Mar 22, 2019 15:43 Asia/Kabul
  • له نیواکګر رژیمه  په ملاتړ  کښې دامریکا اقدامات کاملا له بیړۍ ډک او ناپایداره دي .
    له نیواکګر رژیمه په ملاتړ کښې دامریکا اقدامات کاملا له بیړۍ ډک او ناپایداره دي .

اسپوتینک خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د جولان په لوړو دصهیونیسټ رژیم د واکمنۍ په رسمیت دپیژندلو پراساس دامریکا د ولسمشر ټرمپ دریځونه وغندل .

هغې نن د جولان د لوړو په هکله د امریکا دولسمشسر ډونالډ ټرمپ د وروستیو دریځونو دغندلو په ترڅ کښې وویل د ملګروملتونو د امنیت شورا دپریکړه لیکونو د لیرې کولو لپاره د جولان دلوړو د حالت بدلول ددغه سیمې په هکله د فیصلو نیغ په نیغه او ښکاره خلاف ورزۍ ده .

دغه راز دیمن د ولسی انقلاب دلوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم په نیواکی جولان د اسرائیلو د واکمنۍ دحق د پیژندلو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اقدام دغندلو په ترڅ کښې وویل د ټرمپ فیصله صهیونیسټانو ته د نورو د برخلیک د ټاکلو حق نه ورکوی .

هغه د نیواکی جولان په هکله دامریکا د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو پرخلاف وبللې او ویې ویل له نیواکګر رژیمه  په ملاتړ  کښې دامریکا اقدامات کاملا له بیړۍ ډک او ناپایداره دی .

 

ټیګونه

کمنټونه