Mar 20, 2019 04:58 Asia/Kabul
  • نوروزي دودونه-۳

د نوروزي دودونو نومې لړۍ ګرانو مینه والو! نن د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې وړومبۍ ورځ، د پسرلي پیل، د نوروز اختر او د ایرانیانو د ترټولو ستر جشن د لمانځلو نیټه ده. نو له برکته ډک کال، شین زرغون پسرلی او نوروز مو مبارک، د جشن او ښادۍ دوران مو پایداره او تل پاتې. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                نوروز د نوې ورځې په معنا دی او په لرغوني ایران کښې د پسرلیز نوروز د شتون ډیر شواهد شته دي چې ترټولو مهم په کښې د وري د میاشتې شتون او د دې میاشتې دستورونه دي چې د بهاري نوروز په جشن پورې له اړوندو زیاتره ننیو دودونو سره نزدې اړیکه لري. د وري د میاشتې فارسي نوم یعنې فروردین له fravasi کلمې اخیستل شوی دی پخوا به په ایران کښې د نیکو او پرهیزګارو مړو په روحونو اطلاقیده. ځیني هم د دې ټکي جرړه د (سمې فیصلې) په معنا یوه کلمه ګڼي.

ابوریحان البیروني د پسرلي په پيل کښې نوروز د پنځون د تازه زیږیدو او د انسان د خلقت ورځ او شمس الدین محمد دمشقي د نور او رڼا د پنځیدو ورځ بللې ده. د پسرلي د موسم پیلیدل د ژمي د ساړه او د طبیعت د افسردګۍ له پړاوه د انسان د تیریدو او د اوړي په موسم کښې د طبیعت د بیاژوندي کیدو د پړاؤ په لور د تګ او د پسرلي د غوړیدو ورځ بللې ده.

د نوروز د جشن ترسره کول د ایران چې د آسیا په زیاته سیمه پروت و په خلکو کښې له میلاده له درې زره کاله مخکښې څخه دود وو او ورته به د برخلیک د ټاکل کیدو ورځ هم ویل کیده. د خلکو د عقیدو له مخې د پسرلي او د نوي کال په پیل کښې نوروز هغه وخت دی چې د انسان برخلیک په کښې ټاکل کیږي او د یو کال لپاره یې تقدیر لیکل کیږي.

Image Caption

                د نوروز جشن په وړومبنیو باچاهانو پورې اړوند بلل کیږي. د فردوسي، عنصري، بیروني، طبري په شان د څلورمې او پنځمې هجري پیړیو نورو ډیرو شاعرانو او لیکوالانو چې تاریخي او اسطوره اي سرچینه یې بې شکه له اسلامه پخواني ادبیات وو، نوروز د جمشید د باچاهۍ له وخته ګڼي. هغه ورځ چې د ایران اسطوره اي باچا جمشید په پلیدۍ، تاریکۍ، جهالت او تشدد بریالی شو او د پسرلي په وړومبۍ ورځ پر تخت کښیناسته او د خپل حکومت د پیلولو جشن یې ونمانځه. له هغې ورځې نه تر ننه پورې خلکو دغه ورځ (روزِ نو) یعنې نوې ورځ او جشن یې لمانځي.

خو یادونه پکار ده چې د نوروز جشن له جمشیده مخکښې هم لمانځل کیده او ابوریحان سره له دې چې د دې جشن نسبت په جمشید پورې منسوبوي، لیکي: هغه ورځ چې یوه تازه ورځ وه، جمشید اختر وکړ، که څه هم له هغې مخکښې هم نوروز ستر او معظم و.

له میلاده ۵۳۸ کاله مخکښې د ځینو مورخانو د ګمان له مخې هخامنشي باچا کوروش، نوروز، ملي جشن اعلان کړ. په دغه ورځ به د عسکرو د ترقۍ، د عمومي ځایونو د پاکونې او د کورونو د څنډلو لپاره ځیني پروګرامونه ترسره کیدل. هم دا شان محکومان او بندیان به په دې ورځ بخښل کیدل. د رومن ګریشمن او اِرنِسټ هرتسفیلډ په شان ځیني محققان باوري دي چې تحتِ جمشید د نوروز د جشن د ترسره کولو لپاره جوړ شوی دی ځکه چې په هخامنشي پړاؤ کښې به د نوروز پرتمین جشن د کب له ۲۱ نه د غويي تر ۱۹ نیټې پورې یعنې کابو دوه میاشتې، د ډیرو میلمنو په شتون سره ترسره کیده.

