د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به یوه(۱) ځانګړی وینا درته وړاندې کړو چې په نورو هیوادونو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له بیلګو سره دایران د انتخاباتو پرتله کول نومیږی .

انتخابات دهیوادونو په سیاسی نظامونو کښې دخلکو د رول د لوبولو د اندازې او د مقام د جاجولو لپاره یو  معیار او د ډیموکراسۍ د عملی کیدا ترټولو مهمه مولفه ده .

انتخابات داسې چوکاټ او اوزار دی چې دهغوې له لارې دسیاسی ادارو او ارګانونو په رامینځته کیدا او دسیاسی قدرت د اعمالونکو په ټاکلو کښې دخلکو اراده څرګندوی او له دې لارې خلک دهیواد په اداره کولو او دقانون د اجرا کولو او د فیصلو په ډګرونو کښې رول لوبوی .

د سیاسی مسایلو کارپیژاند قاسم جعفری وایی  دایران اسلامی جمهوریت او هغه سپیڅلی نظام چې دیوه ستر او اغیز شیندونکی انقلاب چې د بشریت لاره یې بدله کړه نتیجه ده دایران ملت ته ارزښمنې بریاوې وړاندې کړې او دغه بریاوې دا دی چې دملت پرګنې وینی چې په خپل برخلیک واکمن دی او ډاډمن دی چې د دوې هره یوه رایه اغیزشیندونکی ده .

په بیلابیلو هیوادونو کښې د انتخاباتو رول ته په پام سره دهغوې دانتخاباتو نظام او سیسټم  دنوموړیو هیوادونو د کیفیت او کمیت سویه په ګوته کوی .

په بیلابیلو هیوادونو کښې د انتخاباتو جوړښت او چارې سره تفاوت لری او دغه چارې دمختلفو انتخاباتو د ترسره کولو په پرله پسې کلونو کښې دهغه هیواد له ډیموکراټیکې تجربې او له اساسی قانون څخه سرچینه اخیستی ده .

په ایران اسلامی جمهوریت کښې د انتخاباتو بهیر د امریکا او دفرانسې په شمول د  نورو هیوادونو د انتخاباتو د نظامونو په نسبت  بشپړه دی  او ترټولو مهمه خبره داچې دایران دانتخاباتو په نظام کښې دخلکو ټاکونکی رول ځانګړی اهمیت لری .

په ایران کښې رایې ورکونکی ، کاندیدان او په انتخاباتو د څارنې بهیر د نورو هیوادونو  دانتخاباتو د نظامونو په پرتله د پام و ړ کیفیت لری چې پکښې د لابی توب ، دمادی کتنې او سړی پالنې حس واکمن نه دی .

په دا ډول شرایطو کښې د ساتندویه شورا مهم رول له ایران سره دځینو هیوادونو د انتخاباتو د نظامونو په پرتله له مخکې څخه زیات کیفیت رامینځته کونکی او هویتی دی .

په ایران کښې دبیلابیلو انتخاباتو لپاره غوره شوی لارو چارو کامل دقت او شفافیت ته پام کړی دی چې په کلی ډول د اجرایی  پلاویو یعنی دکورنیو چارو د وزارت او د څارنې دپلاویو یعنی د ساتندویه شورا  په چوکاټ کښې تعریف کیږی .

