Feb 15, 2019 15:58 Asia/Kabul
  • د سوریې دپوځ او دخلکو په هڅې سره دغه دسیسه ناکامه شوي ده .
    د سوریې دپوځ او دخلکو په هڅې سره دغه دسیسه ناکامه شوي ده .

زمونږخبریال وایی دامریکا د ځانګړیو ځواکونو قومندان ریمونډ توماس (Raymond Thomas)په سوریې کښې د واشنګتڼ د پوځی لاسوهنې په بې نتیجې توب اعتراف وکړ .

هغه د مشرانو جرګې سینا په غونډې کښې په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې پرضد دامریکا دحکومت دبریالیتوب په ارتباط وویل د بریالیتوب ټکی نشو استعمالولای .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیر میلادی کال په دسمبر میاشت کښې په دې توجیه سره چې داعش ډلې په سوریې کښې ماتی خوړلی ده وویل له سوریې د واشنګټن دوه زره (۲۰۰۰) پوځیان وباسی .

امریکا په سوریې کښې په اوه(۷) کاله غیر قانونی شتون او له ترهګرو په ملاتړ کولو سره ونه توانیدله په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د دریځ د پیاوړتیا او دسوریې د قانونی حکومت دنسکورولو لپاره خپل هدف ته ونه رسیدله .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره د امریکا، دسعودی عربستان او ددوې د نورو ملګرو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شو خو د سوریې دپوځ او دخلکو په هڅې سره دغه دسیسه ناکامه شوی ده .

 

ټیګونه

کمنټونه