Sep 07, 2019 16:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تپلي ډیموکراسۍ(۱۹۰۱تر ۱۹۱۹پورې په کلونوکې)

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایت خوږو مینه والو په دې شیبو کې په افغانستان کې د تپلي دیموکراسۍ نومې لړۍ له ننني اتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، دغه لړۍ په شپږویشتمو مطلبونو مشتمله ده او په دغه هیواد دامریکا دیرغل له وخت راهسې تر ۲۰۱۸کال پورې پيښې پکې سپړل کیږي ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

خوږو دوستانوپه تیر پروګرام کې  له تاسو سره په افغانستان کې د مشروطیّت د لومړني پړاؤ په باب  درسره وغږیدو  اوپه اوسنۍ برخې کې هم درسره  په دغه هیواد کې د مشروطه  غواړو د لومړي او دوهم پړاؤ  دمرام نامې  په باب درسره غږیږو ،  نو هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي .

              دافغانستان  لومړني مشروطه غواړو دخپل فعالیت په ډير کم وخت کې ، یوه لس ماده ایزه  مرامنامه برابره او خپره کړه  چې دهغې محتوا ښئ ،دوي باؤري دي ، اصلاحات له  لوړپوړو چارواکو  او د امیر حبیب ا... خان په مرستې سره ( چې  له ۱۹۰۱کاله تر ۱۹۱۹کال پورې  واکمن ؤ ) ممکن  دی . خو داسې  ښکاري  دا د هغوي ،تر ټولو ستره تیروتنه وه، ځکه  د واکمن قدرت   فئوډالی ځواک ئې کمزوري بالۀ.  او د هر ډول هغو اصلاحاتو په مقابل کې د هغوي  د کلک مقاومت  په باب چې  د هغوي موقعیّت ئې په خطر کې اچولو ،  سمه پيژندګلوي ئې  نه درلوده .

            عبدالحئ حبیبي،د افغانستان په مشر وطیّت نومې کتاب کې،ددغه هیواد دمشروطه غواړولومړنۍمرامنامه ئې،(ضابطه اخلاقCode of conduct)،د اسلام له اصولو پیروي ، دقرآن کریم سپيڅلتیا او د درستو اسلامی احکامو   منل بللي دی؛ دملی حقوقو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره هڅه او  دملت داستازو ترنظر لاندې دحکومت مشروطه کول  او د ملی  حاکمیت او د قانون واکوالۍ  تامینول  ددغه منشور یا ضابطه اخلاق نور ې  مادې دي . د معاشرت چارې او غوره اخلاقو ته د عامو خلکو بلل او د ناخوښوعادتونو رټل  او دافغانستان د  درستو قومونو اوقبایلو  ترمینځ پخلاینه او ښه تفاهم او د  دزور او وسلو په  مټ نه ،بلکې د ملی وحدت د پیاوړتیا او د سولې او پخلاینې له لارې دملت  په اصلاح کې هڅه او زیار ددغه منشور یا (Code of conduct) نورې مادې ذکر شوي دي.پر دې سربیره ،د ښونځیو او معارفو پراختیا، دمطبوعاتو او دخلکو دپوهولو د  وسایلو زیاتیدا،د آزادو انتخاباتو له لارې دملی پارلیمان  تاسیس کول ،  دافغانستان د آزادۍ او سیاسی خپلواکۍ پوهه  او له بهر نړۍ سره  د اقتصادي او سیاسی اړیکو پراختیا او دغه راز د مساوات او عدالت او د آبادونې  داصولو  تامینیدا او داسې ځيني نور  مفاد د  لومړیو مشروطه غواړو د  منشور  لسګونو مادې  دی.

     

Image Caption

 

  په افغانستان کې د  مشروطه غواړو دوهم پړاؤ ،له ۱۹۱۹کاله تر ۱۹۲۹کال پورې  د امان ا... خان دحکومت  په دوهم پړاؤ مشتمل دی . د لومړني مشروطه  دور ناکامي ،(یعني له ۱۹۰۱کاله تر ۱۹۱۹کال پورې په مودې کې) د مشروغه غواړو ناکامي  او دهغوي خونړۍ ځپنې،که څه هم  ظاهرا  په دغه هیواد کې د  مشروطه غواړو او آزادي غواړو د تیت پرک کونې لامل شوې ،خو په حقیقت کې د مشروطې او آزادي غوښتنې  لیدتوګه  ژوندی پاتې شوي او خپل حیات او ژوند ته ئې دوام ورکړ.هغه آزادي غواړي چې ئې احساس کړه،په اوسنیو سختو شرائطو سره مخامخ شوي ،  په یوې نوي رودې اوتر یوه حده په امن سره ئې  ژوندتیرول پیل کړل او خپل افکار ئې  دشپې مهال په ټولنې خورول . . امیر حبیب ا... خان چې توانیدلی ؤ ، لومړنی مشروطه غواړي لیدتوګه او آزادي غوښتنه په هماغه لومړیو کې  وځپي  او پخپل دربار کې ئې ځينی داسې اقدامات کول چې  د  دهغه ددربارانو د خپګان لامل   هم وو. د نایب السلطنه شهزاده  نصرا... ،  ولی عهد  شهزاده امان ا.... او د هغه مور ملکه سرور سلطان،د چارو له اصلاح کولو سره دلچسپي پیدا کړې  او  دحکومت په راتونکي اندیښمن شوي وو .  سیمه ایز اونړیوال شرائط هم  دمشروطه   او آزادي غواړو  په ګټه روان وو .

           د روسیې ،عثمانيانو او هند   دبدلونونو په باب حالات   دفارسۍ  خپرونو له لارې  کابل ته رسیدل  او د مشروطه غوښتنې دغورځنګ  دلیدتوګې دپیاوړتیا لامل کیدل . په دغه وخت کې ، د افغانستان د لومړني خارجه وزیر  محمود طرزي  په څير  روشنفکر او آزادي  غواړي کسان  چې  دوې لوڼه ئې دپاچا د ورور  نصر ا... او  او ولی عهد  امان ا... خان  ماندنې وې ، د  :سراج الاخبار : نومې خپرونې په تاسیس سره ئې  د آزادي غواړو  لیدتوګې خپرولې.  په دې توګه چې  محمود طرزي، د امان ا... خاان  په پړاؤ کې  د افغانستان د دوهم مشروطه پړاؤ دبنسټګر  په توګه یادید. دمشروطه غواړو دوهم پړاؤ مبارزانو  د دلومړي مشروطه غورځنګ  څخه په تجروبې ترلاسه کولو سره  هڅه کوله ، چې د تیر وخت تیروتنې تکرار نه کړي . په عین حال کې  د هغوي موخو  له  دلومړي پړاؤ له مشروطه غواړو سره څه خاص فرق  نه درلود. دوي هم  له انګریزانو  دسیاسی خپلواکۍ ترلاسه کول او په داخل کې  د هیواد د پراختیا او ترقۍ په موخې سره د چارو اصلاح کول غوښتل .

 

Image Caption

 

          

   د  امیر حبیب ا... خان  په شخصي ژوند او دحکومت له رودې  د دربار په داخل او دهغه په  خپلو خپلوانو او ملګرو کې خپګانونه  زیات شوي وو او  د شاه  په روّئې  کې د بدلون هیڅ امید  نه ؤ پاتې شوی . نو ځکه  زیات شمیر درباریانو  په ۱۹۱۹کال کې  د کودتا یوه نقشه جوړه کړه او  امیر حبیب ا... خان ئې  د ښکار په وخت کې ترور کړ .  د مستبد پاچا  په مړینې سره  او  سلطنت ته د  ځوان  امان ا... خان  په رسیدا سره  دمشروطه غواړو دوهم پړاؤ پیل شو .  د مشروطه غوښتنې د غه  پړاؤ،(  له ۱۹۱۹کاله تر ۱۹۲۹ کال پورې ؤ) ، کله چې  د امان ا... خان حکومت  نسکور شو ،دوام وکړ  او په افغانستان کې  د نسبتا مهمو بدلونونو لامل شو.د افغانستان تاریخ لیکونکو ، د دوهم مشروطه غورځنګ  په منظمولو  او جوړولو ، ماډرنولو او د  استبداد  دټغر په ټولو کې د  درو ځواکونو نامې اخستي دي ..    لومړنی ځواک ،  هغه درباریان وو چې   ددې ډلې په  سر کې ، د حبیب ا... خان  په کردار او چلند باندې  خپه کسان لکه د هغه  ورور  نایب السلطنه  نصر ت ا... خان  او  شهزاده  امان ا... خان  پرې خپه وو .  د افغانستان د وخت  دخزانې وزیر  محمد نادرخان ،  دوهم خارجه وزیر  محمد ولی خان   دروازي  او  شجاع الدوله  د دربار  تر ټولو مهم  شخصیتونه او پيژندل شوي کسان وو ، چې  د مشروطیَت له دوه هم غورځنګ سره یو ځاي شول  او . دوهم ځواک هم ،  هغه آزادي غواړي وو ، چې  د  : افغان ځوانانو  : باندې مشور شول  او له سرزوري او کیڼ پال  ځوانان پکې شامل  وو ، چې  د  خپلو موخو دتحقق لپاره ئې  له تروره هم کار ا خست.  ددغه بهیر تر ټولو مشهور شخصیتونو کې ،  عبدالرحمن لودین  ، میر غلام محمد غبار ، تاج محمد خان بلوچ پغماني  شامل وو .

Image Caption
Image Caption

 

               د دغه بهیر   دریّم ځواک  هم  روڼ اندي وو .  دغه ډله  د آزادي غواړو اوکیڼ پالو  په اپوټه ، په منظم ډول ، سوکه سوکه ، په آرام سره  او له بیړۍ پرته  ، په ټولنې کې د داخلی بدلون د راوستو غوښتونکي وه .  ددغې ډلې  موخې   له لومړیو مشروطه غواړو  سره ډيرې ورته وې .   ددغې ډلې په ترټولو  مشهورو کسانو کې  د حبیبیه مدرسې استاد  میر سید قاسم خان  او د تکړه خبریال  عبدالهادی  داؤدي  نامې اخستلی شو .  د دوهم پړاؤ مشروطه غواړو، د امان ا... خان  واک ته په رسیدو سره چې  د سدوزئ  او  بارکزئ   د هردواړو کورنیو   په  مستبدو پاچایانو کې   تر ټولو اصلاح غواړی پاچایادیږي ، ډیره زر وده وکړه . دوي  په ښونې اوروزنې کې،او همداراز په اقتصادي،ټولنیزو بیارغونې کې بیلابیل اصلاحي پلانونه  پیل کړل ،په تیره بیا  د  افغانستان پر بهرني سیاست ئې د انګریزانو د  ټغر د ټولولو او  دسیاسی خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره  هلې ځلې پیل کړې .د دوهم مشروطه غواړي غورځنګ  په موخو ، دپاچا د اختیاراتو کمول ،  داساسی قانون جوړول ، له قدرته د تمرکز غړول  او له بهرني استعمار سره  دمبارزې   او قواؤ بیلول  شامل وو .

                 بې شکه  د بهرنۍ خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د   دوهم مشروطیّت  تر ټولو مهمه بریا،په جلال آباد کې په  جوړې شوي   لوئې جرګې کې د اساسی قاون تصویبول وو. د ۱۹۲۳کال د اپریل په نهمه نیټه  یعني د ۱۳۰۲لمریز کال په وري میاشتې  کې ،د حکومت داساسی نظامنامې په توګه ،  دغه قانون ، د کابو  اته سوه قبایلی مشرانو،دحکومت  داورګانونو داستازو او شخصینونو  له خوا برابر شو .ددغه قانون په دلیل ،  چې  درې اویا مادې پکې  وې،د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بادشاه قدرت،د قانون او  وزیرانو دکابینې ، دحکومت دشورا او  محکمو  په څير دسیاسی اورګانونو  په وسیله  محدود کید او خپرونې پکې تضمین کیدلې .دهغه اساسی  قانون پر تصویبیدو سربیره ،چې پخپل ډول یو بې مخینې او مخ په وده اقدام ؤ ، د ټولنې داصلاح لپاره څو نوره اصول او مقررات هم  تصویب شول  چې   په لومړنیو  مرحلو کې  ئې د افغانستان په ټولنې کې  ډير زیات هرکلی  وشو .  خو  اصلاحاتو پخپله ،  د قدرت اونفوذ د خاوندانو ګټې له چیلنجونو سره مخامخ کولی  او  سوکه سوکه  دغه  ځواکونه   د دوهم مشروطیّت غواړو له اصلاحاتو سره په مخالفت کې   دانګریز استعمار له قدرت سره غږمله  شول .البته   امان ا...خان پخپله په ۱۹۲۷کال کې   اروپا ته له سفر او  په واټیکان کې له ستر پادري سره له لیدوکاتو ورسوته ،په ځينو اړخونو  کې افراط وکړ،چې دغې  چارې د اصلاحاتو  مخالفانو ته لازمه  پلمه  په لاس ورکوله . 