د سیاسی مسایلو کارپیژاند البرزی وایی مونږ باید ووینو چې د لویدیځ ولسواکۍ د دینی ولسواکۍ له ماهیت او فلسفې سره څه فرق لری .په لویدیځ کښې د ډیموکراسۍ ماهیت او فلسفه هماغه ډول چې وایی په خلکو دخلکو دحکومت پراساس دی  خو دلیبرالیزم ، اومانیزم او د سیکولرایزم درې(۳) مکتبونه  په یو(۱) ډوله دغه ډیموکراسۍ تغذیه کوی . که چیرې وغواړو فرق بیان کړو نو باید دایران داساسی قانون اصل ته اشاره وکړو .دایران داساسی قانون په دغه اصل کښې ویل شوی دی مطلقه واکمنۍ له خدای سره اړه لری او دخدای واکمنۍ په دې ډول ده چې دغه واکمنۍ یې دانسان په ارادې  کښې وروستلی ده چې انسان په خپل برخلیک واکمن شی یعنی دینی ډیموکراسۍ داسې ډیموکراسۍ ده چې دخدای پاک له ارادې څخه یې سرچینه اخیستی ده . خو دلویدیځو هیوادونو ډیموکراسۍ له لیبرالیزم ، اومانیزم او  سیکولر ایزم دریو مکتبونو څخه سرچینه اخلی او که چیرې وغواړم تفصیل ورکړ هماغه ډول چې ومو ویل دایران په انتخاباتو کښې چې له دینی ډیموکراسۍ سرچینه اخلی دانتخاباتو په ټولو پړاونو کښې دخدای پاک دغه اراده وینئ .یعنی په انتخاباتو کښې کاندیدان هغه ځانګړتیا چې مخکې مو ورته اشاره وکړه دهیواد په رسمی مذهب او  د اسلامی جمهوریت په ارادې  اعتقاد لری او یا په نورو برخو کښې تاسو دخدای پاک دغه اراده وینئ چې  دانتخاباتو کاندیدان د تبلیغاتو په وخت باید اسلامی اخلاق رعایت کړی . کاندیدان نشی کولای دبیان په هر تکنیک سره بریالی شی د  لویدیځو هیوادونو په ډیموکراسۍ کښې لیبرالیزم په ټولو پړاونو کښې شتون لری او پانګونه لومړۍ خبره کوی او د لویدیځو هیوادونو دانتخاباتو په تبلیغاتو کښې څومره زیاتې پیسې خرچیږی او دامریکا  د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کښې همدغه ډونالډ ټرامپ  په تبلیغاتو څومره پیسې ولګولې چې ولسمشر شی او دې ته وایی لیبرالیزم .اوس اومانیزم ته ورستنیږو  ، په اومانیزم  کښې چې سړی ته اصالت ورکوی هم راې ورکونکی او هم هغه سړی چې غواړی انتخاب شی په شخصی اصالت سربیره چې غواړی راې ترلاسه کړی په هره طریقه کولای شی د ماکیاولیزم له سیسټم څخه استفاده وکړی .

په سیکولر ایزم کښې لویدیځ هیوادونه له سیاست څخه د دین په بیلتون او جدائ باور لری .لویدیځ هیوادونه په انتخاباتو کښې ددین لپاره هیڅ ځاې ته قائل نه دی ورپسې دغه تفاوتونه چې مونږ یې وینو ددغو دوو(۲) ډیموکراسیانو ترمینځ شته او وینو چې ددینی ډیموکراسۍ اراده  دخدای د ارادې پراساس ده او خدای پاک غوښتلی دی چې خلک په خپل برخلیک واکمن شی او په خپل برخلیک د واکمن کیدا اوزار همدغه انتخابات دی ، هغه دینی ولسواکۍ چې مونږ د  بیلګې په توګه نړۍ ته معرفی کړی ده او هڅه مو کوله چې په دغه ولسواکۍ پسې اسلامی او دینی ارزښتونه په ولسواکۍ واکمن شی هماغه ډول چې خلک رایې ورکوی او خپل  واکمنان انتخابوی او دغه واکمنان هم باید د دینی چوکاټ پراساس حرکت وکړی او هغوې د شریعت ، او داسلامی مقرراتو او قوانینو دچوکات پراساس حرکت وکړی پر دې اساس دا د دغو دوو(۲) ډیموکراسیو ترمینځ تفاوت دی چې په  نړۍ کښې دود دی .

دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د قانون د لومړی اصل د اتمې(۸) مادې پراساس د ولسمشرۍ په انتخاباتو څارنه د ساتندویه شورا پرغاړه ده او دغه څارنه عام ده او انتخاباتو ته په ټولو اړونده چارو او پړاونو کښې ده .

حتی هغه شرایط چې په ایران کښې د رایو ورکونکو او د کاندیدانو لپاره اعمالیږی په فرانسې او امریکا کښې دانتخاباتو له شرایطو کامل او بشپړ دی .

په امریکا او فرانسې کښې سیاسی ګوند او د ایالتونو رایې اساس دی خو په ایران کښې هر سړی چې سیاسی شخصیت وی او په اساسی قانون کښې لیکل شوی اصول ولری په انتخاباتو کښې کاندید کیدلای شی .

