• هندي پولیسو په کشمیر کښې پر حسیني ماتمیانو حمله وکړه

د هندوستان پولیسو د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حسني عزادارانو د خورولو لپاره پر هغوي اوښلن ګیس وپاشه.

د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې په داسې حال کښې چې د کشمیر سلګونه خلکو د حسیني تاسوعا په ورځ د سید الشهداء او د هغوي د باوفا ملګرو د یاد په لمانځلو سره عزادارۍ کوله د هند امنیتي ځواکونو پرې په حمله سره یوشمیر ونیول.

د ویلو ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې نن د محرم الحرام لسمه یعنې د حسیني عاشورا ورځ ده خو د هند او پاکستان په شمول د نړۍ په ځینو هیوادونو کښې نن د محرم نهمه ده چې د حسیني تاسوعا مراسم پکښې ترسره کیږي.

په پاکستان کښې د محرم الحرام د میاشتې په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا د ورځو د عزادارۍ د مراسمو لپاره ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې دي.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 15:03 Asia/Kabul
کمنټونه