            د  حنفي مذهبه متعصبو  روحانیونو له لاسه  دقضاؤت او ښونې  وتل  چې زیاتره د هندوستان د دیوبندي مکتب  څخه ئې زده کړې کړي وې ،  دهغوي منفي غبرګون ئې په ځان پسې درلود. د  امان ا... خان  په پړاؤ کې د حجاب یا پَردې یا سکارف  لیرې کول په عمومی خلکو کې ډير زیات  خپګانونه راولاړ کړل .  ددغو مخالفتونو تر څنګ ، هغه فئوډالان چې د نظامنامې  د اجرا  په دلیل ئې  خپل قدرت اوګټې له لاسه ورکړې وې ،  د مشروطه غواړو مخالفت  ته راپورته شول .

 هماغه ډول چې  دافغانستان ځینو مورخانو او د نظرخاوندانو  ادعا کړې ده ، دن وو محکمو او ښونځیو  تاسیس  د دودیز ځواک له ګټو سره په تضاد کې  ؤ ،  چې  له دې لارې ئې خپل ټولنیز او اقتصادي موقعیّت پياوړی کاوۀ.  په تیره بیا   بهر ته د  زده کړو لپاره د انجونو لیږل ،  د زوړپالو یا  ښي پالو  له جدي مخالفتونو سره  مخامخ شول .  امان ا....خان  اروپا ته  له سفره په بیرته ستنیدو سره ځیني اصلاحات  او  دځينو ادارو جوړول اعلان کړل چې  د افغان ټولنې  له سخت مخالفت سره مخ شو.

        انګلستان هم   د راولپنډۍ  دتړون (TREATY OF RAWALPINDI) په اساس  د  افغانستان  په بهرنی سیاست  دخپلې سلطې  د په له لاسه ورکولو سره ،  د امان ا... خان له حکومته خپه ؤ .   انګریزان    له نوي سوشلیسټي  رژيم سره  د افغانستان د  اصلاح غواړي  پاچا  دمناسباتو او اړیکو  په پراختیا اندیښمن ؤ  چې  د لومړني نړیوال جنګ په بهیر کې  د تزاري روسیې د امپراتورۍ جانشین شوی  ؤ   پر دې  اساس   ، د امان  ا.. ‎. خان  په اصلاحاتو د خپګانونو په پراختیا سره ، انګریزانو مناسب فرصت ترلاسه کړ چې  دهغه اصلاحات  د هیواد په داخل کې له مشکلاتو سره مخامخ کړي . په کابل کې په پراخه سویه  د افغانستان  دملکې نیم بربنډ  عکسونه خپرۀ شول  او ګونګوسې پورته شوې چې  دافغانستان پاچا   له ستر پادري سره په کتنې کې  مسیحي شوی دی .

 تکړه شناندي او لیکوال ظاهر طنین  په دې باب د امان ا.. خان  د زوي  احسان ا... له قوله ولیکل ،مخالفانو د هغه د مور ملکې ثریّا د جعلی بربنډو عکسونوپه  خپرولو سره  او  په واټيکان کې  له پاپ سره د پاچا د لیدوکاتو  د موخو په اپوټه بیانولو سره،هغه  له اسلامه په مخ اړولو تورن کړی دی .  انګریزانو  نیم بربنډ عکسونه له جوړولو وروسته خپره کړي  او  دکابل په بازارونو کې  ئې خپرۀ کړي دي .

          په هغې زمانې کې  رسم داسې ؤ ، هرڅوک چې  به روم ته تلو ، نو  په واټیکان کې به ئې له ستر پادري سره لیده کاته کول . امان ا... خان او دهغه  ملګرو هم  له پاپ سره لیده کاته کړي  وو او عکسونه ئې جوړ کړي وو.

Image Caption

 

 دافغانستان یو څیړاند اوکارپوه  عبدالحمید مبارز  امان ا... خان  یو احساسی کس بللی چې  له اروپا څخه په بیرته ستنیدو سره ئې  خپل اصلاحاتي پروګرام په بیړې سره پیل کړ،له دې پرته چې  دافغانستان په ټولنې کې  دهغو د منلو ټولینزې زمینې  برابرې شي .

          د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو هیله ده  په افغانستان کې د تپلی ډيپلوماسۍ نومې د لړۍ په اتم مطلب سره توانیدلي وو،ستاسو د خوږو آوریدونکو نظرونه مو جلب کړي وي .هیله ده د افغانستان د مشروطه لومړي اودوهم پړاؤ د ناکامیدو دعلتونو د ځانګړي لړۍ د موضوع په باب مو له خپلو نظرونو خبر کړئ څو دغه لړۍ  ورسره لاښه کړائ شو،دستاسو د ښو اوغوره  وړاندیزونو اولیکنو په تمه مو تر بل پروګرامه په لوي خداي سپارو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه