Sep 08, 2019 12:54 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي وه ټرمپ نن په کیمپ ډیویډ(Camp David) سیمه کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره په جلا جلا ډول کتنې وکړي .
    ټاکل شوي وه ټرمپ نن په کیمپ ډیویډ(Camp David) سیمه کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشرانو سره په جلا جلا ډول کتنې وکړي .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دانتخاباتو د مبارزو په وخت ژمنه کړی وه چې په افغانستان کښې دواشنګټن دعسکرو شمیر کم کړی .

ټرمپ اوس هڅه کوی په افغانستان کښې دامریکا له اتلس (۱۸) کلن ناکامه پوځی شتون او د زیاتو وژلو او د  ډیرو تاوانونو  له زغملو وروسته  له طالبانو ډلې سره په روغې جوړې سره په دغه هیواد کښې دواشنګټن دعسکرو شمیر کم کړی .

خو د طالبانو دبریدونو په وجه  دغه بهیر له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوی دی .

په دې لړ کښې دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګاد هغه پټې غونډې دلغوه کولو خبر ورکړ چې ټاکل شوی وه په کیمپ ډیویډ(Camp David) سیمه کښې د افغانستان د طالبانو له نامتو مشرانو سره وشی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د طالبانو لخوا د کابل د پنجشنبې ورځ د بم چاودنې د مسولیت د منلو په دلیل یې د افغانستان د تش په نامه دسولې خبرې اترې او دغه راز له دغه ډلې سره پټه غونډه لغوه کړی ده .

ټاکل شوی وه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ نن په کیمپ ډیویډ(Camp David) سیمه کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی او د طالبانو له مشرانو سره په جلا جلا ډول کتنې وکړی .

په کابل کښې په تیرې پنجشنبې ورځې بم چاودنې کښې د امریکا دیوه(۱)پوځی په شمول دولس (۱۲) کسان وژل شوی او کابو څلویښت (۴۰) ژوبل شوی وو.

امریکا په افغانستان کښې خپلې نا بریالۍ ستراتیژۍ ته په پام سره  او په دغه هیواد کښې د پوځی بریالیتوب په هکله د ناهیله کیدا په دلیل له تیرو څو کلونو راهسې هڅه پیل کړه چې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو او دافغانستان د قدرت په معادلاتو کښې ددغه ډلې په  ورګډولو سره په دغه جنګ ځپلی هیواد کښې د سولې درامینځته کولو او د واشنګټن دعسکرو دشمیر د کمولو زمینه برابره کړی .

په دې لړ کښې تراوسه د قطر په پلازمینې دوحې کښې د امریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ دخبرو اترو نهه (۹) پړاونه شوی دی خو پایلې یې له شکونو سره مخ دی .

د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) خبر کښې ادعا وکړه امریکا په جدیت سره دسولې پایدارې موافقې ته درسیدا هڅه کوی .

داپه داسې حال کښې دی چې امریکا کوشش  کوی له طالبانو سره د خبرواترو دبریالیتوب په بڼه کښې په  افغانستان کښې خپل پوځی شتون ته دوام ورکړی .

ولسمشر ټرمپ ډاګینه کړه حتی له طالبانو سره د سولې موافقې ته درسیدا په بڼه کښې به هم  امریکا دافغانستان په یوې (۱) سیمې کښې دایمی پوځی شتون ولری .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د اګست د میاشتې په وروستیو کښې وویل له طالبانو سره د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته به په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شمیر کابو دیرش(۳۰) فیصده کم شی او اتوزرو اوشپږ سوو (۸۶۰۰) ته به ورسیږی .

امریکا همدا اوس په افغانستان کښې څوارلس زره (۱۴۰۰۰)پوځیان لری چې ډیرې یې د افغانستان امنیتی ځواکونو په روزنې ورکولو بوخت دی .

داپه داسې حال کښې دی چې د طالبانو او دامریکا ترمینځ د ډیرو خبرو اترو له ترسره کیدا سره سره ددغه ډلې حملې چې اکثره یې په کابل کښې په ځان وژونکی ډول ترسره کیږی کمې شوی نه دی او په حقیقت کښې د طالبانو او د امریکا  خبرې اترې په افغانستان کښې د جنګ د پراخیدا په عامل بدلې شوی دی ځکه چې طالبان له امریکا د امتیاز دترلاسه کولو او له  افغانستان څخه ایستلو ته دهغې(امریکا) د مجبورولو لپاره خپلې ځان وژونکی حملې زیاتې کړی دی .

په افغانستان کښې د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ(International Committee of the Red Cross  ) د مرکزی نمایندګۍ مشر خوان پدرو سکارر(Schaerer Juan-Pedro) وویل د امریکا او دطالبانو ترمینځ دسولې خبرو اترو د افغانستان د ملکی وګړو د ژوند په ښه کیدا او د تاوتریخوالو په کمیدا کښې هیڅ اغیز نه دی لرلی .

په افغانستان کښې دسره صلیب نړیوالې کمیټۍ د اګست دمیاشتې په دولسمه (۱۲) نیټه ویلی وو په په قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو دسولې خبرو اترو نه یوازې د جنګ په کمیدا او د افغانستان د خلکو د ژوند په ښه کولو هیڅ اغیز نه دی لرلی بلکې د ښځو او دماشومانو په شمول ددغه هیواد دښاریزو د پراخې وژلې سبب  شوی هم  دی .

په عین حال کښې دکابل د  حکومتی چارواکو له شتون او  دافغانستان د حکومت د نظر له تامینولو پرته د امریکا د حکومت او دطالبانو ترمینځ د سولې خبرواترو او ددوې ترمینځ احتمالی موافقې د افغانستان د مرکزی حکومت دچارواکو اندیښنه رامینځته کړی ده .

امریکا او په ناټو کښې دهغې ملګرو په دوه زره لومړی (۲۰۰۱)میلادی کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان برید وکړ خو د امریکا او دنور اروپایی هیوادونو پوځی شتون په افغانستان کښې د ناامنۍ د ترهګرۍ د نشه ایزو موادو د تولید او دبې وزلۍ له زیاتیدا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

 

ټیګونه

کمنټونه