Mar 21, 2019 15:21 Asia/Kabul
  • نوروز یو (۱)لرغونی دود دی چې څه دپاسه درې زره(۳۰۰۰) کاله تاریخچه لري .
    نوروز یو (۱)لرغونی دود دی چې څه دپاسه درې زره(۳۰۰۰) کاله تاریخچه لري .

په تهران کښې د ملګروملتونو د اطلاعاتو د مرکز مشرې ماریا دوتسنکو(Maria Dotsenko) له یوبل سره د بیلابیلو کلتورونو او ملتونو په پیوند کښې د نوروز مراسمو رول ته په اشارې سره وویل نوروز د سولې د خبرو اترو او د پخلاینې ورځ ده .

هغې د نوی کال او د نورور اختر د پیلیدا په مناسبت له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل نوروز یو (۱)لرغونی دود دی چې څه دپاسه درې زره(۳۰۰۰) کاله تاریخچه لری او په نړۍ کښې څه دپاسه درې سوه (۳۰۰)میلیونه خلک د نوروز اختر جشن لمانځی .

د ملګروملتونو د اطلاعاتو د مرکز مشرې ماریا دوتسنکو په ملګروملتونو کښې دایران په مهم رول ټینګار سره وویل  ایران تل د بهرنیواړیکو په زمینه  کښې فعال دی او د ملګروملتونو د موسسې د یوه(۱) جوړونکی غړی په توګه یې تل ددغه موسسې منشور ته په اړونده خبرو کښې مهم رول لوبولی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه