• ایران داونۍ په هینداره کې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی پاڼې خوږو مینه والو دایران داسلامی انقلاب دسباؤن لسیزې دشپو ورځو په درنښت سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم څو مهموخبرونو سره خپل دغه پروګرام پیلوو ،هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ .

    په تیرې اونۍ کې  ایران  دڅو مهمو پیښو کتونکی ؤ .  داسلامی انقلاب د بریالیتوب د نهه دیرشمې کلیزې ځانګړی دستورې  دحضرت امام خمینی  په سپیڅلی حرم  او دغه راز  داسلامی انقلاب د شهیدانو په هدیرې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په شتون او همداراز  داسلامی انقلاب  له سپیڅلو آئیډیاؤ سره د  اسلامی  ایران د ولسمشر او د حکومت د کابینې  د غړو په بیعّت نوی کولو سره پیل شوې .دروسې په سوچی کې دایران  او روسیې  له سیاسی هلوځلو سره  د سورئې د ملی خبرواترو غونډه،  دایران په ضد دامریکا  دخوځښتونو دوام او  دچټی  تورونو تکراریدا،دایران هغه خورا مهمې خبری  پیښې دی ،چې    دایران  او نړۍ  درسنیو خبری سرټکی ګرځیدلی  دی .   دایران داسلامی  انقلاب د بریالیتوب  کلیزې  او  د دغه لوی بدلون بریاؤ  ته   په کتنې  سره  د ایران ځینی مهمې پیښې سپړو ، هیله  ده راسره ملګری شئ .

         دوستانو  دایران اسلامی انقلاب  دخپل  برکتناک  ژوند  څلویښتم کال ته  په رسیدو دی . یوداسې انقلاب چې   ؛  نه  شرق غواړو اونه غرب غواړو  په شعار سره  پیل شوی او  د   نړۍ  د قدرتونو دسلطې  په مقابل کې  په دریدا سره  ئې خپل عدالت  غواړی پیغامونه    دنړیوالو غوږونو ته  ورسول  او  د نړۍ د مظلومو ملتونو لپاره  په یوې بیلګې بدل  شو.  داسلامی انقلاب تاریخ ښئ ،  د ایران ملت   پخپل وحدت اویووالی سره  د دښمنانو دسیسې  له ماتې سره مخامخ کړی دی ، د ایران د ملت  د اسلامی انقلاب  تاریخ  ښودلې ده ، هغه څه چې  اسلامی ایران نامه ئې  په نړۍ کې  اوچته کړې ده ،   او  دا ئې په نړیوالې بیلګې بدل کړی ،د سوچه  اسلام  د ارزښتونو او اساس  د پوره کیدا په لاره کې   حرکت  او وحدت او  اتحاد دی .

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  په یوه  ځای کې فرمائی ؛، د هر یوه انقلاب د رامینځةکیدا لپاره  یو  فکری عنصر او دوو  انسانی  عواملو ته ضرورت لری .  فکری عنصر هماغه  مکتبی آئیډیالوژی  ده چې  انقلاب  پرې دریږی  او  انسانی عنصر  هم  یو ولس  دی او بل  هم رهبری ،کله دغه درې  عناصر  دیوه بل ترڅنګ  شی ،او یو شان لورنیونه  ولری ،نو  انقلاب راپنځیږی .:::

       دایران  په ضد دامریکا خوځښتونه  یوې نوی مرحلې ته  داخل شوی دی .  په ملګروملتو کې د امریکا  سفیرې نیکی هیلې  تیره اونۍ   د ملګروملتو  د امنیت شورا د غړو هیوادونو سفیرانو ته د ډونالډ ټرمپ  له خوا  د غرمنۍ  لپاره په بلنې سره ، یو ځل بیا  یمن  ته د ایران  له خوا د توغندیو د لیږدولو  ادعا ، په ځینو جعلی شواهدو او  د توغندی دځینو ټوټو  په نمایش سره  تکرار کړه . د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم  په کانګرس کې دخپلې کلنۍ  وینا په  یوې برخې کې  د ایران په ځینو ښارونو کې  وروستیو ناکراریو ته اشاره کړې او وئیلی  ئې دی ،  کله چې  پّه ایران کې   ناکراری رامینځة شول ، نو  زه چُپه خوله  پاتې نه شوم ، امریکا  د آزادۍ لپاره د ایران  د ولس  په میړنۍ  مبارزې  کې د هغوی څرنګ  دریږی .

   له دغو لمسونکو او  لاسوهونکو اقداماتو سره په یو وخت ،  د امریکا د استخباراتی ادارې  سی آئی اې  مشر میاک پومپئو  هم  د ایران په ضد د امریکا د همیشنیو تورونو  په تکرارولو سره مدعی شوی چې  د ایران سیمه ایز  فعالیتونه د ایران  دګټو په لړ  کې نه دی . 

         یوه کال مخکې  چې ډونالډټرمپ     د ولسمشرۍ  په څوکۍ په کیناستو سره په امریکا کې  د چارو واګې ترلاسه کړې ،  نو   په سیمې کې   ئې خپلې کړنې ،   له ایرانه د  ویرولو  په پروژې سره  پیل کړې .  ټرمپ  دخپلې ولسمشرۍ په پیل کې   پخپل لومړنی بهرنی سفر   کې  د ریاض  له چارواکو سره د لیدو لپاره  سعودی عربستان ته  لاړ ، ا و  د  عربی ناټو د جوړولو  آئیډیا ئې  مطرح کړه  او  په همدغه سفر کې ئې  له سعودی چارواکو سره  دڅه دپاسه څلور سوه میلیارډ  ډالرو په ارزښت  تړونونه  لاسلیک کړل .  چې  زیاتره ئې  د وسلو  د پیر پلور  په ارتباط وو .

 له امریکا سره د  فارس خلیج  د حوزې د عربو هیوادونو   د سیاسی اوپوځی مناسباتو  په باب د  ایران د درستو قواؤ د کمانډر انچیف  ځانګړی سلاکار سردار  یحی رحیم صفوی  هم وئی ؛،واقعیت دادی چې د سپینې مانۍ پخوانی  او اوسنی مشران  په دې موضوع ډیر ښه پوهیږی  ، چې  په سیمې کې د ترهه ګرۍ  سرچینه او جرړې  چرته دی ، خو  سیاستونه او مالی انګیزې،   د  امریکا د اوسنی  ولسمشر  په دریځونو او خبرو کې  د روښانه بدلون   لامل شوی دی  او  په حقیقت کې  په سیمې  کې په اسلامی هیوادونو کې  د ناکراریو او  تاؤتریخوالو په رامینځةکولو کې  د امریکا ډیره  زیاته ګټه ده .

 په ایټمی موضوع کې  هم امریکا  له همدې رودې استفاده کړې ده او  په دوام دار  ډول  القاء کوی چې  ایران  په ایټمی  وسلو پسې دی  او  د ایران بالسټیک توغندی  د ایټمی   خولیو د  وړلو لپاره  پلان شوی دی . دامریکا چارواکو  د دوکه باز سیاست په چوکاټ کې پخپلو دوکه ورکونکوڅرګندونو سره  د سیمې  په ناکراره کولو   د  ایران په تورنولو سره  هڅه کوی ، څو   په لویدیځی آسیا کې  د  امریکا د رول  یو مثبت اړخ انځور کړی . .

 

         له ترهه ګرۍ  څخه   دملاتړ  بهیر سره دایران    دسیمه ایز رول   اړوندول ،  په حقیقت کې د ایران په باب د امریکا ،صهونیسټی رژیم او سعودی عربستان   یوه ګډه فکری کرښه ده . دا  په داسې شرائطو کې  ده چې  د سیمې  ناکراره کول ، د داعش او القاعدې  په څیر د بهیرونو رامینځةکول او له ترهه ګرو ډلو ملاتړ،  په عراق او سورئې کې  دجنګ رامینځةکول  او  د یمن د ویشلو لپاره  په دغه هیواد د سعودی عربستان  یرغل او په بشپړ  ډول ئې کلابندول ، د مینځنی ختیځ   د نقشې د بدلولو لپاره  د امریکا د پلان  ځینی برخې دی .  امریکایان   پخپلو کې سره د اسلامی هیوادونو   په ناکراره کولو او   ښکیلولو پسې دی ، چې دهغو  خورا ښه مثال ئې ،   دادی همدااوس   د نړیوال استکبار  او دصهونیسټی لابۍ  دفکر   د کوټو (تینک ټینک)  په پیچلو سیاستونو سره   د عربستان په شان هیواد  په سیمې کې د امریکا د پلانونو په مجری او اجراکونکی بدل کړی دی .

        د ایران لپاره د امریکاسیاستونه کومه نوی  خبره  نه ده  او   د امریکا حقیقی ماهیّت   د ایران  ملت  ته اثبات شوی دی .    په دې زمینې کې   یو روښانه سند  د امریکا د غلیمانه کړچارڅه دپاسه   نیمه پیړۍ  ژوند دی .   د اسلامی   انقلاب  معظم لارښود حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د تیر کال په جون میاشت کې  د اسلامی انظام د  درو واړو قواؤ له مشرانو ،مسئولانو او چاروالو سره   په کتنې کې د خپلې وینا په یوې برخې کې  د داعش ډلې په رامینځةکیدا  او  له دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې  په هراړخیزو   او تدارکاتی  ملاتړونو  کې  د امریکایانو جوت رول ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  څرګنده ده چې  امریکا  د ایران د اقتدار د عناصرو دحذفولو لپاره   له سپاه پاسدارانو او  د قدس ځواک   له موجودیّته ویره ولری   او پرې خپه  شی  او   ځینی  شرطونه  ولګوی ، لکه چې  مثلاًسپاه پاسداران  دې نه وی ، بسیجی ځواک دې دخالت نه کوی ،  په سیمه ایزو کړنو کې باید داسې چلند وکړئ  او دغه شان ځینی نوره خبرې ، خو  ټول مسئولان باید  د دښمن په اپوټه  د ایران د  عزت اواقتدار عناصر ، یعنی  وسلو ال پوځ، سپاه پاسداران ، بسیجی ځواک او  او درست انقلابی او مومن عناصر  پیاوړی کړی ::::: 

   د امریکا واکوالان  حتی  له ډونالډ ټرمپه  مخکې   چارواکو  په سیمې کې دوه ګوڼه  سیاستونه تعقیب کړی  او لویدیځی آسیا  ئې   له اسرائیلو څخه   د ملاتړ په چورلیز سره  د خپلو  لاسوهونکو اقداماتو په ځالې  بدله کړې ده .  خو هغه څه چې  د ډونالډ ټرمپ   په پړاؤ کې   د سعودی عربستان  په څیر د سیمې   د ځینو رژیمونو پر رول  په تکیې سره لا زیات څرګندیږی ،  په سیمې کې  د شتون د دوام  د توجیه لپاره  پر سیمې  د تپل شوو شخړو او لانجو څخه  استفاده ده .

د نړیوالو چارو یوکارپیژاند محمود قاسمی د دغه بهیر په تحلیل کې وائی، امریکایان پخپلو کې سره د اسلامی هیوادونو دښکیلولو او په دغو هیوادونو کې  د  ناکراریو  په رامینځةکولو پسې دی ، چې ګواکې  خورا  تر ټولو څرګند مثال ئې دا چې دا دی  همدااوس ئې د نړیوال استکبار  او صهونیسټی لابۍ د تفکر د کوټو په پیچلو سیاستونو سره د سعودی عربستان په څیر هیواد په سیمې کې د امریکا دپلانونو په مجری اواجرا کونکی بدل کړی دی . 

دوستانو تیره اونۍ  دورسیې په سوچی کې   دسوریاوالو  دملی خبرواترو کنګره ترسره شوه .په ځانګړو سیاسی چارو کې د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړی سلاکار او  د آستانې په خبرواترو کې د اسلامی ایران  لوړپوړی مرکچی  حسین  جابری  انصاری   په دغې غونډې کې ګډون وکړ .

 جابر انصاری  د دغې غونډې  په پای کې له المینار ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ووئیل ، هغه څه چې  د آستانې   او سوچی په خبرواترو کې  ترسره شول ،  له بحرانه د سوریاوالو  د وتلو لپاره    د سوریاوالو ترمینځ د جدی خبرواترو   په اړه   سم ګامونه او یو  ښه پیل کیدلی شی .  جابر انصاری  د دې خبرې په کولو سره چې د سورئې  د خلکو د بیلابیلو پرګنو  د استازو ګډون  ، پخپله  د دغې غونډې  د بریالیتوب لپاره  کافی د ی ،   هغو لورو ته چې  دغه غونډه ئې پریښودلې اوبایکاټ کړې ئې ده ،اشاره کړې او وئیلی ئې دی ،  دوی هم  په خبرواتبرو کې بیرته  برخه اخستلی شی . 

  د سورئې  دملی خبرواترو د کنګرې  غونډه ، د دغه هیواد په داخل او بهر کې  د سورئې د څه دپاسه   یو زر پنځه  سوه  مخالفانو په شتون سره  د روسیې په سوچی کې ترسره شوه . 

      دسوچی کنفرانس وښودله،چې دسورئې دبحران د حل لپاره   احساسیدونکی  پرمختګ   شوی  دی او  دا حرکت ، په سورئې کې  د  حاکمیّت  او  د مځکنۍ  بشپړ تیا  د ساتنې  په چوکاټ  کې  تل پاتې آرامښت او  ثبات  ته د رسیدو لپاره  په نړیواله سویه  دڅو اړخیزوتعاملاتو  غوټه پرانیستونکی کیدلی شی .

 د نړیوالو  چارو  لوړپوړی کارپیژاند او د روسیې  د دوما (پارلیمان )  پخوانی مرستیال  سرګئ بابورین  وائی،دا چې نن سبا  ترهه ګرو په سورئې کې  لازیاتې مورچلې له لاسه ورکړی دی   او دغه بهیر هماغه راز دوام لری ،دا د تهران او ماسکو او تر یوه حده د ترکیې  د هلوځلو  نتیجه  ده .

 د ۲۰۱۶کال په دسمبر کې  ایران ،روسیې اوترکیې  په هلو ځلو سره ، په سورئې کې  د اوور بند د   درو ضامنو هیوادونو په توګه  د سوریا والو ترمینځ  د خبرواترو زمینه برابره شوه .

       دایران اسلامی جمهوریت ،  دسیمې د هیوادونو دویشل کیدا مخالف دی  او  د  مسئلو او اختلافاتو دحل لپاره  پر  ډیپلوماسۍ او سوله  ایزو خبرواترو ټینګار کوی .

 اوس څوم کال دی چې  ترهه ګرو ډلو   په نیمې لویدیځی آسیا کې امنیت  ډیر زیات له چیلنجونو سره مخامخ کړی دی . په دې مینځومیان کې  امریکا او  د بریتانیا پشمول  ځینی متحدانو ئې  په سیمې کې  امنیتی  غږملتیاوې  ډیر سختې او ناهموارې کړی دی .   د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکی باوری دی ، چې  په رغنده غږملتیا  او پیوستون  سره  د ترهه ګرۍ پشمول  له ګډو ګواښونو سره  مقابله کیدلی شی . له بده مرغه   له ترهه ګرو سره  د حقیقی مبارزې په ځای  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د تش په نامه ائیتلاف په نامې سره  ځینی هیوادونه ورځینی ملاتړ کوی .د تاؤتریخوالی اوافراط پالنې  د بلا یوازینی حل لاره ،  په نړیواله سویه   د هیوادونو له رغنده ملګرتیا  سره اړه لری  او ترڅو چې  تاؤتریخوالی ته رسیدونکی درستې لارې  غوڅې نشی ، نو  د نړۍ  د سولې او امنیت لپاره روښانه لرلید  په خیال کې  هم نشی راوستل  کیدلی .

 د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو   ایران  داونۍ په هینداره   کې نومې  اونیز پرورګرام وخت همدومره ؤ ، تر بلې اونۍ پورې  چې  له نوی پروګرام سره  یو ځل بیا ستاسو په خدمت کې حاضریږو ، په نیاؤمن او لوی خدای مو سپارو ،  ا..... مو مل او ملګری .

 

 (سیماب)

******************************************************************************************************

 

Feb 05, 2018 11:15 Asia/Kabul
کمنټونه