• نړیوالو اورګانونو ته د امریکا بې پامی ، دې ځل د جرمونو نړیواله محاکمه

د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د ګل په ورځ په افغانستان کی د امریکایانو په جنایتونو د غور په اړه د جرمونو د نړیوالې محاکمې د څارنوال د څرګندونو په غبرګون کی وویل له دغې محاکمې سره ملګرتیا نه کوو .

 

د امریکا ولسمشر ټرمپ  چی د ۲۰۱۷ میلادی کال له جنورۍ میاشتې یې د هیواد د چارو واګې په لاس کی اخیستی دی ، نړیوالو اورګانو ته دوامداره بې پامی ، نیوکې او حتی ګواښ سیاست یې پرمخ نیولې دې .

د ملګرو ملتو او د هغې د کړچار پرضد د ټرمپ سختې نیوکې او حتی له دغه نړیوال اورګان سره د امریکا د مرستو د کمولو او غوڅولو ګواښ اوهمداراز انروا ته د امریکا د مرستو غوڅول د نړیوالو اورګانونو پرضد د ټرمپ دولت نور منفی اقدامات بلل کیږی .

په دې زمینه کی د امریکا د حکومت په نوی اقدام کی واشنګټن د جرمونو په نړیوالې محاکمې په نیوکې سره له دغې نړیوالې محاکمې سره په ملګرتیا نه کولو ټینګار کړی دی . د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د ګل په ورځ په افغانستان کی د امریکایانو په جنایتونو د غور په اړه د جرمونو د نړیوالې محاکمې د څارنوال د څرګندونو په غبرګون کی وویل  له دغې محاکمې سره ملګرتیا نه کوو .

د جرمونو د نړیوالې محاکمې څارنوال فاتو بنسودا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کی په افغانستان کی د امریکایانو په جنایتونو د دغې محاکمې د غور غوښتنه وکړه . دغه غوښتنه د امریکا له سخت منفی غبرګون سره مخامخ شوی دې .

بولټن ادعا وکړه د جرمونو نړیواله محاکمه د امریکا داخلی قضایی نظام ته په پام سره چی خپل ښاریز په ستره اخلاقی او قانونی سویه کی مسول بولی ، غیر ضروری ده . د امریکا عسکر باید د جنګی قوانینو په بشپړه رعایت سره عملی وکړی او کله چی د قانون خلاف ورزۍ ترسره کیږی نو امریکا به د خلاف ورزۍ کونکیو پرضد مناسب او په وخت اقدام وکړی .

د بولټن له څرګندونو مخکې داسې راپورونه خپره شوی وو چی امریکا نیت لری د جرمونو نړیواله محاکمه په افغانستان کی د امریکا د جنایتونو او فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو په اړه د تحقیق په بڼه کی په بایکاټ وګواښی . داسې ښکاری د بولټن دریځ د هغې لیدتوګې په اساس چی د امریکا داخلی قوانین له نړیوالو قوانینو او اورګانو لوړ بولی ، غوره شوی دی .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 13:43 Asia/Kabul
کمنټونه