Dec 17, 2018 07:56 Asia/Kabul
  • په چاپان کښې چاودنې له څلویښتو زیات کسان ژوبل کړل

د جاپان پولیسو د دغه هیواد د شمال د (ساپورو) ښار په یو ریستوران کښې د چاودنې له امله لږترلږه د ۴۲ کسانو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.

د جاپان پولیسو د دغه هیواد د شمال د (ساپورو) ښار په یو ریستوران کښې د چاودنې له امله لږترلږه د ۴۲ کسانو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.

د جاپان د ټیلیویژن د خبر له مخې د دغه هیواد د ساپورو ښار په یو رستوران کښې د شوې چاودنې له امله ۴۲ کسان زخمي شوي او د رستوران د دوه پوړیزې ودانۍ سربیره د خواوشا څو کورونه هم ونړیدل.

د جاپان پولیسو ویلي چې د چاودنې د علت په هکله تحقیقات کوي خو په دې لړ کښې تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

 

ټیګونه

کمنټونه