دخلکو په بحث کښې هم په ایران کښې داکثرو خلکو نظر په انتخاباتو واکمن دی خو په امریکا او فرانسې کښې دغه نظر دګوند او دعمر په اړه دی چې دهغوې دانتخاباتو په نظامونو  په غور کښې به دغو موردونو ته ډیره اشاره وشی .

()

په امریکا کښې د انتخاباتو نظام :

 دامریکا دانتخاباتو په نظام  کښې هر ښاریز  د انتخاباتو په ورځ د رایې داچولو لپاره باید لومړی خپل نوم ولیکی .

د ښاریزو د نومونو لیکل اجباری  نه دی خو دنوم له لیکولو پرته په انتخاباتو کښې د  ګډون امکان نشته .

د رایو د ورکونکو دنومونو لیکل په دې هدف سره ترسره کیږی چې دانتخاباتو کاندیدان او سیاسی ګوندونه د رایو د اچولو او دهغوې د شمیرلو  ددقت او سموالی په اړه ډاډ ترلاسه کړی .

دایران دانتخاباتو په نظام کښې دغه بهیر متفاوت دی او خلک دانتخاباتو په ورځ په هغو امکاناتو سره چې برابر شوی دی او په دقیقې څارنې سره  چې د ساتندویه شورا لخوا اعمالیږی په انتخاباتو کښې ګډون کوی .

په امریکا کښې دانتخاباتو دکاندیدانو د نومونو په لیکلو د څارنې چاره د سیاسی ګوندونو پرغاړه ده او په حقیقت کښې سیاسی ګوندونه د انتخاباتو کاندیدان معرفی کوی .

په ایالتی او یا فیډرال سویو ترټولو لوړ ګوندی ارګانونه د کاندیدانو دنومونو په لیکلو څارنه لری .

د نړۍ د اکثره هیوادونو په اپوټه  چې دکورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د کاندیدانو دنومونو د لیکلو په بهیر دڅارنې مسوولیت پرغاړه لری په امریکا کښې دغه دنده سیاسی ګوندونه ترسره کوی .

په ایران کښې دغه دنده د کورنیو چارو وزارت او ساتندویه شورا ته سپارل شوی ده چې په  یوه (۱)عبارت دانتخاباتو مجریان د کاندیدانو نومونه ثبتوی او ورپسې ساتندویه شورا  فقیه غړی او حقوق پوهان دهغوې په صلاحیت غور کوی .

دسیاسی مسایلو کارپیژاند کیومرث یزدان پناه  وایی دهغه ډیموکراسۍ په اپوټه چې په لویدیځ کښې دود ده او ددغه  ډیموکراسۍ یوه برخه له ګډوډۍ سره برابره ده ، دایران  اسلامی جمهوریت په دې ټوله موده کښې توانیدلی دی له دغه بهیر څخه واټن واخلی او په دې سربیره یوه(۱)نوښتګره او ارزښتناکه ډیموکراسۍ پرځاې پریږدی .

امریکا د انتخاباتو ترټولو پیچلی قوانین لری او ویلی شو دغه هیواد دانتخاباتو یو(۱) مرکزی قانون نه لری .

دانتخاباتو د سیالیو له مالی موردونو پرته د انتخاباتو نور بهیرونه د ایالتی قوانینو پراساس اجرا کیږی .

په دې سربیره امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د الیکټرال کالج(Electoral College) په نوم له یوه نظام څخه استفاده کوی او په دغه سیسټم کښې  هر ایالت ته دهغه د نفوسو پراساس الیکټرال رایې ورکول کیږی او  دانتخاباتو هر کاندید چې وکولای شی څه دپاسه دوه سوه اویا (۲۷۰)الیکټرال رایې ترلاسه کړی نو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی کاندید دی .

دامریکا  دانتخاباتو په نظام  کښې یو ډول د انتخاباتو د ترسره کیدا په وخت د خلکو رایې مهمې او اغیزشیندونکی نه دی .

خو دایران دانتخاباتو په نظام  کښې په هر هغه څه سره چې د  رایو له صندوقونو رامینځته راووځی  او   هر کاندید چې اکثره رایې ترلاسه کړی دی ولسمشر کیږی .

