Feb 16, 2019 04:56 Asia/Kabul
  • واک ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته په افغانستان کښې دامریکا هوايي حملې ډیرې زیاتې شوي دي .
    واک ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته په افغانستان کښې دامریکا هوايي حملې ډیرې زیاتې شوي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د بشری حقوقو څارونکی موسسې هیومن رایټس واچ (Human Rights Watch)وویل په افغانستان کښې د ملکی خلکو وژلې ته د امریکا بې پامۍ د جنګی قوانینو خلاف ورزۍ ګڼل کیږی .

په افغانستان کښې د بشری حقوقو د څارونکی موسسې څیړاندی پاټریشیا ګاسمین () وویل دافغانستان په بیلابیلو هستوګنو سیمو دامریکا  د پوځیانو هوایی حملې له واشنګټن څخه د دغه هیواد د خلکو نفرت او غصه زیاته کړی ده .

هغې د افغانستان په جنګ ځپلی هیواد کښې دامریکا دجنایتونو په وړاندې دکابل د حکومت په چپتیا او بې تفاوتۍ نیوکه وکړه او ویې ویل د  ولسمشر اشرف غنی حکومت د ملکی وګړو په وژلې دغور لپاره تراوسه هیڅ اقدام نه دی کړی او یوازې په خواشینۍ څرګندونو بسنه کوی .

په افغانستان کښې د بشری حقوقو د څارونکی موسسې څیړاندی پاټریشیا ګاسمین  مخکې ویلی وو د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) غړو په ننګرهار ولایت کښې  دتیر میلادی کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کښې څه دپاسه دوه سوه شپیته (۲۶۰)ملکی وګړی وژلی وو .

واک ته د ډونالډ ټرامپ له رسیدا وروسته په افغانستان کښې دامریکا هوایی حملې ډیرې زیاتې شوی دی او تراوسه ددغه هیواد په زرګونو خلک وژل  شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه