Feb 16, 2019 06:21 Asia/Kabul
  • خو د لویدیځو هیوادونو په نسبت امریکا په اسانۍ سره کولای شو دختیځې او دمرکزي اروپا هیوادونه له ځان سره ملګري کړي .
    خو د لویدیځو هیوادونو په نسبت امریکا په اسانۍ سره کولای شو دختیځې او دمرکزي اروپا هیوادونه له ځان سره ملګري کړي .

زمونږ خبریال وایی د انګلستان اینډی پینډینټ ورځپاڼې د وارسا له غونډې د امریکا هدفونو ته په اشارې سره ولیکل ولسمشر ټرمپ ختیځ ته د روسیې د نفوذ د خطر په شان په امنیتی پلمو سره غوښتل د ختیځې او د مرکزی اروپا ځینې هیوادونه قانع کړی

چې دایران پرضد د واشنګټن له سیاستونو سره زیاته ملګرتیا وکړی او له دې لارې د ختیځې اروپا او د لویدیځې اروپا دهیوادونو ترمینځ واټن رامینځته کړی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه چې امریکا له اټومی موافقې د وتلو او د ایران پرضد دسیاست د غوره کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو په ملګری کولو کښې ناکامه شوه .

خو د لویدیځو هیوادونو په نسبت امریکا په اسانۍ سره کولای شو دختیځې او دمرکزی اروپا هیوادونه له ځان سره ملګری کړی ځکه چې دغه هیوادونه له امنیتی پلوه په واشنګټن اړوندوالی لری .

په دوې کښې یو(۱)هیواد پولینډ دی چې له پخوا راهسې د قدرتمنو هیوادونو لخوا ورباندې تیری شوی او دا ډول تاریخی تجربو وارسا قانع کړی دی چې له امریکا سره خپلې اړیکې وساتی او هغه پراخې کړی او له دې کبله وو  پولینډ مجبوره وو د ایران پرضد دغونډې د کوربه توب لپاره دامریکا غوښتنه ومنی .

 

ټیګونه

کمنټونه