Mar 22, 2019 12:53 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د جولان لوړې په ۱۹۶۷ میلادي کال کښې له عربو هیوادونو سره د شپږ(۶) ورځني جنګ په وخت کښې ونیولې .
    صهیونیسټ رژیم د جولان لوړې په ۱۹۶۷ میلادي کال کښې له عربو هیوادونو سره د شپږ(۶) ورځني جنګ په وخت کښې ونیولې .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د سرمنشی د ویاند مرستیال «فرحان حق» د صهیونیسټ رژیم لخوا د سوریې د جولان دلوړو(Golan Heights)نیواک یو(۱) غیر قانونی اقدام وباله .

فرحان حق وویل د جولان په لوړو د اسرائیلو د  غیر قانونی واکمنۍ په رسمیت له پیژندلو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته د ملګروملتونو دریځ نه دی بدل شوی .

د ملګروملتونو د سرمنشی د ویاند مرستیال فرحان حق ډاګینه کړه دغه موسسه هماغه راز د امنیت شورا او د عمومی اسمبلۍ پریکړه لیکونو ته چې د  اسرائیلو لخوا د سوریې د جولان د لوړو نیواک یو(۱) غیر قانونی اقدام ګڼی پاې بنده ده .

صهیونیسټ رژیم د جولان لوړې په ۱۹۶۷ میلادی کال کښې له عربو هیوادونو سره د شپږ(۶) ورځنی جنګ په وخت کښې ونیولې .

داسرائیلو پارلمان کنسټ (Knesset) په ۱۹۸۱ میلادی کال کښې دغه سیمه د اسرائیلو د سیمو برخه اعلان کړه که څه هم د نړیوالو قوانینو پراساس دجولان لوړې له سوریې سره اړه لری .

دملګروملتونو د امنیت شورا غړو په ۱۹۸۱میلادی کال کښې په خپل ۴۹۷ پریکړه لیک کښې په شفاف ډول دسوریې په جولان سیمې د صهیونیسټ رژیم واکمنۍ نه ده منلی او په تل ابیب یې غږ کړی دی چې له خپلې خاورې سره د جولان سیمې دیوځاې کولو قانون چې په همدغه کال کښې تصویب شوی وو لغوه کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه