• داسلامی انقلاب د بریالیتوب له څلویښت کلنۍوروسته  دایران بریاوې

د تهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له څلویښت کلنۍ وروسته د ایران د ولسواکه اورګانونون د غوړیدا او ودې اود سیاسی پراختیا بیخ بینائيو ته د کتنې له ځانګړي پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دې هیله چې ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

داسلامی  انقلاب  معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  د ۱۳۹۷ نوی لمریز کال  په لومړنۍ ورځې   په مشهد کې  دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  د لسګونو زره  زیارتوالو په پرتمینې غونډې کې په مهمې وینا کې  د اسلامی جمهوری  نظام  د حیات په څلویښتم کال  د ایران د ملت د سیاسی پوهې او  اقتصادي اوسیاسی  اقتدار د ځانګړنو او د سیمه ایزو بدلونونو په باب جامع تحلیل وړاندې کړ  . 

          داسلامی انقلاب معظم لارښود   په څلویښت کلنۍ کې  د اسلامی انقلاب   پياوړتیا او تاندوالي او  دسیمې لپاره د امریکایانو دسپيرې نقشې  شنډیدا ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ ایران  د تیلو اوګیسو  د انرژۍ   د لویو سرچینو، د پوهنتونونو  د متخصص ځواک  او په تولید کې  دخلاقیّت  له پلوه  داسې پیاوړي زمینې لري،چې  پر دغو توانمنیو  په تکیې سره د پرمختګ لاره به هماغه شان  په چټکۍ او ځلیدونکي بریالیتوب سره کچ کړي . داسلامی  انقلاب د معظم لارښود  په وینا کې د اشارې  یوه مهمه ځانګړنه  پر  ولسواکۍ  او سیاسی خپلواکۍ په تکیې سره د په هغو نظام جوړونکو مولفو باندې  ټينګار دی،چې په روان پروګرام کې به هڅه وکړو داسلامی جمهوری  نظام  په داخلی پیاوړتیا او سیاسی پراختیا کې  د دغې ځانګړنې پر اهمیّت او اړخونو  رڼا اچوو .

          د ایران اسلامی جمهوری نظام له هماغه پیله د ډيموکراټيک  نظام جوړونې په پيرامیټرۍ باندې په تکیې    یعني   د یوه ریفرنډم یا ټول پوښتنې  په ترسره کولو سره رامینځةشو،او له دې وروسته  هم   په تیرو څلویښتو کلونو کې  د  ډيرو انتخاباتو په ترسره کیدا سره  او دغه راز  په بیلابیلو ګروهنو او رودو  سره  د حکومتونو  واک ته په رسیدو سره  ئې وښودله  چې   په  اسلامی جمهوری نظام کې  د حاکمیّت ملاک ،  د  ولس رائ دی .

 د پراختیا او سیاسی پراختیا بحث  یو هغه بحث دی،چې  په وروستیوڅو لسیزو کې  ئې ځان ته  ډير زیات څیړونکي  جلب کړي دي  او د سیاسی علومو  او د ټولنیزو  علومود متفکرانو  د فکري  ګروهنو په مرکز  کې  ورغلی دی . دغه بحث،په تیره بیا د  دریمې نړۍ  د هیوادونو د فکري شخصَّیتونو  لپاره  له ډير زیات لومړیتوب او اهمیّته برخمن دی . ځکه چې   په دغو هیوادونو کې،  د پراختیا او نه پراختیایا د شاتګ  چارې  د ټولنې  اصلی مشکلات دي .  او په  موجوده ټولو اقتصادي ، ټولنیزو او سیاسی بدلونو او پيښو  په غوښتي او یا ناغوښتي توګه اغیزې شیندي .

 سیاسی پراختیا،د تعریف په اساس،دملی پراختیا د پیچلي بهیر  یوه برخه ده چې  د سیاسی سیالۍ د پراختیا او د سیاسی مشارکت د پراختیا  په دوو اړخونو کې  ځلیږي .

 په پرمختللوهیوادونوکې په تیرو سلوکلونوکې داسې بدلونه رامینځةشوي، چې  د سیاسی پراختیا ، په نامې سره  د یوه  بهیر ډول ډول  ځلاګانې  حسابیږي. سیاسی پراختیا په دغې مودې کې د بیلابیلو مضمونونو ، تعبیرونو او اخستونونو له پلوه  په  مختلفو ډولونو راڅرګنده شوې ده ،چې  یو مثال ئې د تاسو په خدمت کې وړاندې کوو .

 لوسن پاي   د دغو درو چورلیزونو  په  بیانولو کې ،  سیاسی پراختیا یاترقی  د درې  اړخیزې ښکارندې په توګه تعریف کړې ده او ليکلي ئې دي ،  په سیاسی پراختیا او ترقۍ  کې  سیاسی مشارکت او برابري ، په ټولنې او اقتصاد کې  د آرامښت او ثبات د رامینځةکولو لپاره  دسیاسی سسټم ظرفیّت  او  د اداري جوړښتونو په بیلوَلو او متخصص کولو او د هغوي  دکارندوالي وړاندې کول   شامل دي .

تقریبا په ټولو تعریفونو او ډلبندیو کې:مشارکت :  دسیاسی پراختیا  د اساسی رکن په توګه  بللی شو .  د سیاسی پراختیا او ترقۍ  یعنی دسیاسی سیالۍ او  مشارکت د پراختیا  په دغه چوکاټ کې،له ډيرو خنډونو او  چیلنجونو سره سره ، بلاخره  د یوې سترې سیاسی پروژې په توګه  یوه داسې موده  او بهیر  دی  ، چې منل شوی دی .

 که ومنو سیاسی پراختیا په عمل کې  ، د هر ې یوې ډلې او لوري  دسیاستونو او  دریځونو په اساس  د هیواد د اداره  کولو او د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو په  خاطر د منظمو ګټو او د یوشمیر ډلو د سیاسی سیالۍاو مشارکت  د پراختیا په معنا  دی ،نو  په داسې  بڼه کې ، ګوندونه   انتخابات او پارلیمان،  د ډیموکراټيک ژوند اصلي مرکز او مینځ پانګه  جوړوي  او  سیاسی مشارکت  او ګډون او سیالۍ  زیاتره   په دغو درو چورلیزونو ولاړ  دي .

           د  ټولن  پيژندنې  دتحلیل یوه خورا معتبره بیلګه،د سیاسی ماډرنولو  او  مدني ټولنې  یا د ټولنیز ځواک ترمینځ  رابطه، د برینګټن مور  تحلیل دی . هغه   د سیاسی پراختیا په بهیر او ماډرنونې  کې  د ټولنو پر داخلی عواملو ټینګار کوي . برینګټن مور  پخپلو مطالعو کې  ښئ ، چې  پراختیا او ترقي ،   کوم آسان او هوار  بهیر نه دی ،  بلکې  له  انقلابونو ،چیلنجونو او ګډوډیو  او ترینګلتیاؤ  ډک دی . 

   په سیاسی ټولن پيژندنې کې یو شمیر متفکران اونظریه وړاندې کونکي ، ډيموکراسي ، د افکارو  او دعمل د رودې د اسې چوکاټ ګڼي ، چې  د عمومی خیر ښيګڼې لپاره  وي   ، التبه په داسې بڼه کې  که ،  عمومي اراده   تفسیر اوهدایتوي .  د دغه تعریف په اساس ،  دیوه ډيموکراټيک حکومت بنیادونه ، د عُرفي اویا  لیکل شوي اساسی قانون درلودونکی ،  دقانون له حکومت  پلوي ،  له شخصي آزادیو څخه دملاتړ  او بلاخره  د راي د حق ، داکثریت د واکوالۍ  او د نمایندګۍ دحکومت په څیر  دحقوقي ډیموکراسۍ  دجوړښت لرونکی بلل کیدلی شی .

 د ډيموکراټیکو نظامونو دقاعدې په اساس ، انسانان ، د سیاسی او  اجتماع په جوړښت کې  دعملی او عقلي   اجماع  ته درسیدا په څرنګوالي او  د ژوند د رودو په ټاکنې کې  مختار او  مسئول   دي  او که  د پيژندنې آوزار  په سمه توګه  دهغو په ا ختیار کې ورکړل شي ، نو  په ټاکنې کې  خورا ښې رودې غوره کوي .

          په ایران کې   داسلامی جمهوری نظام  په راتلو  سره او   په سیاسی او ټولنیز ډګر کې  داسلامی لیدتوګې  د واکمنیدا لپاره  په هڅې سره ،  په اسلام کې   دسیاسی لیدتوګې موضوع له ځانګړي  مقامه برخمنه ده .

 دجمهوری نظام  مشروعیّت او اقتدار ، د ملت په ملاتړ سره یو نظام دی . په ولسواکۍ کې دغه بهیر ،  دسیاسی مشارکت او ګډون او د شورائي نظام  د آزادو انتخاباتو له لارې  رابرسیره کیږي . 

