Dec 16, 2018 14:17 Asia/Kabul
  • دحضرت امام حسن عسکري (ع) نیکمرغه زوکړه دې ټولو ته مبارک وی

د ايران در ست خلک په دې مبارکه ورځ د خپلو ښارونو په سينګارولو، د مراسمو په جوړولو او د شېرينۍ، چاے او شربتونو په وېشلو سره جشن نمانځي

نن د ربيع الثاني يا دويمې خور د مياشتې اتمه نېټه د منجي موعود حضرت امام مهدي (ع) د زېري ورکونکي حضرت امام حسن عسکري (ع) نیکمرغه زوکړه ده .

د ايران  در ست خلک په دې مبارکه ورځ د خپلو ښارونو په سينګارولو، د مراسمو په جوړولو او د  شېرينۍ، چاے او شربتونو په وېشلو سره جشن نمانځي.

حضرت امام حسن عسکري (ع) د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربيع الثاني يا دويمې خور د مياشتې په اتمه نېټه په مدينه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې .

دغه قدرمن امام شيعه يا جعفري مکتب په بيانولو او د مختلفو ديني شبهاتو په ردولو سره د اسلام د سپیڅلی  دين حفاظت او پراختيا ته د همت ملا وتړله او د آخري امام حضرت امام مهدي (ع) د امامت په زمانه کښې د مسلمانانو د ذمه واريو په بيانولو سره هغوي د دغه وروستي معصوم امام د غېبت د دوران لپاره چمتو کړل.

د نړۍ د شيعه مسلمانانو يولسم امام د قرآن مجيد بې مثاله مفسر ؤ او د خپل امامت په دوران کښې يې د دغه آسماني کتاب د تفسير صحيح طريقه خلکو ته روښانه او د نړۍ د ژغورونکی  د راتلو د زيري په ورکولو سره يې مسلمانان د اسلام لوړ و ایډیالونو  ته رسېدو ته هيله من کړل.

امام حسن عسکري (ع) د ماشومتوب په دوران کښې د خپل پلار بزرګوار حضرت امام علي نقي (ع) د علم او پوهې له سرچينې برخور شو او په ۲۲ کلنۍ کښې د پلار په شهادت سره د امامت درون پېټے تر شپږو کلونو يعنې تر خپل شهادت پورې په غاړه واخېست.

د دغه قدرمن امام د ژوند دوران د دریو عباسي خليفه ګانو له حکومت سره په يو وخت ؤ خو هغه ګران امام د ساډوبۍ د دوران او له  محدوديت سره سره  په تدبير او صحيح  روزنو سره د مسلمانانو د بېدارۍ او يووالي لپاره هلې ځلې وکړې.

مونږ د حضرت امام حسن عسکري (ع) د نېکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو او پتیالیو ته مبارکی وړاندی کوو .

 

ټیګونه

کمنټونه