Sep 11, 2019 04:34 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ناامنیو زیاتیدا او دترهګرو ډلو د شتون پراخیدا په دغه هیواد کښې د امریکا د اتلس (۱۸) کلن پوځي شتون نتیجه ده .
    افغانستان کښې د ناامنیو زیاتیدا او دترهګرو ډلو د شتون پراخیدا په دغه هیواد کښې د امریکا د اتلس (۱۸) کلن پوځي شتون نتیجه ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش (António Guterres)په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د شتون په پراختیا اندیښنه څرګنده کړه .

هغه د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یوه(۱) راپور کښې وویل د داعش تکفیری ترهګرې ډلې پرضد د افغانستان دامنیتی ځواکونو له عملیاتو سره سره دغه ډله په افغانستان کښې د خپل ځان د احیا او د خپلو خوځښتونو دزیاتولو په حال کښې ده .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش دغه راز د روان میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه د افغانستان دولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل چې په ټول ټاکنو کښې له لاسوهنې ډډه وکړی .

په افغانستان کښې د داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په شتون د ملګروملتونو د سرمنشی اندیښنه په داسې حال کښې ده چې د وحید مژده په شمول د دغه هیواد دسیاسی مسائیلو ډیرې کارپیژاندی باوری دی چې په افغانستان کښې د ناامنیو زیاتیدا او دترهګرو ډلو د شتون پراخیدا په دغه هیواد کښې د امریکا د اتلس (۱۸) کلن پوځی شتون نتیجه ده .

 

ټیګونه

کمنټونه