• دچین او امریکا دپوځی خبرواترو لغوه کیدا      (یوبشپړ ریډیوئی تحلیل)

دچین دفاع وزارت ، دتجارتی خبرواترو له لغوه کیدا وروسته د امریکا دسرزورو او له دړکو ډکو سیاستونو په غبرګون کې ،له دغه هیواد سره پوځی خبرې اترې هم لغوه کړې .

ټاکل شوې وه دغه خبرې  اترې له ننه یعنی له دوشنبې  تر چارشنبې ورځې پورې  په بیجینګ کې ترسره شی .  چین همداراز  د دغه   هیواد  د دسمندری ځواک دقوماندان  شی جین لانګ  چې  دسمندری ځواک دنړیوال سمپوزیّم   په درویشتمې غونډې کې د ګډون لپاره امریکا  ته په سفر تللی ؤ ،  بیرته بیجنګ  ته ورغوښتی دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځې  دچین له خوا   د  روسیې د جوړ شوی  ایس څلورسوه ډوله توغندوی سسټم او  جنګی الوتکو   د اخستو په  علت  د دغه هیواد  دپوځ په ضد  رټونکی اقدامات   اعمال کړی دی .  د  چین خارجه وزارت هم   دبیجینګ په ضد  دامریکا دبندیزونو د سختولو په اعتراض کې   په بیجینګ کې د دغه هیواد سفیر  هم  خارجه وزارت ته  احضار کړی  او د  :تری برانسټیډ :نومې  روسی وسلو د اخستو  په علت  ئې د امریکائی بندیزونو  په باب  دبیجینګ رسمی  شکایت  ورتسلیم کړ .  د امریکا دغه اقدام  ښئ چې  دچین او امریکا ترمینځ  په اړیکو کې تاؤتریخوالی  نوی اړخونه  خپل کړی دی  او امریکا هڅه کوی ،  دبیجینګ  اقتصادی اوپوځی شریکان  هم ټارګټ کړی .  که څه هم   د امریکا  پلمه ، د چین  دبندیزونو سختول دی ، خو  واشنګټن  روسیه هم  په نښه کړې  او هڅه کوی ،څو  د دغه هیواد پوځی مناسباتو سویّه  هم محدوده کړی .   دچین  په ضد  د امریکا  دبندیزونو سختول ښئ  چې  د دغه هیواد د پوځی اواقتصادی  ودې  د دوام  او  په یوه ستر نړیوال قدرت د بدلیدو  په باب د واشنګټن اندیښنې  په زیاتیدا دی  او  دبیجینګ په ضد  دامریکا دتجارتی  ټیرفونو  داعمالولو سیاست  هم  نه دی توانیدلی،د چین  اقتصادی وده کنټرول کړی .

 په امریکا کې د سیاسی چارو یو کارپوه  سټیّو بینن وائی ،   امریکا دچین  له اقتصادی پراختیا  سره دمقابلې لپاره هوډمنه ده ، ځکه په  نزدې راتلونکی کې به یوازینی هیواد  د نړۍ   اقتصادی مشری  په لاس کې واخلی. پر دې اساس  له چین سره اقتصادی جنګ  هرڅه دی . په همدې دلیل ،امریکا په ټول وجود سره پرې  تمرکز کوی ، که  په دې زمینې  کې د امریکا  ماتې دوام ولری ، نو نهایتا ،  په راتلونکو لسو کلونو کې  به دغه هیواد یوۀ  داسې حد ته ورسیږی ، چې  بیا به دجبرانولو لپاره  دستنیدا هیڅ لاره  نه وی .

پر دې سربیره ، له  روسیې سره دچین  دپوځی ملګرتیاؤ پراختیا  هم   له روسیې او  نورو سیمه ایزو قدرتونو سره  دچین د  دوواړخیزو اوڅو اړخیزو پوځی ملګرتیاؤ   په پیاوړتیا د  سپینې مانۍ  داندیښنو زیاتیدا د دې ښودنه کوی ، چې  په بیلابیلو سیمو کې د امریکا قدرت  له چیلنج سره مخامخ کولی شی . که څه هم   چین  له ورسیې د دوو اړخیزو پوځی  اړیکو په چوکاټ کې  وسلې ا خلی ، خو   دبیجینګ حکومت هم  په وروستیو کلونو کې  دپوځی وسلو په جوړونې کې  دپام وړ وده  ترلاسه کړې ، چې  امریکا      له روسیې سره  دهغو په  پیوندونو او یوځای کیدا اندیښمنوی .

 همدرااز دبیجینګ  دسمندری ځواک یوه کارپیژاند  لی جیه  هم په دې باب وائی ، د چین د ډیموکراټیک جمهوریت  پوځ په تیره بیا د ۲۰۱۵کال  دستمبر  له پریډ  وروسته  ،   د وسلو په قدرت ، دمبارزې په توان ،  په کلی توګه په منظمیدا او غږملتیا کې   دپام وړ وده کړې ده .

 په هر حال ،   له روسیې د بیجینګ پرمختللو پوځی  تجیهزاتو او وسلو   داخستو  د درولو  په موخې سره  دامریکا له خوا د چین  دبندیزونو سختیدا ، دنورو هیوادونو په چارو کې د واشنګټن دلاسوهونکو  سیاستونو دسختیدا ښودنه کوی . پر دې  اساس ، که    روسیه او چین   چې د ملګروملتو دامنیت شورا  دوه مهم غړی دی ،  دسپینې ماڼۍ د لاسوهنو او دړکه ورکونکو  سرزوریو په وړاندې ونه دریږی ،نو په راتونکی کې  دبیجینګ او ماسکو   دملګرتیاؤ او اړیکو لازیاته  برخه  هم  راګیرولی او  دوی دوی له  لازیات  او ستر  سرخوږی  سره مخامخ کولی شی   

 

ټیګونه

Sep 23, 2018 15:04 Asia/Kabul
کمنټونه