د هغو تحقیقاتو له مخې چې د هخامنشي پړاؤ په کتیبو او په کاڼو باندې په موجودو لیکنو شوې دي، د نوروز په وخت به د نړۍ د ولسونو استازي په خپلو قومي او ملي په تخت جمشید کښې راغونډیدل او د نوروز جشن به یې لمانځه. هغوي به په دې مراسمو کښې د ایران باچا او دربار ته ښې او قیمتي ډالۍ وړاندې کولې.

تاریخي مستندات ګواهي ورکوي چې وړومبي داریوش له میلاده ۴۱۶ کاله مخکښې د نوروز په مناسبت د سرو زرو یوه سکه جوړه کړه چې په یو مخ یې یو عسکر د غشي ویشتو په حال کښې دی.

Image Caption

                له اسلام وروسته نوروز همهغه شان د ایرانیانو د پام وړ و او حتی د هغه د صحیح ترسره کونې لپاره په کال هینداره کښې ځینې اصلاحات هم وشول. د هجري لمریز کال اوسنۍ کال هینداره چې ایرانیان یې کاروي، د ۱۰۷۹ میلادي کال د مارچ په شپږمه نیټه یعنې د کب په پنځلسمه د حکیم عمر خیام نیشابوري له خوا بشپړه او په جلالي کال هیندارې مشهوره شوه. د جلال کال هیندارې له برابریدو تر مخکښې پورې به لیف کلونه یا کبیسې یا خو حسابیدې نه او یا به په تقویم کښې په یو داسې ډول ځاې کیدې چې ځینې ستونزې به یې رامینځته کولې. په دې وجه هغه څه چې جلالي کال هینداره یې له نورو غوره کړې، د کبیسو یعنې لیف کلونو د حساب کتاب طریقه ده چې خیام په سمه توګه حساب کړي او مشکل یې ختم کړی دی. د محققانو د تحقیقاتو او د ستور پيژاندو د وینا له مخې جلالي تقویم د نړۍ ترټولو کره او دقیق کال هینداره ده. ځکه چې قمري یا سپوږمیز کال په هر کال کښې له حقیقي کال سره لس ورځې اختلاف لري او اروپايي کال هینداره هم په هرو دوه نیمو زرو کالو کښې یوه ورځ خطا لري خو جلالي کال هینداره په هرو لسو زرو کلونو کښې یوازې یوه ثانیه (سیکنډ) خطا لري.

Image Caption

په اسلامي پړاؤ په تیره بیا په صفویه دوران کښې چې لسمه او یوولسمه هجري پیړۍ کیږي، نوروزي جشنونه او دودونه له ځینو اسلامي آدابو او دستورو سره واخښل شول او یو نوی رنګ او دیني مفهوم یې خپل کړ. داشان چې د دین له اولیاؤ به چې کوم روایتونه او حدیثونه نقلیدل، نوروز ته یې یو ځانګړی ارزښت او اعتبار ورکړ او د ایران د شیعه مسلمانانو په نزد یې د هغه منزلت له مخکښې هم زیات کړ. د شیعه عالمانو د روایتونو له مخې نوروز یوه مقدسه او الهي ورځ ګڼله شوې او حضرت آدم علیه السلام په دغه ورځ پنځول شوی دی. هم دا شان د یو بل روایت له مخې په دغه ورځ د هجرت په لسم کال حضرت محمد مصطفی(ص) په غدیر خم سیمه کښې حضرت امام علي علیه السلام د خپل ځاې ناستي او د مسلمانانو د خلیفه په توګه غوره کړ او مسلمانانو ته یې وروپیژنده. په دې وجه د ایران مسلمانان نوروز یوه سپيڅلې او غوره ورځ ګڼي او نوروزي آداب یې له ایراني-اسلامي کلتور سره ګډ کړي او ورته یې خاص پرتم او جلال ورکړی دی.

Image Caption

نن سبا د نوروز جشن لږترلږه دوه اونۍ نمانځل کیږي او د زوړ کال له وروستیو ورځو پیلیږي او د نوي کال د وړومبۍ یعنې د وري  د میاشتې په دیارلسمه پاې ته رسیږي.

