• د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې درې هندی پولیس ووژل شول

په دې وروستیو کی هندی عسکرو په کشمیر کې ګڼ شمیر بی ګناه ملکیان وژلی دی .

د اسوشیټډپریس له راپور سره سم د هند پولیسو وویل یو شمیر ناپیژاندو وسله والو نن سهار د کشمیر د جنوب په دو کلیو کې د څو پولیسو په کورونو حمله وکړه او څلور کسان یې وتښتول . حمله کونکیو د یوه پولیس له خوشی کولو وروسته درې نور پولیس ووژل .

په دې وروستیو کی هندی عسکرو په کشمیر کې ګڼ شمیر  بی ګناه ملکیان وژلی دی .

تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی خو په وروستیو کلونو کې د لشکر طیبه په شمول ځینې ډلې له هندی عسکرو سره ښکیل دی .

 

ټیګونه

Sep 21, 2018 14:03 Asia/Kabul
کمنټونه