()

د فرانسې دانتخاباتو نظام :

 د فرانسې د انتخاباتو په نظام کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د انتخاب کونکو او د انتخاب شویو کسانو شرایط ددغه هیواد داساسی قانون په دریمې(۳) مادې کښې بیان شوی دی .

دفرانسې هغه ښاریز چې عمر یې اتلس() کلونه وی له سیاسی او مدنی حقونو برخور دی او هغوې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د  ګډون حق لری .

د رایو له حق څخه د بې برخه کیدا په باره کښې دفرانسې دانتخاباتو د قانون په پینځمې مادې کښې هم ویل شوی دی هغه بالغ کسان چې دنورو تر قیمومیت لاندې وی  د رایو په مرکزونو کښې د شتون لپاره د انتخاباتو په فهرست کښې د نوم د ثبتولو حق نلری .

ددغه مادې پراساس هغه کسان چې دقاضی په حکم د جرمونو  دترسره کولو او د حقوقی خلاف ورزیوپه علت په انتخاباتو کښې د ګډون کولو له حق څخه  بې برخې دی نشی کولای د انتخاباتو په فهرستونو کښې خپل نومونه ثبت کړی .

دغه بهیر ددې ښودنه کوی په فرانسې کښې دانتخاباتو نظام زیات کیفیتی دی نه دا چې اکثریتی .

په ایران کښې له لیونیانو پرته ټول شرایط لرونکی کسان په انتخاباتو کښې دګډون کولو حق لری او حتی مجرمان او په محاکمو کښې محکوم شوی کسان هم د رایو د ورکولو له حق څخه نه محرومیږی .

دسیاسی مسایلو کارپیژاند علیرضا داوودی وایی  تاسو وګورئ په نورو هیوادونو کښې  دانتخاباتو نظام له یو بل سره زیات فرق لری او دامریکا په شان هیواد کښې تفاوتونه  له دریو(۳) حوزو سرچینه اخلی په لومړۍ حوزې کښې اساسا دایران  له اسلامی جمهوریت پرته نظامونو کښې خلک په اختصاصی توګه د انتخاب کامل حق نلری دامریکا په شان یوه هیواد کښې دوه (۲)استازی راځی البته ځینې خلک دا یوه ښه چاره ګڼی خو ایا واقعا دغه دوه(۲) استازی   د ټولو پرګنو د تفکراتو استازی توب کولای شی .همدلته دامریکا ډیموکراسۍ له جدی ګډوډیو سره مخ ده خو په ایران کښې په همدا وروستیو انتخاباتو کښې وینئ چې محترم کاندیدان چې صلاحیتونه یې تائید شوی دی دمختلفو پرګنو او برخو استازی دی .

دفرانسې دانتخاباتو په نظام کښې دکاندیدانو په باره کښې هم د درویشتو(۲۳) کلونو او دفرانسې دتابعیت دلرلو شرایط په دې توضیح سره چې  دفرانسې دانتخاباتو په نظام کښې د کاندید د تابعیت ډول ډول  والی د خارجی توب یا  د  اکتسابی اصلی حیثیت له پلوه هیڅ فرق نه کوی .

د فرانسې د کابو پینځه سوه (۵۰۰)ښاریزو لخوا دمعرفی کیدا دلیک ترلاسه کول چې دمنتخبې نمایندګۍ شرایط ولری په دې معنا سره چې معرفی شوی کسان باید مخکې له مخکې دقانونی ضوابطو په چوکاټ کښې د اقتصادی ټولنیزې شورا ، دسیمو ، ښاروالیو او د پارلمانی انتخاباتو په شمول په یو رسمی انتخاباتو کښې انتخاب شوی وی او دنظر وړ کاندید د معرفی کیدا په وخت داستازی توب او نمایندګۍ حالت ولری .

پینځه سوه (۵۰۰)کسان باید له دیرشو(۳۰) متفاوتو انتخابیه حوزو څخه  لس(۱۰) ضروری صلاحیتونه  ترلاسه کړی .

دغه بیلګه د فرانسې دانتخاباتو په نظام کښې د  سیاسی اړوندوالی او د ګوندی توب نښه ده .

 

می 16, 2017 14:07 Asia/Kabul
کمنټونه