• د حسینی عاشورا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ

حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا د پیښې په بیانولو او کربلا ته د مکې په لاره کی تر خپل شهادته پورې په جوته ټینګار وکړ ، له ځوځښته زما هدف د یذید د اسلامی ضد حکومت رسوا کول ، امر بالمعروف و نهی از منکراو ظلم و ستم په وړاندې دریدا ده او د قران کریم اوسوچه محمدی اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل کوم هدف نلرم

 

نن د وږی د میاشتې ۲۹ نیټه ده چی د ۱۴۴۰ هجری لمریز کال د محرم الحرام له ۱۰ او د ۲۰۱۸ میلادی کال د ستمبر ۲۰ نیټه ده چی له حسینی عاشورا سره  سمون خوری .

د محرم الحرام لسمه نیټه د شهیدانو د سردار او د شیعیانو د دریم امام حضرت امام حسین علیه سلام د شهادت کلیزه ده چی د ۶۱ هجری قمری کال د محرم په ۱۰ په کربلا کی په ۵۷ کلنۍ کې شهید شو .

Image Caption

 

حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا د پیښې په بیانولو او کربلا ته د مکې په لاره کی تر خپل شهادته پورې په جوته ټینګار وکړ ، له ځوځښته زما هدف د یذید د اسلامی ضد حکومت رسوا کول ،  امر بالمعروف و نهی از منکراو ظلم و ستم په وړاندې دریدا ده او د قران کریم اوسوچه محمدی اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل کوم هدف نلرم .

دا هغه ماموریت وو چی خداوند متعال حضرت امام حسین علیه سلام ته سپارلې وو  او د دغه ماموریت د اجرا لپاره د عاشورا په مازیګر له ماسپښین لمانمځه کولو وروسته له خپلو وفادارو یارانو سره د یذیدیانو په لاس شهید شو .

د اسلامی ایران مومن او خدای غواړی خلک د محرم الحرام په شپو ورځو  په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کی په جوماتونو او امام بارګاو کې د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .

Image Caption

 

همداراز په عراق ، افغانستان ،پاکستان ، لبنان ، ترکیې او د نړۍ په نورو ډیرو اروپایی او افریقایی هیوادونو کې د سالار شهیدان اود هغو د وفادارو یارانو د شهادت د کلیزې په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کیږی .

د ایران داسلامی جمهوریت د راډیو او ټیلی ویژیون اداره د حضرت امام حسین علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تاسو محترمو منیاوالو ، د نړۍ درستو مسلمانانو او ازادی غواړو ته تسلیت وړاندی کوی .

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 05:19 Asia/Kabul
کمنټونه