Mar 18, 2019 04:33 Asia/Kabul
  • نوروزي دودونه-۲

ګرانو دوستانو په نوروز کښې د ایرانیانو د دود دستور د لړۍ په وړومبي پروګرام کښې مو د نوي کال له پیلیدو د مخکښې دستورو په هکله خبرې وکړې. په نني پروګرام کښې د نوروز په اختر کښې د ایرانیانو له ځینو نورو آدابو او رسوماتو سره بلدیږو. هیله ده چې دا لیکنه مو خوښه شي */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

هر کال د پسرلي په اوله ورځ د نوي کال په پیلیدو سره په ټولې نړۍ کښې موجود ایرانیان د (هفت سین) دسترخوان چاپیره کښیني او نوی کال د مینې او خوشالۍ په یوه ډکه فضا کښې پیلیوي. د هفت سین یا د اوو سینونو دسترخوان برابرول یو ښایسته او غوره نوروزي مناسبت دی او د نوي کال د پیلیدو د وخت په معنوي شیبو کښې د کورنۍ د کسانو د سره راغونډیدو لپاره یوه پلمه او د تاندوالي او شادابۍ یو سمبول ګڼل کیږي. په هفت سین دسترخوان باندې داسې اووه ډوله میوې، سبزۍ او خوراکونه ږدي چې نومونه یې له (سین) څخه شروع کیږي او دا د میوو غلو او کرهڼیزو محصولاتو د پریمانۍ سمبول دی.

د هفت سین دسترخوان شیان په دا ډول دي: سبزه (تازه راټوکیدلي غنم، عدس یا مئ) چې د دوباره زیږون او یو ځل بیا د ژوند پيلیدو نښه ده، سمنو، چې د غنمو له تیغي برابر کړی شوي خواړه دي او د بوټو د زیږون او ښیرازۍ نښه ده، سیب (مڼه)، چې د سلامتیا، ښکلا او ښیرازي سمبول دی، سنجد(سینزلې)، چې د خوږوالي او مینې نښه ده، سُماق او سیر (اوږه)چې د سلامتیا لپاره درملیز سمبول او په ژوند کښې د ښادۍ د راوستو نښه او سرکه هم د صبر نښه ځکه چې تر تیاریدو یې ډیره موده صبر ته ضرورت وي.

Image Caption

پر دې سربیره ایرانیان د هفت سین په ښکلي دسترخوان باندې ځیني نور شیان هم ږدي لکه رنګ شوې هګۍ، چې دا هم د زیږون او پنځون نښه ده، آئینه چې د دسرخوان په سر ايښودل کیږي د روڼ والي او یو رنګ والي نښه ده، اوبه، د برکت او روښنايۍ نښه، سور رنګ کب یا ماهي، د ژوند او غوړیدا سمبول چې د کب د میاشتې نښه هم ده. سکه هم د پانګې او د کار د رونق نښه او شمع د رڼا، روښانۍ او ګرمۍ نښه ده. همداشان د سروې، سنبل یا د بید مشک ډانډي او ګلونه هم د هفت سین نور اجزاء دي چې خوشبويي یې د پسرلي د راتلو زیری ورکوي.

خلک په هفت سین باندې نُقل، نبات او شیرینۍ هم ږدي. د دې ټولو ترڅنګ د مسلمانانو اسماني کتاب قرآن کریم په هفت سین دسترخوان باندې ځانګړی ځای لري او د هغې یو اصلي رکن دی.

البته د ایران په ځینو سیمو کښې د هفت سین ترځنګ یو بل دسترخوان هم غوړول کیږي چې په کښې پئ (شیدې) یا ماسته د سپين والي او پاکۍ په نښه او ډوډۍ، پنیر او سبزي د نوي کال د برکت لپاره ایښودل کیږي.

                د نوي کال د پیلیدو په وخت د کورنۍ کسان د یوې پخوانۍ عقیدې په بنیاد چې د نوي کال د پيلیدو په وخت د نویو جامو(کالیو) اغوستل ښه او مبارک ګڼي، د جسم او جان له پاکولو او لامبلو وروسته د اختر لپاره برابر کړې نوې جامې اغوندي او له دې پاکیدو او تطهیر وروسته چې د یو نوي ژوند د پیلیدو لپاره د باطني پاکوالي د ضرورت په معنا دی، په هفت سین دسترخوان کښیني او په یوه روحاني او معنوي فضا کښې د نوي کال د پیلیدو دعا لولي چې داسې ده: (یا مقلب القلوب و الابصار یا مدبرالیل و النهار یا محول الحول و الاحوال حوِّل حالنا الی احسن الحال). ورپسې د قرآن ځیني آیتونه تلاوتوي. معمولاً د نوي کال له پیلیدو وروسته د کورنۍ مشر نورو غړو ته د اخترۍ په توګه پيسې یا ډالۍ ورکوي او ټول د شیرینۍ په خوړولو سره خوله خوږوي او یو بل ته د اختر مبارکي وايي.

