Sep 11, 2019 06:47 Asia/Kabul
  • ټرمپ وویل زه او د حکومت نور  غړي د جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره مخالف وو .
    ټرمپ وویل زه او د حکومت نور غړي د جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره مخالف وو .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دملی امنیت دسلاکار جان بولټن ترمینځ داختلاف هکله د رسنیو له اونیو اونیو ګونګوسو وروسته ټرمپ جان بولټن له کاره څنګ کړ .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې ولیکل بیګا مو د ملی امنیت سلاکار جان بولټن ته وویل چې نور په سپینې ماڼۍ کښې د ستا دشتون ضرورت نشته .

ټرمپ وویل زه او د حکومت نور  غړی د جان بولټن له ډیرو وړاندیزونو سره مخالف وو او په همدې خاطر مو له هغه وغوښتل چې استعفا ورکړی او هغه هم سهار استعفا ورکړه .

ټرمپ وویل زه د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن د خدمتونو مننه کوم او راتلونکی اونۍ به د ملی امنیت نوی سلاکار معرفی کړم .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په دغه فیصلې سره په تیرو څو کلونو  کښې له سپینې ماڼۍ څخه د امریکا یو(۱) ترټولو زیات جنګ غواړی او جنجالی سړی له کاره لیری کړی شو .

جان بولټن په تیرو  دوه نیمو کلونو کښې د امریکا دولسمشر ټرمپ د ملی امنیت دریم(۳) سلاکار وو .

جان بولټن له هغه وخت راهسې چې سپینې ماڼۍ ته ورسید د امریکا خارجی سیاست یې  په بې ساری ډول  د نړیوالو موسسو او ارګانونو او دغه راز دنړۍ داکثرو هیوادونو پرضد بسیج کړ .

له ایران سره اټومی موافقې څخه وتلو ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ هڅول د ملی امنیت د سلاکار په څوکۍ د جان بولټن یوه(۱) ترټولو جنجالی فیصله وه .

له اټومی موافقې دواشنګټن وتلو نه یوازې امریکا په سیاسی ډول څنګ ته کړه  بلکې ایران دامریکا دزیات دباو د اعمالو په وړاندې د ډیر دباو دسیاست په غوره کولو سره د ولسمشر ټرمپ دحکومت یرغلیز کړچار شنډ او ناکامه کړ .

البته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت دبهرنی سیاست لپاره دملی امنیت دسلاکار جان بولټن سرخوږۍ یوازې ایران او اټومی موافقې ته نه محدودیدلې .

جان بولټن له تیرو کلونو راهسې د ملګروملتونو په شمول دنړیوالو ادارو پرضد سرزوری دریځونه درلودل .

جان بولټن د ولسمشر ټرمپ د ملی امنیت دسلاکار په څوکۍ د امریکا حکومت  له بل هر وخت څخه زیات د نړیوالو موسسو په تیره بیا د ملګروملتونو پرضد د دریځ غوره کولو په لور بوتله تر دې چې د هیګ دنړیوالې محکمې په هکله دهغه دریځونه د بشری حقوقو او د نړیوالو حقوقو دنظام پرضد یوډول دجنګ اعلان وبلل شول .

جان بولټن دغه راز د امریکا او دوینزویلا په اړیکو کښې د کړکیچ درامینځته کولو او د موقته ولسمشر په توګه دخوان ګوایډو په معرفی کولو کښې هم رول درلوده او د شمالی کوریا ، چین او روسیې په ارتباط د جان بولټن مشورې هم بې نتیجې پاتې شوې .

ددغو موردونو ټولګه سبب شوه چې بالاخره ولسمشر ټرمپ دخپل حکومت په امنیتی او خارجی سیاست کښې د حالاتو دنور خرابیدا دمخنیوی لپاره جان بولټن له سپینې ماڼۍ وباسی .

ویل کیږی چې دامریکا د ولسمشر د دوبی هستوګن ځاې کیمپ ډیویډ ته د افغانستان دطالبانو دمشرانوپه پټ ډول وربلل چې په تیرو څو ورځو کښې د ولسمشر ټرمپ لپاره  د یوې (۱) سیاسی رسوایی  سبب شوه په جان بولټن نیغ په نیغه ګوزار وکړ .

په سپینې ماڼۍ کښې د سی این این خبریال کیتلان کالینز وویل  دوو(۲) خبرو سرچینو ماته وویل ولسمشر ټرمپ او د ملی امنیت سلاکار جان بولټن په تیرې دوشنبې شپې په« کیمپ ډیویډ» سیمه کښې دطالبانو دمشرانو د کوربه توب کولو په هکله له یوبل سره سخته شخړه او لانجه وکړه .

په هرحال اوس دامریکا ولسمشر ټرمپ باید په راتلونکو څو ورځو کښې خپل دملی امنیت څلورم (۴) سلاکار معرفی کړی .

له دې چې ورتیر شو چې څوک به د جان بولټن ځای ناستی شی د امریکا دولسمشر ټرمپ دحکومت په امنیتی او خارجی سیاست کښې احتمالی بدلونونه ډیر اهمیت لری .

دغه موضوع دامریکا د ۲۰۲۰ میلادی کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په پاتې ورځو  کښې ددغه هیواد په کورنی سیاست اغیز شیندلی او هم نړیوالې پایلې لرلی شی البته په دې شرط چې ډونالډ ټرمپ د امریکا دولسمشر په توګه خپل ځان دجان بولټن د ورانکارو او دجنګ غواړو تفکرونو له سیوری بهر وباسی .

 

ټیګونه

کمنټونه