• ګرمې چاې د سرطان سبب کیږی

د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبلیوایچ او (WHO)یوې(۱) څانګې ایی ای ار سی ویلی دی چای(Tea ) کافی(Coffee) ، یا نور مشروبات چې د تودوخی درجه یې له پینځه شپیتو(65) زیاته وی نو په څښلو سره دانسان په بدن کښې دکینسر ناروغۍ خطرونه زیاتوی

زمونږ خبریال راپور راکړی دی ددنیا دطبی چارو کارپیژاندو او ډاکټرانو ویلی دی دزیاتو ګرمو چایو څښل دانسان په بدن کښې د خوراک په رګونو کښې د کینسر یا سرطان ناروغۍ درامینځته کیدا سبب کیدلای شی .

د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبلیوایچ او (WHO)یوې(۱) څانګې ایی ای ار سی ویلی دی چای(Tea ) کافی(Coffee) ، یا نور مشروبات چې د تودوخی درجه یې له پینځه شپیتو(65) زیاته وی نو په څښلو سره دانسان په بدن کښې دکینسر ناروغۍ خطرونه زیاتوی .

دسرطان یا کینسر لومړنۍ نښې نښانې دادی چې د زیاتو ګرمو مشروباتو دڅښلو په وجه خوله او مرې په پرله پسې ډول سوزی .

د ملګروملتونو دروغتیا دنړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ادارې ای ای ار سی وویل که چیرې مشروبات او چای او کافی ډیرې ګرمې وی نو کوشش وکړئ چې هغه تر څلورو(4) دقیقو پورې سړې کړئ او بیا یې وڅښئ .

ایی ای ار سی ویلی دی مونږ دغه تحقیق په چین، ایران ، ترکیې او جنوبی امریکا کښې کړی چیرې چې خلک دومره گرمې چاې څښی چې درجه یې اوویا (۷۰)سینټی ګریډه وی .

ټیګونه

Nov 15, 2018 11:40 Asia/Kabul
کمنټونه