Mar 21, 2019 15:52 Asia/Kabul
  • قطر دغه راز له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس څخه وغوښتل د باراکه اټومي پلانټ په دوسیې کښې لاسوهنه وکړي .
    قطر دغه راز له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس څخه وغوښتل د باراکه اټومي پلانټ په دوسیې کښې لاسوهنه وکړي .

زمونږ خبریال وایی قطر وویل چې د متحده عربی اماراتو باراکه اټومی پلانټ(Barakah nuclear power plant) دسیمې ثبات او چاپیریال ته جدی ګواښ ورپیښوی .

قطر دغه راز له اټومی انرژۍ نړیوال اژانس څخه وغوښتل د باراکه اټومی پلانټ په دوسیې کښې لاسوهنه وکړی کوم چې متحده عربی امارات په څلورویشت(۲۴) میلیارډه ډالرو لګښت سره جوړوی .

د قطر او دهغه د ګاونډیو عربو هیوادونو ترمینځ اړیکې وروسته له دې خړې پړې شوی دی چې د ۲۰۱۷ میلادی کال په جون میاشت کښې متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان ، مصر او بحرین له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته له قطر سره اړیکې په دې دلیل غوڅې کړې چې  ویلی یې وو دوحه د ترهګرۍ ملاتړ کوی .

قطر د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس ته په یوه(۱) لیک کښې ویلی دی که چیرې د متحده عربی اماراتو نوی اټومی پلانټ لیک شی نو خطرناکې وړانګې یې له پینځو(۵) تر دیارلسو(۱۳) ساعتونو پورې پلازمینې دوحې ته رسیدلی شی او دغه چاره به د سیمې د اوبو په زیرمو ناوړه اغیرونه ولری .

 

کمنټونه