Apr 25, 2019 05:36 Asia/Kabul
  • دغه درې(۳) اړخیزه غونډه دافغانستان په هکله د خبرو اترو کومه نوي غونډه نه ده .
    دغه درې(۳) اړخیزه غونډه دافغانستان په هکله د خبرو اترو کومه نوي غونډه نه ده .

زمونږخبریال وایی په افغانستان کښې دسولې د راوستلو لپاره په روانو هڅو د بحث لپاره د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې نن یو(۱) کانفرنس جوړیږی چې پکښې د چین، امریکا او د روسیې استازی ګډون کوی .

په کابل کښې د روسیې سفارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل دماسکو په ننی کانفرنس کښې دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ګډون کوی .

د روسیې سفارت په دغه بیانیې کښې په ډاګه کړی ده چې دغه درې(۳) اړخیزه غونډه دافغانستان په هکله د خبرو اترو کومه نوی غونډه نه ده بلکې دغه کانفرنس په دغه هیواد کښې دامنیت د ټینګولو لپاره له مخکې څخه د نړیوالو قدرتونو لخوا د هڅو په چوکاټ کښې ترسره کیږی .

 

کمنټونه