسلام د منلو بلنه ورکړه .د دغو لیکونو زیاتره غبرګونونه اوتاءثرات  په نهم قمری کال کې ولیدل شول .  په دغه کال کې ،  داسلام دمنلو  او یا  دسولې دتړون  د ترسره کولو لپاره بیلابیل پلاوي  مدینې  منورې ته ورغلل .  له دې امله  دغه کال ،: عام الوفود:  یعنی    د پيغمبر اکرم  محضر ته د پلاؤ  د ورتلو په  نامې سره یاد شو . .

         دوستانو  په هغو کې یو پلاوی د  نجران  سیمې دمسیحیانو  کاروان ؤ ، نجران قبیله ،   دخپلو پیروکارو  په اویاؤ کلو سره  دحجاز اویمن  دټاټوبی  په پوله ایزې سیمې کې دیره  وه . پيغمبر اکرم ، دمسیحیانو دغې قبیلې ته د دعوت لپاره  د نجران  ستر پادري ته  چې  ابوحارثه نومید، یو لیک  واستوۀ او په هغه کې  ئې  دنجران اوسیدونکي  اسلام  منلو ته وبلل .  کله دپیغمبر اکرم استازي   دهغه بزرګوار لیک  دنجران ستر پادري  ته ورکړ،نو هغه فیصله یوې شورا ته وسپارله  او په  هغې شورا کې،دا وټاکل شوه چې  یوه ډله  د نجران  داستازو د پلاوي په توګه مدینې ته لاړه شي څو له نزدې ، له پیغمبراکرم سره  خبرې  او دهغه دنبّوت د دلیلونو  په باب ارزونې وکړې .

  په سترو او اوږدو تورو قالیو ا و له  جواهرو په ډکو او طلائي خولیو سره او د سرو زرو په ډول په کمربندونو سره  شپیته مسافران  دمدینې جومات ته وارد شول .  لږ  وروسته  پیغمبراکرم هم جومات  ته وارد شو،خو د همیشه   په اپوټه خپلو میلمنو ته   له پام پرته بهر ووت .  هم  د میلمنو پلاوی   او هم مسلمانان  د پیغمبر په دغه چلند  حک بک  او حیران پاتې شول .مسلمانانو تر دې دمه  نه وو لیدلي،چې پيغمبر پخپلو ډيرو زیاتو مهربانیو سره سره ، میلمنو ته  بې پروائي وکړي .  په همدې دلیل،کله د مسیحي پلاوي سرپرست  د پيغمبر  د دغه چلند علت په باب پوښتنه کوي،نو یو مسلمان هم د  څه وئيلو لپاره څه ځواب نه لري .

  یوازینۍ لاره چې  ښکاري،دا ده چې د پيغمبر اکرم د دغه چلند علت  له حضرت  علی علیه  السلام څخه  وپوښتل شي .ځکه  هغه پيغمبر اکرم سره ډير نزدې او د هغه په حالاتو  خبر او  د دین  په نسبت او د هغه بزرګوار  د سیرت په باب تر ټولو  پوه  کس دی . هر ډول  مشکل ،د تل په شان ، د  علی په لاس  حل کیږي .  د هغه ځواب دا دی  چې؛  پیغمبر له ښکلاؤ او تشریفاتو سره هیڅ دلچسپي او ګروهنه نه لري .که غواړئ  پيغمبر دتاسو هرکلی او  تاسو ته توجه  وکړي،نوباید خپل سرۀزر،جواهرات  او پَړک پړوک  څنګة کړئ او  په  یوه ساده پلاوي سره  دهغه حضور  ته  راشئ .

                دپیغمبر اکرم دغه چلند،میلمنوته ،خپل پیغمبر حضرت  مسیح  وریاد کړ .حضرت عیسی مسیح  په عامو اوخاضوخلکوکې  په زهد او ساده ژوند  مشهور ؤ او  خپل پیروکار ئې هم  ساده ژوند کولو ته بلل .دوي په شرمندګۍ سره  خپل جواهرات ، ځلاګانې او سرۀ زر څنګة کړل  او په یوه ساده پلاوي سره  جومات ته وارد شول . دې ځل پيغمبر اکرم  له خپل ځايه پورته  کیږي او  د هغوي  تود هرکلی کوي . 

             د نجران د مسیحیانو شپیته کسیز پلاوی  دپيغمبر اکرم ګیر چاپيره کیني  او پيغمبر اکرم  له  هغوي هر یوۀ ته بیله بیله   هرکله راشه وائي.په دغو شپیتو کسانو کې،چې  ټول د نجران مسیحي مشران او لویان  دی،د نجران ستر پادري  ابوحارثه ا و شُرحبیل  هم ترسترګو کیږي .

دنجران  ستر پادري ابوحارثه  چې  د دغه پلاوي  سرپرستي هم په غاړه لري،  له پیغمبر اکرم سره خبرې پيلوي،څه  وخت مخکې  له تاسو مونږ ته یولیک راورسید.راغلي یووڅوله نزدې  دتاسو خبرې واوروو.پيغمبراکرم وفرمائيل؛ هغه څه چې  مې له تاسو غوښتي ، د اسلام منل  او  د واحد خداي  عبادت کول دي .  هغه بزرګوار  داسلام دمعرفي کولو لپاره  دقرآن کریم  څو آیتونه هغوي ته  ولوستل .

 د نجران ستر پادري  ورته ځواب ورکوي،که  داسلام له منلوستاسو مقصد   پر خداي ایمان راوړل وي ،نو مونږ له مخکې  پرخدای ایمان راوړی دی  او د هغه په احکامو عمل کوو،پیغمبر اکرم  ورته فرمائي؛؛ د اسلام منل ځيني نښې نښانې لري ،چې له هغه څه سره  چې تاسو پرې  اعتقادلرئ او  ترسره کوئ ئې ،سمون  نه خوري .  تاسو  دخداي لپاره  بچي ته  قایل یاست  او مسیح خدای ګنئ،  په داسې حال کې چې  دغه اعتقاد ،  د واحدخداي   له منلو سره  توپیر لري ::،دنجران ستر پادري  څو شیبې  چُپتیا غوره کوي ،  او  په ذهن کې  په مناسب ځواب پسې ګرځي،یو بل مسیحي مشرچې  ستر پادري ئې په ځواب وئيلو کې پاتې ولید، دهغه په ملګرتیا سره راپورته کیږي  او ځواب ورکوي ؛؛  مسیح په دې دلیل دخداي زوی دی ، چې  دهغه مور مریّم  له دې پرته چې  له چا سره ئې وادۀ کړی وي،هغه ئې زیږولی دی . نو داښئ  چې   همدې باید دنړۍ خدای وي ::::

             پیغمبر اکرم  د آل عمران سورې ۵۹آیت  تلاؤت کوي :

     إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۵۹﴾   

:::یعني ،دخداي په درګاه کې د عیسی وضع  هماغه دحضرت آدم په شان دی، چې هغه ئې پخپل قدرت سره  له خاورو راوپنځوۀ.::

بیا فرمائي ؛؛  که  دپلار نه درلودل   پر خدائۍ  دلالت کوي ، نو حضرت آدم  چې نه ئې پلار ؤ او نه ئې مور ،دخدائۍ  دمقام لپاره  لاغوره  دی . په داسې حال کې  چې  داسې نه ده  او  هر دواړه د خداوندمتعال بندګان او مخلوق  دي.

