می 16, 2019 12:27 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځینی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کېله نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

دتهران ورځپاڼو په سر کې داجمهوری اسلامی ورځپاڼه دهچې پخپل تندی ئې داسلامیانقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینیرحمة ا....علیه  یو قول راخستی چې فرمائی؛د روژې په مبارکې میاشت کې ځ انونه پیاوړی کړئ  په روحانی قوتونو سره .::::

 جمهوری اسلامی ورځپاڼې   پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ،د سیمې او نړۍ تقریبا درستو رسنیو د امریکا د سرزوریو او دړکو په وړاندې  د مقاومت په باب د ایران داسلامی جمهوریت د لوړپوړو چارواکو مسئولانو او چاروالو په ټول کې داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود وینا ته ډیر انعکاس ورکړی دی .روئیټر ز خبری آژانسراپور ورکړی،د ایران  روحانی پیشوا آیت ا...خامنه  ای په دغه ټول کې لهامریکا سره خبرې اترې زهر بللی او ټینګار ئې کړی دی،د دواړو لورو ترمینځ به نوی  خبرې اترې ونه شی ،خو جنګ به هم ونشی . دغه خبری آژانس مخکې لیکلی دی ،دایران درهبر دغه څرګندونې فارس خلیج ته دیو لک شل زره پوځی ځواک دلیږدولو په باب دامریکا دحکومت له  خوا ددغه خبر دروغ بللو لږ وروسته شوی دی  او دغه راز  دوی پخپلې وینا کې وئیلی دی، دایران د توغندی پروګرام په باب  هیڅ ډول خبرې  اترې نه کوی .

شین هوا خبری آژانس لیکلی دی  دایران رهبر  مقاومت نهائی ټاکنه بللې  او د امریکا دولسمشر ډونالډټرمپ له حکومت سره  ئې هرډول خبرې  رد کړی  او وئیلی ئې دی ، یو باشعوره ایرانی   هم  له امریکا سره په خبرواترو راضی نه دی .

د روسیې سپوټنیک  خبری آژانس هم  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په وینا کې دمقاومت عنصر اهمیّت  په یوه راپور کې انعکاس ورکړی او  دهغه له قوله ئې لیکلی دی ، دایران  دملت پریکنده ټاکنه،مقاومت دی اوپه دغې مخامخیدنې کې به   امریکا شاتګ ته اړشی . دامریکا  :دی هیل : خپرونې خبری سایټ هم لیکلی دی ، ایران به له امریکا سره نو ایټمی خبرواترو ته  هیڅکله هم غاړه کې نږدی . دفرانسې ۲۴خبری چینل د حضرت آیت ا... العظمی سید علی خانه ای له قوله لیکلی دی ، امریکا له ایران سره جنګ پخپلې ګټې  نه وینی  او  له دې امله به هیڅکله هم جنګ ونشی ،البته  دایران ملت  ددښمن له دښمنۍ هیڅکله هم غافل نه دی .

جمهوری اسلامی ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی  دفلسطین په لسګونو زره خلکو  د نکبت  د ورځې (دسترې بوږنونکی ورځې )د یو اویا یمې کلیزې په درشل کې  دنیواکی فلسطین په بیلابیلو ښارونو  اوښارګیو کې پراخې مظاهرې وکړې  او دامریکا او سرائیلو په خلاف  خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .

المیادین ټیلیویژنی چینل  دعربستان دتیلی تاسیساتو په شد دیمن د بې پیلوټه الوتکو له بریالیو  عملیاتو یوه ورځ وروسته په یوه راپور کې وئیلی دی ، د  سعودی عربستان په داخل کې  څه دپاسه  لس نه اعلان شوی پوځی عملیات ترسره شوی دی  ، چې  آل سعود رژیم چارواکی  او دهغوی اربابان لالهانده کړی او اوس لاره ترې ورکه شوې چې  دعربستان  ددفاع لپاره  ایئر ډیفنس سسټمونه او  ډیر ماډرن ټیکنالوجۍ دغه بې پیلوټه الوتکې څرنګه نه دی پیژنندلی .

 د سیمې د چارو یو نامتو کارپوه او د رای الیوم ورځپاڼې مسئول چلونکی  عبدالباری عطوان  په یوې شننې کې لیکلی دی ، امریکا به په ایران  په حملې سره  هغه که محدوده وی اوله لاپراخه ،  په سیمې کې به  د ځان او دخپلو عربو متحدانو لپاره دجهنم دروازې پرانیزی .

 دامریکا: واشنګټن ایګزامینر  خپرونې  په یوه تحلیل کې لیکلی دی ،د ډونالډټرمپ  حکومت تر دې دمه نه یوازې  په افغانستان  کې د امریکا دنه ختمیدونکی جنګ  حالات شفاف کړی نه دی ، بلکې په عملی توګه ئې    دافغانستان د جنګ  په باب په شفاف سازۍ سره  له دښمن سره دمرستې په شان چلند کړی دی .

 دبشری حقوقو په  چارو کې د ملګروملتو یوه سلاکار  اورسولا مولر د برما یا میانمار پر حکومت غږ کړی ، د راخین صوبې  د روهنیګیائی مسلمانانو ته مرستندویو دلاس رسی   اجازت ورکړی ، څو دیوې بلې سترې رامینځة کیدونکی انسانی غمیزې مخه ونیول شی .

=    داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی  محمد عبدالسلام دسعودی عربستان پر تیلی تاسیساتو د یمن دبې پیلوټه الوتکو له حملو  او دغه راز  د کابو یو دیرش میلیاډ ډالری تاوان  له اړولو  څو ساعته وروسته   ابوظبئ ته خبرداری ورکړی ، چې  دمتحده عربی اماراتو د حساسو  تاسیساتو ټارګټ کول هم د یمن دپوځ او ولسی مبارزانو له شیشته  لیرې نه دی .

 دامریکا  وحشی پولیسو د تورپوستو  په ضد دتوکمپالو جنایتونو په د وام کې  یو ځل بیا  یوه هغه تورپوستی میرمن   په ډزو وژلی ، چې  له ویشتل کیدا مخکې ئې چغې وهلې چې دی اُمیندواره ده .  

 دایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا  دحکم په اساس ، دایران  دایټمی انرژۍ د ادارې له خوا د   دایران د جامعې نړیوالې ا یټمی  موافقې  دځینو ژمنو دریدا او کمیدا پیل شوې ده .

په تهران کې د ونزویلا سفیر  «کارلوس آنتونیو الکالا کوردونس»   په  خبری کنفرانس کې روښانه کړې  ، دامریکا حکومت نړیوالو قوانینو اومقرراتو ته پابنده نه ده  او د ټرمپ حکومت دخبرواترو هیڅ توان  نه لری .

 د متحده عربی اماراتو  په الفجیره کې  له وروستیو پیښو وروسته د کویت  دامیر په حکم سره  د کویت پوځ او ملی ګارډ ځواک تیارسئ شوی  او ددغه هیواد امنیتی ځواک  په تیره بیا  دتیلو په حساسو تاسیساتو کې دیره شوی دی .

دچین او امریکا ترمینځ د تجارتی تاؤتریخوالی  په زیاتیدا سره  چین  پر امریکائی شیانو  د څه دپاسه شپیته میلیارډ ډ الری ټیرف دلګولو خبر ورکړی او وئیلی ئې دی ،  چې  دغه ټیرفونه به نور هم زیات شی او ان تر څو سوه میلیارډډالرو ته به ئې ورسوی .

 دایران د ایټمی انرژۍ د  ادارې  ویندوی  بهروز کمال وندی  وئیلی دی ،که اروپائی اتحادیه  دایران ایټمی موضوع  دملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې کړی ، نو جامعه نړیواله ایټمی موافقه به له مینځه لاړه  شی  او  دایران  له خوا د  هر ډول غبرګون   احتمال شته  چې په هغو کې له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وتل هم شامل دی .

=     داهم  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دبخښنې نړیوالې ادارې پخپلې یوې وورستۍ اعلامیې کې  وئیلی  دی ، په سعودی عربستان کې پر آل سعود رژیم  دنیوکه کونکو نیولل  هیڅ ډول توجیه نه لری .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،

د امریکا نیشتل انټرسیټ خپرونې  په یوه راپور کې لیکلی دی ،بلاخره  ډونالډ ټرمپ له خپل حکومته  د سرزوری  او بلاغواړی جان بولټن  دلیرې کولو په تکل کې شوی دی . په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، ټرمپ ممکنه ده له جنګ سره  د امریکا درائ ورکونکو  له کلک مخالفت سره  دیو ځای کیدو لپاره  جان  بولټن قربانی کړی ځکه په ۲۰۲۰کال کې ئې  انتخاباتو ته بیا تمه د ارې سترګې نیولی دی .

په افغانستان کې د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد  د مخالفو وسلوالو  حملې او بمی چاودنې په داسې حال کې یو ځل  بیا په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی ،  چې  د امریکایانو اوطالبانو ډلې ترمینځ  خبرې اترې یو ځل بیا بندون ته رسیدلی دی .

************************

= اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو ورځپاڼو ته چې دافغانستان په باب ئې لیکنې کړی دی ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی . )

=     ډیپلوماټ خپرونې د هندوستان او افغانستان پر اړیکو تمرکز کړی دی.

خپرونه له افغانستانه د شوروی اتحاد د ځواکونو تر وتلو وروسته په‌دې هېواد کې د هندوستان پر رول مقاله خپره کړې ده.

مقالې،نوی ډیلی د پخوانی شوروی اتحاد،د هغه مهال د افغانستان د رژیم او لویدیځ د یوه متحد په توګه یاده کړې ده.

د مقالې هغه برخه چې د اوسنی افغانستان یادونه کوی، د سولې لپاره د اوسنیو هڅو په اړه ده.

د ډیپلوماټ لیکوال پوښتنه کوی چې ایا له طالبانو سره خبرې به د هند لپاره د یوه پرمختګ په معنا وی؟

په ځواب کې راغلی چې هند د افغانستان په اړه په خپلو پالیسیو کې په دوامداره توګه د ځینو مشخصو موضوعګانو ملاتړی دی او تل یې هڅه کړې چې په‌ دې هېواد کې د بایللو له خطر سره مخامخ نه‌شی.

د ډیپلوماټ په وینا، له دې سره چې هند تر اوسه له طالبانو سره رسمی خبرو ته نه‌دی چمتو شوی، خو د دا ډول خبرو اړتیا لری ځکه طالبان اوس په افغانستان کې د یوه لوری په توګه رامینځته شوی دی.

حتی د خپرونې په باور، نوی ډیلی کولای شی د طالبانو له یو شمېر پلویانو چې د افغانستان اساسی قانون منی، اړیکې جوړې کړی.

لیکوال استدلال کوی چې ممکنه ده هند په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د یوې متحدې اجماع د رامنځته کولو هڅې وکړی.

خو ډیپلوماټ خپرونه د مقالې په پای کې وایی چې له طالبانو سره له مبارزې سره پر یوه مهال هند هم کولای شی په خبرو کې او یا هم له طالبانو سره د مذاکراتو د اسانتیا په رامنځته کولو کې ښه رول ولوبوی.

=    واشنګټن ایګزماینر :ټرمپ مونږ ته د افغانستان د جګړې په اړه د ریښتیا ویلو پوروړی دی . دا د واشنګټن ایګزماینر انلاین خپرونې د یوې مقالې عنوان دی.

مقاله لیکی چې په حکومتونو کې تل د محرمو معلوماتو اړتیا وی، خو ټول حقیقتونه باید له خلکو سره شریک شی.

د مقالې په وینا جګړه له ډېرو لویو اقداماتو څخه ده، نو ځکه د امریکا حکومت باید خلکو ته په‌دې اړه زیات معلومات ورکړی.

واشنګټن ایګزماینر لیکی:د ټرمپ ادارې تراوسه په افغانستان کې د نه ختمېدونکی جګړې د وضعیت په اړه کافی معلومات نه‌دی شریک کړی.

مقاله وایی:امریکایان د دې مستحق دی چې پوه شی عسکر  یې په کومو برخو کې بریالی دی او په کومو برخو کې شاته راغلی دی.

مقاله د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی سرپلټونکی یا سیګار  وروستی راپور ته په اشاره لیکی چې وایی، پر ګڼو موضوعګانو اجازه نه‌لری چې په علنی توګه یې وڅېړی.په‌دغو موضوعاتو کې د ولسوالیو د  ثبات ارزونې ته اشاره شوې ده چې ښئ د افغانستان څومره فیصده خاوره د حکومت تر کنترول لاندې ده.

مقاله وایی چې دا یوازینی مورد  نه‌دی  بلکې د افغان امنیتی ځواک د تلفاتو په اړه هم بشپړه معلومات نه ورکول کېږی.

همدا راز د اداری فساد پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هڅو په اړه هم بشپړه معلومات نه‌دی شریک شوی.

مقاله وایی ،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د دې هر څه په اړه خپلو خلکو ته ځواب ووایی، ځکه جګړه د کانګرس په خوښه پیلېږی او که کانګرس په‌دې اړه کافی معلومات ونه‌لری، دا په‌دې معنا ده چې امریکا د افغانستان جګړه په غیر دموکراتیکه توګه پر مخ وړی .

 

ټیګونه

کمنټونه