                د نوروز تاریخي او کلتوري ښکارندې د خپل اوږد ټولنیز ژوند په دوران کښې په ایران او په کلتوري ایراني نړۍ کښې ډیرې لوړې ژورې لیدلې دي خو د پياوړو کلتوري او ټولنیزو ځانګړتیاؤ او د طبیعت له نوې کیدو او د خلکو د ژوند له رودې او معیشت سره یې د دستورو د ګډیدو په وجه یې د ایران په ټاټوبي کښې هم هغه شان دوام لرلی دی او تر ننه باقي پاتې شوی دی.

د ایران په خلکو او د نوروز د کلتوري حوزې په ټاټوبو او ټولنو کښې د نوروز او ورپورې د اړوندو دستورو د پاتې کیدو راز په څو عواملو پوې تړاؤ لري. په دې ترټولو مهم عوامل دا دي: د پسرلي په موسم کښې د کال د نوي کیدو تکرار او د طبیعت په بیازیږیدو پورې د نوروز پیئلتیا، د کرهڼې په اقتصاد باندې په ولاړو ټولنو پورې د نوروز او نوروزي دستورو نزدې تړاؤ او د خلکو په ورځني ژوند کښې د نوروز د دستورو کارنده توب او د نوروز د کلتور ځواکمنه جوهره او تر ټولو مهم ځانګړنه یې د نوروزي جشنونو ښادي او تاندوالی رامینځته کول دي.

 

ایران د څو زره کلنې تمدني مخینې او د مادي او معنوي کلتور د بې پاې او پراخ میراث د لرلو په وجه خپل ملي هویت ته د بڼه ورکولو لپاره له بې شمیره عناصرو برخمن پاتې شوی دی. ایرانیانو په لرغوني پړاؤ کښې ډیر جشنونه درلودل چې زیاتره یې د ټولنې په سویه او په مشترکه او عمومي توګه ترسره کیدل. سره د دې ټولو د وخت تیریدو او د تاریخي پیښو رامینځته کیدو ورو ورو پر دې حالت اغیزه وکړه او د هغو شمیر او اهمیت یې کم کړ. یوازنی پاتې جشن چې لاهم د ټولنې په کچه او په رسمي توګه نمانځل کیږي، د نوروز جشن دی او دا هغه جشن دی چې په نړۍ کښې هم د ایران په نوم پيژندل شوی دی.

نوروز هغه څو ملیتي دوسیه ده چې د ۱۳۸۸ لمریز کال د کب د میاشتې په څلورمه نیټه د یو نړیوال میراث په توګه په یونیسکو کښې ثبت شوې ده او د نفوسو له نظره د ګډ میراث ترټولو ستره دوسیه ګڼله کیږي. د نوروز جشن د نامحسوسه کلتوري میراث په توګه په نړیواله سویه ثبت شوی دی.

Image Caption

نامحسوسه کلتوري میراث زیاتره په زباني ډول له یو نسل څخه بل نسل ته منتقلیږي او لرونکي یې د خپل هویت د یوې برخې په توګه ګڼي. دا میراث د تاریخ په اوږدو کښې او د زمان او مکان د تقاضو په ځواب کښې پرله پسې بیابیا زیږیږي او دا تکرار یې د ژوندي توب نښه ده. نامحسوسه کلتوري میراث یوه بله ځانګړتیا هم لري چې د محسوس کلتوري میراث په اپوټه له پولو او سرحدونو اوړي او د خلکو، ډلو، قومونو او ولسونو ترمینځ د راکړو ورکړو په بهیر کښې منتقلیږي او له یوې سیمې، بلې ته رسیږي.

د نوروز جشن داسې ښکلي او سمبولیک رسمونه لري چې له زرګونو کلونو راهیسې لاهم د خلکو له خوا اجرا کیږي او هغوي هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د یو واحد چورلیز په شان سره راغونډوي. نوروز د ایرانیانو لپاره یو داسې مضبوط دلیل دی چې که نزدې وي او که لرې، هر چرته چې وي، کوشش وکړي چې د کال له ختمیدو مخکښې ځانونو خپلو کورونو او کورنیو ته ورسوي او د خپل مور پلار، ښځې او بچو او د کورنۍ د مشرانو ترڅنګ د نوروز په دسترخوان کښیني او په ګډه د نوي کال د پيلیدو جشن ونمانځي.

د ۱۳۹۸ کال نورز هم د سلګونو او زرګونو کلونو مخکښې نوروزونو په شان دی یعنې په یوه نوې ورځ د یو لرغوني رسم ترسره کول. نو نوروز مو مبارک شه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه