Mar 15, 2019 05:50 Asia/Kabul
  • له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې دایران چین اوروسیې ملګرتیانوره هم پراخیږی

دملګروملتو د نشه ایزو موادو د کمیشن (سی این ډی) دوه ورځنۍ دوه شپیتمه غونډه پرون او نن دآسټریا په ویانا کې د ملګروملتو په اروپائی مرکز کې دوام لری .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دایران له نشه ایزو موادو سره دمبارزې  د کمیشن  عمومی منشی  سکندرمومنی  په ویانا کې د  نشه ایزوموادو  د دکلنی کمیشن د وزیرانو  د غونډې  په څنډې کې د  چین له نشه ایزو موادو سره  دمبارزې دملی کمیشن  له مرستیال  وی شائو  جون سره په کتنې کې  ووئیل ،  په ۲۰۰۱کال کې چې  امریکایانو په افغانستان په یرغل سره دغه هیواد ونیوۀ،  په  دغه هیواد کې د  نشه ایزو موادو تولید  دوه سوه ټنه ؤ ،  خو او س دغه شمیر له تیرو دوو لسیزو وروسته  لس زره ټنو ته رسیدلی او  په افغانستان کې د  کوکنارو د کښت سویه  هم  تر پام وړ حده زیاته شوې ده .

  مومنی ددې خبرې په کولو سره چې  افغانستان    د نشه ایزو موادو د یوه مرکز  په توګه  دنشه ایزو موادو  له دوه سوه  ټنو هم کم کشفیات  لری ، روښانه کړې ، داسلامی ایران  په ۲۰۱۸کال کې  څه دپاسه  اته سوه ټنه ډول ډول  نشه ایز مواد کشف کړی دی .

  د چین له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیشن مرستیال   منشی  وی شائو جون هم په دغې کتنې کې وئیلی  ایران  له تاریخی پلوه تل   په اقتصادی اوټولینزو چارو کې د چین یو سټراټژیک شریک  دی ،پر دې اساس  له نشه ایزوموادو سره   دمبارزې په حوزې کې هم  باید لازیاتې ګډې میدانی هڅې وشی .

 دملګروملتو د نشه ایزو موادو د کمیشن (سی این ډی) دوه ورځنۍ  دوه شپیتمه غونډه پرون او نن دآسټریا   په ویانا کې د ملګروملتو  په  اروپائی مرکز کې دوام لری   .

 

ټیګونه

کمنټونه