               دوستانو په دې وخت پر  ناستې  چُپتیا  خوره شوه .  دمسیحیانو دپلاوي  له شپیتو متفکرانو یو کس هم  د دغه کلام لپاره هیڅ ځواب  ونه موند.شیبې ډیرې په ځنډ سره تیریدې ، مسیحي متفکرانو یوۀ یوۀ  سر راپورته کاوۀ  او د ځواب د آوریدو لپاره ئې یوه بل ته کتل،ستر پادري ابوحارثه ته ، شرحبیل ته ، ،خو  چُپتیا وه چې  پر ټولو مسیحیانو خوره شوي وه ، بلاخره ستر پادري خولۀ خلاصه کړه او وې وئيل ، مونږ قانع نه شوو . یوازینۍ لاره چې  د حقیقت د اثبات لپاره پاتې ده ،  دا ده چې  سره مباهله وکړو،  یعنی  مونږ اوتاسو  د دعا لپاره لاسونه پورته کړو او  له خداوند څخه وغواړو،هرڅوک غلطه خبره کوي ، نو دخدای په عذاب کې دې ګرفتار شي . 

           پیغمبر اکرم  په دغه غیر منطقي  انکار حیرانیږي ،  په عین حال کې  د وحي فرښته  دخداي پر پیغمبرنازلیږي  او  پیغمبر ته د خداوندمتعال پیغام  راوړي ،  چې   دغه پیغام  دقرآن کریم  د آل عمران سورې  په یو شپیتم آیت کې  هم  راغلی   چې فرمائی ؛؛

فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ﴿۶۱﴾

؛؛؛ نو  هغوي ته چې  له هغه علم اویقین وروسته چې  پر تا نازل شو ، بیا هم له تاسره جدال (مقابله ) کوی ،نو ورته ووایه ،  دوي دې خپل نفسونه او تاسو خپل نفسونه ، دوي خپل بچیان اوتاسو خپل بچیان  حاضر کړي  او  سره مباهله وکړئ  او  هغه ډله چې  دروغ وائي ، پر هغوی دې خداي لعنت واستوي .::::

 د دغه آیت په نازیلیدا سره ،  مسیحي متفکران یوه بل ته ګوري ، نو داسې بریښي ، چې  ځیني پکې  د ستر پادري  په وړاندیز  راضي نه دي ، خو  ګواکې بله چاره ورسره نشته .  د مباهلې  د  دستورو وخت ، په ورپسې ورځې  ،یعني د ذی الحجې  په څلورویشتمه  او  د مدینې  ښاره بهر  په صحرا کې یو ځاي ټاکل کیږي .  مسیحي متفکران  په موقتي توګه له پیغمبر اکرم سره خداي په آماني کوي  او  د خپل هستوګنې ځاي ته بیرته ګرځي ،څو د مباهلې  د دستورو لپاره ځانونه تیار کړي .

             سبا د لمر په راختو سره ، شپیتۀ مسیحي متفکران  له مدینې ښاره بهر  د پیغمبر  په ا نتظار کې دریږي ، دوي د مدینې لارې یا دروازې ته  سترګې نیولي دي ،څو محمد (ص) دخپلو ملګرو له لښکر سره له ښاره بهر راووځي  او  د مباهلې په دستورو  کې شتون  ولري . د ښار  د دروازې شاوخوا   کې  او د مسیحیانو ګیرچاپيره   او د لارې په اوږدو کې   ډير زیات  مسلمانان  هم په صفونو کې ولاړ دي څو  ددغو بې مخینې  اوبې ساري دستورو نندارچیان شي.  په سینو کې نفسونه او ساګانې بند شوي دي  او درستې سترګې  د مدینې   د  دروازې  په لور دي .  دانتظار شیبې تیریږي  او پیغمبر اکرم په داسې حال کې، چې  حسین علیه السلام ئې په غیږې  کې  دی،حسن علیه السلام  ته ئې لاس ورکړی دی،د مدینې له دروازې رابهر کیږي،دهغه بزرګوار تر شا یو سړی او یوه میرمن لیدل کیږي،چې هغه سړی هم علی او میرمن هم بی بی فاطمةالزهرا ده . 