په اسلامی جمهوری نظام کې  د ولس نظرونه  له یوه خاص  اهمیّته برخمن وي او سیاسی نظام  د ولس د غوښتنو دپوره کیدا په لاره کې  حرکت کوي .هغه څه چې اسلامیّت اوجمهوریّت،له یوه بل سره نزدې کوي،درهبرۍ، ولسمشرۍ، دپارلیمان آزاد او دغه راز دنظام درهبرۍ  غیر مستقیم  انتخابات دي . 

 د عربانو یو شناندی او لیکوال  ناصر قندیل  وائي ، ایران  پخپلو  هر یوه انتخاباتو کې  په آرامښت او دقت سره یو پیغام  وړاندې کوي ،  او  هرڅه   د دغه پیغام  درسولو او پياوړي کولو لپاره   مراتب  او برابروي . ایران  داسلامی جمهوری نظام له بریالیتوبه په وروسته پړاؤ کې  یو ځانګړی نظام دی  چې  د خپل قدرت  د سرچینو او  ارزښتونو او  د ثبات د ساتنې  جوګه دی  او په عین حال کې  د عمومی افکالرو  د رول لوبونې  او  د هغوي د لومړیتوبونو  او  په بیلابیلو ټولنو کې   د قدرت د ویشلو  په اساس  د قدرت دمنتقلولو لپاره یوه نرمه روده   او رول وړاندې کولی شي . :::

                   ایران  د ډيرو لپاره د ماډرنزم د روح ښودونکی دی ، چې  دهغه په سیوري کې دبیلابیلو مذهبونو لرونکي  پرګنې  پکې ژوند کوي  او  د بیلابیلو ماموریتونو دترسرکولو او له ګوندونو سره  په اړوندوالي او  په آزادو سیاسی فعالیتونوکې د میرمنې حقوقو ته د احترام په سترګه ګوري،داسې اقدامات، چې د سعودي عربستان په څير  په نورو حکومتونو کې ئې  هیڅ  امکان نشته. دا موضوع  دسیمې له ځینو نورو هیوادونو سره  په ایران کې د  ډیموکراسۍ   د ځانګړنو د توپیر ښودنه کوي . 

 د لبنان د البناء  ورځپاڼې د نړیوالو چارو یوه  شناندی میرمن  روزانا رمال  په دې باب وائي،اسلامی انقلاب   داسې یو مهم  پيچومی  ؤ چې  ایران  ئې   یوه داسې سباؤن ته وارد کړ  چې  له هغه سره ئې  هر څه   هم بدل کړل . ځينو د غه د بدلانه پیچومی  د ایران  منزوي کیدا وبلله،اوځينو نورو هم  ،  دا  د یوه داسې ایران زیږیدا وګڼله  ، چې  له  امریکائي لویدیځي زندانه آزاد دی .  :::: 

 دغه سایسی تحلیلګره  روښانه کوي ،  د دغه نظام  اجرا  د هغه عدالت  اساس  دی ،  چې    په اساس ئې  دایران  د پراخې  جغرافیې په جوړښت کې   دموجوده دینونو او  قومیّتونو ترمینځ هیڅ توپير ته قایل نه دی .  په دغه نظام کې  د انسانانو حقوق  نه ضائع کیږي  او د هغو قانون ئې محفوظ ساتي .  دا یوه داسې موضوع  ده چې   دهغې په اساس  اسلامی او عربی هیوادونه  دایران په څير عمل  نشي کولی . ځکه چې ایران  که  د  ما تعبیر سم وي ، نو  په سیمې اونړۍ کې  یوازینی  متمدن او اسلامی مثال دی . :::: 

           دایران اسلامی جمهوری نظام ، عمومی ارادې ته    مخ اړونکي  هغه ټولنه ده چې   د خپل  وجود ظهور ، په شوراګانو،د څوکیو په ټاکنو  او د اجتماع او  سیاست او قانوني بهیرونو  په مشخص کولو کې  ګڼي . په دې اساس   اسلامی جمهوری نظام ،په  ولسواکۍ  او ډيموکراټيکو نظامونو سره  اړونده  په ټولو اصلی قواعدو کې  د ریفرنډم،ګوندونو او انتخاباتو په څير  دعمومی افکارو  د ځلیدونکو  آ وزارونو  پر سلامتیا تل  ټينګار کوي .  ایران پخپلو انتخاباتو کې  په حقیقت کې  د دیموکراسۍ یو مثال وړاندې کړی دی .  په همدې علت  ده چې   داسلامی انقلاب معظم لارښود په کرتو ټينګار کړی دی ،  دانتخاباتو بریالی ، اسلامی نظام او ملت دی ، نه هغه څوک چې  مسئولیّت په اوږو لري .

(سیماب)

*************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

Aug 27, 2018 11:12 Asia/Kabul
کمنټونه