• ترکیې د پی ایل د دفتر په بندولو کې د امریکا په اقدام نیوکه وکړه

د ترکیې د خارجه وزارت ویندویي  په واشنګټن کې د فلسطین د ازادي غواړي جبهې یا پی ایل او د دفتر د چوټي کولو لپاره د امریکا په فیصله نیوکه وکړه

د ترکیې د خارجه وزارت ویندویي  په واشنګټن کې د فلسطین د ازادي غواړي جبهې یا پی ایل او د دفتر د چوټي کولو لپاره د امریکا په فیصله نیوکه وکړه او هغه یې اندیښمنوونکې وبلله.

د اناتولي خبري اژانس د راپور  له مخې حامي اکسوي پرون وویل : په واشنګټن کې د پی ایل او د دفتر د بندولو لپاره د امریکا فیصلې وښودله چې سپینې ماڼۍ د ساز باز د خبرو په وړاندې خپل بې پلوي توب له لاسه ورکړی دی.

 اکسویي زیاته کړه: ترکیه د فلسطین دخلکو تر څنګ ده او په دغه ټاټوبي کې یوې پایدارې حل لارې ته د رسیدلو لپاره  د نړیوالو هڅو ملاتړ به جاري وساتي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وړمه ورځ  رسما  د پی ایل او د دفتر بندول اعلان کړل .

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حسام بدران  د  امریکا دغه فیصله د سازباز د بهیر د شنډ پاتې کیدو نښه وبلله.

 

 

ټیګونه

Sep 12, 2018 05:28 Asia/Kabul
کمنټونه