Image Caption

د ویلو ده چې ځینې ایراني کورنۍ د خپلو مذهبي عقیو له مخې، نوی کال د زیارتونو او متبرکو ځایونو په معنوي فضا کښې پیلوي څو په دغه ځایونو کښې د دفن کسانو له معرفت او نور او د خدای په نزد یې له منزلت څخه ګټه پورته کړي. د کال د بدلیدو په غوره شیبو کښې له دعاو او راز و نیاز سره مل په دغو روحاني او معنوي ځایونو کښې شتون زړونو ته نورانیت او ځل وربخښي. په دې وجه هر کال په زیارتي حرمونو په تیره بیا په مشهد مقدس کښې د حضرت امام رضا علیه السلام او په قم ښار کښې د حضرت معصومې بي بي حرم او په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسی (شاهچراغ) زیارت او نورو زیارتځي د دغو بزرګوارانو له مینه والو ډک وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                د نوي کال له پیلیدو وروسته د یو بل لیدو ته د تلو راتلو او د صله رحم غوره دود پيلیږي چې د وري د میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام لري. البته د نزدې دوستانو او خپلوانو ترمینځ دغه لړۍ د وري میاشتې تر پاې پورې جاري وي. له دې امله چې په ایراني کلتور کښې مشران ځانګړی موقعیت، اعتبار او اهمیت لري، د کورنۍ کشران خپله دنده ګڼي چې وړومبۍ د مشرانو لیدو ته لاړ شي. ځکه معمولاً د کورنۍ اولادونه په نوروز کښې خپل تګ راتګ د نیا نیکه او مور او پلار لیدو ته په ورتګ سره پیلوي. د هرې لیدنې ځواب د مقابل لوري له خوا په کتنې سره ورکول کیږي، او داشان د نوي کال په وړومبیو ورځو کښې د دوستانو او خپلوانو ترمینځ بیا بیا ملاقاتونه کیږي چې د اخترۍ په توګه د ډالیو په ورکولو او د تازه او وچو میوو او مټایانو له خوړولو سره مل وي. خلک په لیدو کتو او تګ راتګ سره هڅه کوي چې په زړونو کښې موجودې کینې ختمې کړي او د هغو ځاې له مینې او مهربانۍ ډک کړي.

Image Caption

که د یوې کورنۍ کوم کس وفات شوی وي نو د اختر په ورځ خپلوان او دوستان د احترام په نښه غمځپلي کور ته ورځي او د دعا په لوستلو سره د تازه وفات شوي کس لپاره د مغفرت غوښتنه کوي. ځیني کسان د ناروغانو او یوازې (د کورنۍ نه لرونکو) کسانو د ډاډګیرنې او غم غلطونې په موخه د هغوي ملاقات ته ورځي او داشان پسرلی د هغوي کورونو ته وړي. په نوروز کښې په روغتونونو، د معذورو کسانو په مرکزونو او د بې سرپرسته ماشومانو په مرکزونو یا یتیم خانو کښې د خلکو د مینې او صمیمیت ډیره ښایسته ننداره لیدل کیږي. په دې وجه په ډاډ سره ویلی شو چې نوروز د دوستیو، صداقت او مهربانۍ په لور یو پُل دی او د دې لرغوني جشن یوه ښایسته کارکردګي له کرکې او نفرتونو لرې کول او د زړونو سره نزدې کول دي.

                د نوروز رخصتۍ له دوستانو او خپلوانو سره د ملاقات له نوي کولو نه علاوه د ارام او چکر لپاره یو ښه فرصت دی. معمولاً زیاتره کورنۍ د نوروز د رخصتیو یوه برخه د ایران مختلفو سیمو ته ورتګ او سفر ته بیلوي. په تیره بیا دا چې د پسرلي په موسم کښې د ایران ښایسته طبیعت د لیدو وړ وي. د ایران شمالي سیمې چې له شنو ځنګلونو ډکې او د کاسپین سمندرګي په غاړه پرتې دي، د نوروزي مسافرانو او سیلانیانو لپاره ډیرې په زړه پورې دي. د ایران په سویل کښې د فارس خلیج د شنو اوبو ښکلي ساحلونه هم د پسرلي په طبعې برابر موسم کښې خپل ځانګړي مینه وال لري. د اصفهان، شیراز، تبریز، کرمان، یزد او مشهد په شان ستر ښارونه هم په خپلو بې سارو تاریخي او مذهبي جاذبو سره د نوروز د ځینو نورو مسافرانو کوربانه وي. په همدې وجه نوروز د ډیرو ایرانیانو لپاره د چکر او سفر موسم دی او په دې وجه د ایران د بیلابیلو ښارونو چارواکي د کب له میاشتې څخه د نوروزي میلیمنو هرکلي ته تیاری نیسي او د ښارونو له مختلفو سیاحتي او د استوګنې له امکاناتو د غوره استفادې په لړ کښې هڅه کوي چې نوروزي میلمانه خوشحاله کړي.

Image Caption

د نوروزي رخصتیو وروستۍ برخه هم د وري دیارلسمه یا د طبیعت ورځ (سیزده بدر) ده. د پخواني رسم له مخې ایرانیان دا ورځ له هر ډول غم او غصې لرې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره په ډیرې خوشالۍ سره په طبیعت کښې په چکرو او تفریح تیروي څو په نوي کال کښې خپل کار او کوشش په پوره انرجۍ او انګیزې سره پیل کړی شي.

نو وار له واره د نوي اختر د مبارکۍ په ویلو سره ستاسو ټولو عزیزانو لپاره له صلحې، کرارۍ، سلامتۍ او بري ډک کال له خدایه غواړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه

کمنټونه