Apr 26, 2019 07:37 Asia/Kabul
  • دامریکاله اقداماتو سره سره جرمنی له ایران سره ملګرتیاته دوام ورکوی

دجرمنی تجارتی چارواکی دتیلو په نړیوال بازار کې ددغې تشې له جبرانولو اوډکولو سره د اړونده ادعاګانو په ردولو سره وئیلی دی ، هغه هیوادونه چې له ایرانه تیل واردوی ، خپل چڼځایونه ئې دایران دتیلو له ځانګړنو سره برابر کړی د او دهغو لپاره بل جانشین نه لری .

دجرمنی او ایران دتجارتی کوټې مشر مایکل توکاس  له ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې  دسپینې ماڼۍ  له یو اړخیزو اقداماتو سره سره ،  له ایران سره د جرمنی اواروپائی شرکتونو  دملګرتیا د دوام  خبر ورکړی او د  جرمنی او ایران  دتجارتی اړیکو  په پیاوړی بللو سره ئې وئیلی دی و دامریکاایرانی ضد چلند   پر دغو اړیکو څه خاص اغیزې نشی شیندلی .

 توکاس   دایران دتیلو په ضد دبندیزونو   بنخښنو  په نه تمدیدولو کې  دامریکا وروستی اقدام ته په اشارې سره  وئیلی دی ،دا دامریکاد چلند یو بل  مثال دی چې  په دې باب ئې له هیچا سره  غږملتیا نه ده کړې او هیڅ یو نړیوال اورګان هم ورځینی ملاتړ نه کوی .

دجرمنی دغه تجارتی  چارواکی  دتیلو  په نړیوال بازار کې ددغې تشې له جبرانولو اوډکولو سره د اړونده ادعاګانو په ردولو سره  وئیلی دی ، هغه هیوادونه چې  له ایرانه تیل واردوی ،  خپل چڼځایونه ئې  دایران دتیلو  له ځانګړنو سره  برابر کړی د او  دهغو لپاره بل جانشین نه لری .  مایکل توکاس ټینګار کړی ،  له ایرانه دتیلو واردونکی هیوادونه  په تخنیکی دلیلونو  خپل  چاڼځایونه  د نورو له تیلو سره  نشی  تنظیمولی .

 

ټیګونه

کمنټونه