Mar 23, 2019 05:24 Asia/Kabul
  • له اسلام سره دمقابلې بهیردې ترهه ګری وبلل شی

په اعلامیې کې وئیل شوی،دغه موسسه هغه کړچارچې عادی مسلمانان مجرم او دوی دافراط پالنې اوترهه ګرۍ له اقداماتو سره اړونده ګڼی ، هیڅکله هم نه منی .

زمونږخبریال دترکیې  دآناتولی خبری آ ژانس له قوله راپور راکړ  د ترکیې په استانبول کې  د اسلامی ملګرتیا موسسې  بیړنۍ ناسته  چې  په نیوزیلینډ کې  په دوو جوماتونو کې  پر لمونځ ګوزارو  د وروستیو ترهه ګرو حملو  د اړخونو دجاجولو لپاره په استانبول کې جوړه شوی ،  دیوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسیدلې ده .

 داسلامی ملګرتیا موسسې  داجرائی کمیټې  بیړنۍ غونډه  چې  ددغې موسسې  دغړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په سویه  پرون  په استانبول کې  شوی  له اسلامه د ویرولو  له بهیر سره د  نړیوالې مبارزې  په چورلیزتوب سره د شل ماده ایزې اعلامیې  په صادرولو سره پای ته رسیدلې

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی،دغه موسسه هغه کړچارچې عادی مسلمانان  مجرم  او دوی دافراط پالنې اوترهه ګرۍ  له اقداماتو سره  اړونده ګڼی ، هیڅکله هم نه منی . په  دغې اعلامیې کې هم داراز  د ترهه ګرو حملو په محکومولو کې  د نیوزیلینډ دحکومت  اودغه راز د مسلمانانو په وړاندې د دغه هیواد لومړۍ وزیرې  د مثبت دریځ  قدرونه  او له مسلمانانو سره دنیوزیلینډ د ټولنې د درستو پرګنو  دخوخوږی اظهار  ستاینه کړې  او  ددښمنانو د دسیسو په مقابل کې  دنیوزیلینډ له حکومته  په ملاتړ سره ،هغه هیوادونه ئې چې  مسلمان جمیعن او  دمذهبی او پناه غواړی لږکی  لری ، له اسلامی ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره  له اړونده سیاستونو څخه ډډه کولو ته وبلل .  په دغې اعلامیې  کې همداراز  له ملګرولتو اونورو نړیوالو اورګانونو غوښتل شوی چې  دمارچ پنځلسمه نیټه دې  له اسلام سره دمقابلې  له بهیر سره  دمقابلې لپاره  دپیوستون نړیوالې ورځې په توګه ونوموی .

 

کمنټونه