Mar 21, 2019 15:10 Asia/Kabul
  • امریکا او دهغې عرب او لویدیځ ملګري دداعش په شمول د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي هیوادونه دي .
    امریکا او دهغې عرب او لویدیځ ملګري دداعش په شمول د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي هیوادونه دي .

زمونږ خبریال وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایولوډریان (Jean-Yves Le Drian) وویل دغه هیواد په سوریې کښې د امریکا د پلانونو په هکله زیات معلومات نلری .

هغه وویل فرانسه د داعش پرضد دامریکا د ائتلاف یو(۱) اصلی هیواد دی خو دسوریې په شمال ختیځ کښې د امنیت له تامینولو سره دمرستې په هکله یې له پاریس او نوروهیوادونو د واشنګټن د غوښتنو په باره کښې  د خپلو پوښتنو په اړه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی .

د فرانسې خارجه وزیر لوډریان په سوریې کښې د امریکا د پوځی شتون د  دوام او دامریکا د ماموریت او د شتون د مودې او داندازې په شمول دبیلابیلو پوښتنو  دځوابونو د ترلاسه کولو لپاره امریکاته  د فرانسې د دفاع وزیرې فلوراسن پارلی (Florence Parly) سفر ته په اشارې سره وویل فرانسې تر دې شیبې پورې د امریکا لخوا هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی .

دداعش پرضد د تش په نامه ائتلاف په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت کښې  په عراق  او سوریې کښې له دیره ترهګرو سره د مبارزې په ادعا سره جوړ شو .

دا په داسې حال کښې دی چې د رسمی راپورونو پراساس امریکا او دهغې عرب او لویدیځ ملګری دداعش په شمول د ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی هیوادونه دی .

 

ټیګونه

کمنټونه