• دامریکا چارواکی د افغانستان په اړه دروغ وایی

زمونږ خبریال وایی نیویارک ټایمز ورځپاڼې دامریکا چارواکی دافغانستان دجنګ په اړه دخپل هیواد(امریکا) خلکو ته په دوکې ورکولو تورن کړل .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلی دامریکا چارواکو دافغانستان د اولس(۱۷) کلن جنګ په اړه دخپل هیواد خلکو ته دروغ ویلی دی او د  ملت  د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې په دې زمینه کښې جعلی شمیرنې او راپورونه وړاندې کړی دی .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا حکومت ادعا کوی چې د افغانستان څلورڅلویښت(۴۴) فیصده خاوره د طالبانو په کنټرول کښې ده خو د نړیوالو موسسو د راپورونو پراساس طالبان دافغانستان یوشپیته (۶۱)فیصده خاوره په لاس کښې لری او په دغو سیمو کښې بشپړه نفوذ لری .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې زیاته کړه په افغانستان کښې له طالبانو سره دجنګ په پلمه هلته دامریکا دوه زره او دوه سوه(۲۲۰۰) پوځیان وژل شوی او څه دپاسه څلویښت(۴۰) میلیارډه ډالره هم په جنګ لګیدلی دی خو دامریکا دچارواکو  د دروغو په اپوټه طالبان نه یوازې کمزوری شوی نه دی بلکې دغه ډله  د افغانستان ډیرې سیمې په لاس کښې لری او یوازې حکومتی ودانۍ ، مرکزونه او اډې د حکومت په کنټرول کښې دی .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 05:12 Asia/Kabul
کمنټونه