• د اسلامی انقلاب د بریالیتوب کالیزه (۳)

د ایران د اسلامی جمهوریت یو ویاړ؛ په علمی ډګرونو کی د هیواد فعال شتون، او زیاتیدونکې وده او پرمختګ دئ. د علم په پراختیا؛ تکنالوجۍ او نووښت کی د ایران د قدرت یو ټکئ، د علم په تولیدولو کی د هغه لاسته راوړنو ته ورګرځی.

د ملګرو ملتو د پراختیا او تجارت د کنفرانس سازمان؛ د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ د ۲۶ نیټې د راپور په اساس، ایران په وروستیو لسیزو کی د زده کړې د تقویې؛ په تیره بیا د بنسټیزو علومو؛ فنی؛ انجنیری، او له هغو سره د مربوطو حوزو په برخه کی، د پام وړ کوښښونه کړی دی.  

د نووښت د نړیوال معیار( GII) د راپور په اساس، د فنی او انجنیرۍ څانګی محصلین، په ۲۰۱۴ م کال کی د ایران د ټولو پوهنتونونو نږدی نیمایی برخه جوړوله، چی دغه اندازه څو چنده د برازیل؛ مالزیا او ترکیې په شان هیوادونو څخه څو چنده زیاته ده. په حقیقت کی ایران؛ د فنی او انجنیرۍ څانګې د پوهنتونی

فارغ التحصیلانو د ونډې له نظره، د نړۍ په دویمه رتبه کی دئ.

 

علمی پرمختګ؛ د هیواد د اقتدار زمینه جوړونکئ دئ.  

د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د سل ګونو علمی تکړه ځوانانو، او د لوړو استعداد لرونکو کسانو په کتنه کی، علمی پرمختګ د هیواد د اقتدار زمینه جوړونکئ وباله، او څرګنده یی کړه: زموږ هیواد د علم په برخه کی له ځلاندې مخینې سره سره، له بده مرغه د پردیو د سلطې په دوره کی د علم له قافلې څخه شاته پاتی شو، چی باید دغه شاته پاتی والئ جبیره شی.

حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د هیواد د فوق العاده ظرفیتونو شتوالی ته په پام سره، د علمی او تکنالوجیکی پرمختګ زمینه چمتو وبلله، او زیاته یی کړه: البته د پرمختګ په دی حد باید قانع ونه اوسو، ځکه چی مطلوب حد ته تر رسیدو پوری زیات واټن لرو.

په(۲۰۰۰) کال کی د پراختیا د دریمی برنامی د اجرا له وخت څخه؛ ایران د علم؛ تکنالوجۍ او نووښت د پراختیا دویمی مرحلې ته ګام کیښود، او پدې زمینه کی یی د ښوونځیو، پوهنتونونو،

لابراتوارونو، د علم او تکنالوجۍ د ورکشاپونو او د ودې او پرمختګ د مرکزونو په شان زمینو د پرمختګ لپاره، دوامدارې هڅې ترسره کړی دی.

دا ډول چی؛ د ۲۰۱۶ کال په اکټبر میاشت کی  په ایران کی د علم او ټکنالوجۍ د ورکشاپونو شمیر ۳۹ ؤ ته ورسید، پداسی حال کی چی په ۲۰۰۲ کال کی یواځی یو علمی پارک او ورکشاپ، ثبت شوئ ؤ.  

 

د نووښت د نړیوال معیار د رتبې په لیسټ کی د ایران مرتبه:

د انکتاد د راپور له مخې، د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ مو کلونو په واټن کی، د نووښت د نړیوال معیار د رتبی په لیسټ کی؛ ایران د خپلې رتبې په ښه کولو سره، په ۲۰۱۴ کال کی له ۱۲۰ می نړیوالی رتبې څخه، په ۲۰۱۶ کال کی ۷۸ می رتبې ته ورسید، او ۴۲ درجه ایز لوړ ختل یی آزمویلی دی.

په علمی ډګرونو کی دغه ودې او پرمختګونه، په ایران کی د ودې او پراختیا په زمینه کی د سترو ظرفیتونو بیانونکی دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، دوه کاله وړاندی د نانو؛ بنسټیزو حجرو او اټمی انرجۍ په زمینو کی د ایران علمی حیرانونکو 

پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: دغه لاسته راوړنی توهم او خیال نه دئ.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د ایران د یو شمیر لوړ استعداد لرونکو محصلینو په ټول کی تاکید وکړ: د نانو؛ بنسټیزو حجرو او اټمی انرجۍ په زمینو کی د هیواد حیرانونکی علمی پرمختګونه توهم او خیال نه دئ، بلکه هغه واقعیتونه دی، چی ټوله دنیا پری پوهیږی، ځکه نو د ځوانانو نا هیلی کول، او د علم او تکنالوجۍ له چټک حرکت څخه انکار کول، د هیواد او ملی ناموس په نسبت خیانت دئ.

د ایران د ؤلس مشر د علمی او فنی چارو مرستیال، او د لوړ استعداد لرونکو د ملی ارګان مشر، ډاکتر«ستاری»، اوسنئ لمړیتوب؛ علم او تکنالوجۍ ته پام کول بولی، او وایی:« هیواد،

علمی لوړاستعداد لرونکو کسانو ته اړتیا لری، چی په ځان باندی په باور لرلو، او په لا زیاتی هڅې سره وکولای شی د نانو او بیالوجۍ په برخه کی علمی بریالیتوبونه، په نورو برخو او حوزو کی هم تکرار کړی.  

 

د نانوتکنالوجۍ له طرحو څخه د کتنې په ترځ کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود څرګندونی:

بیله شکه، د تیلو؛ ګازو او ډول ډول معدنی موادو په شان له ګڼو او استثنایی سرچینو څخه برخمنتیا، د ایران د ودې او پراختیا لپاره کرهڼیز فرصتونه؛ مختلف فرصتونه، او رنګارنګ او ګڼ ظرفیتونه رامنځته کړی دی، او له دغو ټولو مواردو څخه لا مهم؛ له پوهانو، لوړو علمی، او متخصصو شخصیتونو؛ او له مؤمنو، استعداد لرونکو، خلاقو او پوهو ځوانانو څخه برخمنتیا ده، چی په ځلونو یی؛ د دنیا د علمی لوړو څوکو د فتح کولو، او د عزت؛ ویاړ؛ او د علم او پوهی د تولید لپاره خپلی توانمنۍ، ثابتې کړی دی.

له دی رویه؛ چی حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د ایران د

 فوق العاده ظرفیتونو په استناد، د علمی او تکنالوجیکی پرمختګ

زمینه چمتو بللې ده؛ د ؤلس مشرۍ له علمی معاونت او د لوړو علمی شخصیتونو د ارګان له اقداماتو څخه  د رضایت په ښودلو سره، ټینګار وکړ: البته؛ د پرمختګ پدی حد او اندازې باندی باید قانع ونه اوسو؛ ځکه چی مطلوب حد ته تر رسیدو پوری زیات واټن لرو.                                                                           

               

                                                                       

 

Jan 28, 2018 16:57 Asia/Kabul
کمنټونه