             دمسیحیانو  متفکران ددغې صحنې په لیدو سره په سربدالۍ او حیرانتیا سره یوه بل ته ګوري ، شرحبیل  ستر پادري ابوحارثه  ته وائي،هغه ګوره،هغۀ یوازې  خپله لور ، زوم او دوه لمسیان  له ځان سره راوستل .ستر پادري چې  غږ ئې ډير زیات په لړزا ؤ ، وائي ؛؛؛ همدغه  د حقانیّت نښه  ده . ددې په ځاي ، چې د مباهلې لپاره یولښکر له ځان سره راولي،یوازې خپل خپلوان او ورباندې ګران کسان ئې راوستل ، نو ښکاره ده ،  حقانیّت ته پخپلې بلنې ډاډمن  دی  چې  تر ټولو   ګران کسان ئې د   دغې مباهلې لپاره ډال ګرځولي دي:: دوهم پادري شرحبیل  وائي؛پرون محمد وئيل،چې زمونږبچیان،زمونږ  میرمنې او زمونږ نفسونه،نو ښکاره ده چې علی  ئې د خپل نفس په توګه   له ځان سره راوستی دی . هو! علي  ، د محمد  لپاره ډير زیات عزیز دی .  د مونږ په مخکینیو کتابونو کې  دهغه نامه  د محمد د جاشنین او وصي په توګه راغلې ده ..... په عین حال کې  څو مسیحي متفکرانو  ستر پادري   ته  ځانونه ورسول، په  اندیښنې او سټریس سره  ورته وائي ؛ مونږ  دغه مباهله نه کوو ، ځکه چې  دځان لپاره دخداي عذاب شونې وینوو.::څو نور کسان  هم رامخته شول  او وې وئيل،مباهله مصلحت نه دی،داسې نه چې عذاب درست مسیحیان راګیر کړي .::::

          ورو ورو اندیښنې لاپه زیاتیدو شوې  او ټول  په دې پسې شول  چې یو ډول  ستر پادري  له دغې مباهلې وغړوي . ستر پادري  په یوه کاڼي دریږي  او د لاس په اشارې سره  ټول آرامه کوي  او په داسې حال کې چې  زَني  او  سپینه ګیره ئې له سټریسه  لړزیږي ، وائي ،  زه باوري یم چې  مباهله  مصلحت نه دی ،  دا پنځه نوراني څیرې چې  زه وینم ، که لاسونه  د دعا لپاره اوچت کړي ، نو غرونه به له خپل ځایه وخوځوي ، که مباهله وشي ،نو  دمونږ تباهي حتمي ده  او  ممکنه ده  چې عذاب ، د نړۍ درست مسیحیان راګیر کړي . ::  نو هغه وخت  په داسې حال کې چې  په سختۍ سره ئې هڅه کوله ، خپل آرامښت  وساتي ، ځان پيغمبر اکرم ته رسوي ، ستر پادري  دپیغمبر  اکرم په وړاندې دریږي ،او په خضوع او تواضع سره  خپل سرټيټوي  او وائي ، مونږ له مباهلې وبخښئ.  هر شرط چې  تاسو لرئ ، نو مونږ به ئې ومنو :::  پیغمبر اکرم  پخپلې بزرګوارۍ او مهربانۍ سره ،  دغه  ډډه کونه ومنله . هماغه شان   هغه بزرګوار  دمالیاتو  د ورکولو په بدل  کې ، ددښمنانو په مقابل کې ، دنجران  دخلکو   دژوند اومال  له ساتنې سره ،  موافقه وکړه .

 د دغې واقعې خبر ،  په چټکۍ سره    دنجران  نورو سیمو په مسیحیانو کې خپریږي او  حقیقت غواړي  مسیحیان   دمدینې په لور روانیږي .

      دوستانو د مباهلې  د واقعې   د یاد اوخاطرې   په مناسبت د مبارکۍ په وئیلو سره   تاسو ټول په نیاؤمن خداي سپاروو، ا... مو مل او ملګری .

(ژباړن : سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Sep 05, 2018 08:00 Asia/Kabul
کمنټونه