Apr 24, 2019 05:44 Asia/Kabul
  • چاووش اوغلو: د ايران د تېلو د بديل ټاکلو لپاره د امريکې تجويز هسې لافې دي

د ترکيې خارجه وزير وويل، د ايران په ځاے له نورو هېوادونو د تېلو اخېستلو لپاره د امريکائي چارواکو تجويز هسې لافې ويل دي.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې مولود چاووش اوغلو په انقره کښې د خبريالانو په ټول کښې يو ځل بيا د ايران د تېلو د بائيکاټ د دوام لپاره د امريکې په يو اړخيزې فېصلې باندې په نيوکې سره تاکيد وکړ، ترکيه له ايرانه د تېلو نه اخېستلو لپاره په نورو هېوادونو د امريکې د دباو او زور راوړلو مخالفه ده.

د ترکيې خارجه وزير وويل،د ايران په خلاف دامريکې بنديزونه د سيمې د ثبات او امنيت لپاره ډېر خطرناک دي او دا چې د ترکيې او نورو هېوادونو لپاره د ايران د تېلو ځاے نورو هېوادونو ته ورکول په اسانۍ سره امکان نه لري.

مولود چاووش اوغلو په دې اړه د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو څرګندونو ته په اشارې چې د اماراتو او سعودي په شان هېوادونه د ايران د تېلو لپاره غوره بديلونه دي وويل،دا ډېره خندونکې خبره ده چې د يو هېواد خارجه وزير دې د نورو هېوادونو لپاره بازار ولټوي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه