Mar 28, 2019 15:40 Asia/Kabul
  • ځلانده یون، په ایران کې  دیني ولسواکي ، د سختو او پيچلو پړاؤنو ونتیجه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د ځلانده یون نومې دلړۍ په ننني یویشتم مطلب کې داسلامی جمهوری نظام دسیاسي نظام د ژوند دڅلویښت کلن ویاړمن اوتل پاتې دوران د یوې بریا،یعني د :ولسواکۍ : د تحقق په باب درسره غږیږو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

په تیرو څلویښتو کلونوکې تقریبا په هرو دوو کلونو کې  په ایران کې انتخابات ترسره شوي دي،چې  نتیجه ئې هم  په وروستیو څلورو لسیزو کې  له بیلابیلو سیاسی ګروهنو سره دحکومتونو واک ته رسیدل دي .په ننني مطلب کې په اسلامی جمهوری نظام کې د هغو د بیخ بینائيو ارزونې  ته ستاسو پام راغواړو .

      دسیاسی ټولن پيژندنې  د تاریخ او مطالعاتو  له نظره،په تیرې پيړۍ کې  په ایران کې  د  سیاسی بندون  تر ټولو اغیزمن عامل،په  حکومتي اورګان کې  د قدرت له اندازې زیات تمرکز او په ټولنې کې د قدرت د ویشونکو اورګانونو  په توګه د  ولس د   ګوندونو او ډلو ټپلو  د رول پيکه کیدا  وه .د اسلامی انقلاب  له بریالیتوبه مخکې  د ایران سیاسی پړاؤ ښئ،د ایران د سیاسی قدرت جوړښت  په ډيرو تاریخي پړاؤنو او مرحلو کې  په قوم او قبیلې کې نغښتی او له پلاره  زوي ته رسیدلی چې  خلکو، پر هغو خپل اعتماد او باؤر له لاسه ورکړی .دیوې  خاصې ډلې په لاس کې دقدرت دغې ټولګې ، له ټولنې پردغې ډلې د هرډول نیوکو اوکرکتنو قدرت اخستی ؤ .خلک دسیاست په میکانزم بې باوره شول،ګوندونو په همدعې بې اعتمادۍ په دلیل  خپل ټولنیزملاتړله لاسه ورکړ او دقدرت د ویشونکو اورګانونوپه توګه د ګوندونو د حیثیت  په کمزورتیا سره،د قدرت  دغه تمرکزله اقتداره   لیرې شو .

داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ولس پر رول په تکیې سره  دسیاسی مشارکت او ګډون  یو دوران پیل شو،چې  داسلامی جمهوری نظام  د ټاکنې ریفرنډم  یا ټول پوښتنه،د ولسواکۍ په دغه نظام کې  لومړنۍ تجروبه  وه .

Image Caption

 

        دخپلې ټولنې  دبرخلیک په ټاکنې کې دټولنې د وګړو دعمومي دخالت په باب،د اسلامی متفکرانو له خوا بیلابیل  نظریات مطرح شوي دي .

په کلي توګه د دیني ولسواکۍ په نظام کې د عمومي فیصلې یا  راي  د ارزښت په زمینې کې دوې  نظرئې مطرح دي،لومړنۍ نظریه باؤري ده چې د اسلامی اصولو په چوکاټ کې  په ټولو سیاسی موردونو او قضیو کې  دټاکنې لپاره عمومي راي او  د اکثریّت په  رایو باندې  استناد دیني دنده ده او په ځّينو  موردونو کې  ګډون او  په ځينو نورو موردونو کې نه ګډون  باندې انحصار نه لري . 

  ددغې نظرئې په اساس  په ډيرو موردونو کې  نیغ په نیغه انتخاب  په واسطې  سره بدلیږي ،لکه د رهبرۍ انتخاب ، چې  دهغو  د ډير زیات اهمیّت او د ډاډمن  انتخاب د تضمین په دلیل ،د ولس په وسیله  د خبرګانو دشورا د ټاکل کیدا په شکل،د خبرګانو شورا په وسیله د رهبر ټاکل کیدا،یا  د وزیرانو   ټاکنه  او یا په بیلابیلو  سیاسی زمینو کې د نظام د ډيرو انتخابی پلاؤ  ټاکنه، چې   زر زر   عمومي  رایو ته   له مراجعې کولو  د ډډه کولو لپاره،چې  تقریبا ولس ته  زر زر مراجعه کول  ناممکن دي،د ولس د  ټاکل شوو استازو په وسیله  ټاکل کیږي ،یا ئې ټاکل کیدا د حکومت کابینې ته  چې پخپله د پارلیمان  له خوا ټاکل شوي وي،سپارل شوي دي .

Image Caption

 

مهم ټکی دادی چې ددغې نظرئې په اساس،په دیني ولسواکه نظام کې  د سیاسی چلند درستې  پيښې،یو ډول  د عمومي رایو په اساس  او د عمومي  ګډون په استناد سره  دي  چې دسیاسی پراختیا  یو مهم ا و روښانه مصداق  شمیرل کیږي .  دوهمه نظریه هم باؤري ده چې   د اسلامی حاکمیّت په نظام کې  د عمومي سیاسی مشارکت په پراختیاکې د اکثریّت په رایواستناد،  د سیاسی چلند  یو شمیر موردونو ته  محدود دی او  د نوموړو  موردونوځيني برخې پکې نه راځي .ددغې نظرئې په اساس،دین پيژاند اومتخصصان او ماهران،په ډيرو موردونو کې  داسلامی اصولو په چوکاټ کې او دسم سیاسی درک کونې  او لارې په  معلومولو کې  غوره عمل کولی شي،نو ځکه  په نوموړو موردونو کې د  عمومی ګډون څخه بیا بیا استفادې  ته کوم ضرورت نشته .

دغه نظریه،عمومی سیاسی ګډون،دپارلیمان د استازو د ټاکنې په څير  بشپړعرفي  او عادی  موردونو ته  محدود ګڼي او د استازو ترڅنګ انتصابي استازي هم  بشپړ قانوني ګڼي  او  په ځينو موردونو کې ،عمومي رول اوګډون  ضروري نه ګڼي چې البته دغه نظریه،د ایران د اسلامی جمهوریت له اساسی قانون  سره سمون نه خوري .

د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په توګه  د حضرت امام خمیني سیرت،فیصلو او لیدتوګو ته مراجعه ،په واضحه توګه  ښئ چې دوي د لومړنۍ نظرئې مطرح کونکي دي او په سیاسی موردونو کې د مسلمان  ولس پر بشپړ ګډون ئې ټينګار کړی دی .

  د اسلامی جمهوری نظام د اصلي معمار په توګه حضرت امام خمیني،ددینی ولسواکۍ څخه خپل  تعریف،نرډيره حده ددین په توګه داسلام،او  لږترلږه د ډيموکراسۍ  په اساس  کړی دی . هغه بزرګوار په دې باب د یوې پوښتنې په ځواب کې چې  د ایران دملت دمبارزې  هدف  دآزادۍ ترلاسه کول دي یا داسلام تحقق، فرمائيلي دي ؛ موخه اسلام وه،او البته  اسلام   هغه ټوله معناګانې لري ، چې   ډیموکراسي ورته وئيل کیږي :::  ددغې خبرې معنا او مفهوم  څخه نتیجه اخستل کیدلی شي،چې دیني ولسواکي او  د اسلامی حکومت جوړیدا   د اسلام د دین په بطن کې  ده .

         دخلاصې په توګه ،  د ټولنې  په درستو اوعمومی چارو کې  په فیصله کولو کې د ګډون لپاره  د :ټولو حق : د ولسواکۍ د نظرئې  نهائي محصول او ننتیجه  بلل کیدلی شي . په دغه حق کې ، د : انتخاب  په اصل اود سیاسی نظام  په یوه خاص ډول جوړیدا او هغه ته د رواوالي اوقدرت په ورکولو،  د خوښو  مقرراتو اوقوانینو په وضع کولو  او همدرااز د حاکمانو اومجریانو یعني د واکولانو او مسئولانو په  ټاکلو کې  فیصلې  شاملیږي .

Image Caption

 

ددغې نظرئې په اساس د اسلامی ټولنې د رهبر په  ټاکنې کې د ولس پراخ اوعمومي رول ته ارواښاد امام  جدي پام درلود  او په ډيرو موردونو کې ئې پرې ټينګار  کړی  او دا موردونه ئې جوت کړی دي .حضرت امام خمیني په یوه ځاي کې فرمائي ؛ که خلکو د خبرګانو شورا استازو ته رائ ورکړی  څو یو عادل مجتهدد خپل حکومت د رهبرۍ  لپاره  وټاکي ، نو کله دوي کوم کس ټاکي څو رهبري په غاړه واخلي،نو په چورلټ ډول هغه  ولس ته دمنلو وړ دی .په دې بڼه کې هغه د ولس ټاکل شوی ولي وي او  حکم ئې نافذ  دی .::::: 

Image Caption

 

  د رهبر د ټاکنې په باب  په یو سل اوه م  اصل کې راغلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت دبنسټګر او داسلامی نړۍ د انقلاب د ستر لارښود اورهبر  او د تقلید له لوړ  او لوي مرجع  حضرت آیت ا..العظمی امام خمیني وروسته چې د ولس په چورلټ اکثریت سره په مرجعیَت او رهبرۍ پيژندل شوی اومنل شوی دی ،د رهبر ټاکل کیدا د ولس د ټاکل شوي خبرګانو شورا داستازو  په غاړه  ده .

            د رهبرۍ خبرګانو شورا د اساسی قانون د پنځم او یو سل نهم  اصل په اساس د نوموړو شرائطو  لرونکو درستو فقیهانو په باب مشورې او ارزونې کوي ،کله له هغوي یو  کس په فقهي  او سیاسی او ټولنیزو مسئلو او موضوعګانو او احکامو  باندې اعَلمَ  وي او د نورو په نسبت پرې زیاته غلبه لري،او په نوموړو صفتونوکې برلاسه وي،نو درهبر په توګه ټاکل    او خلکو ته ورمعرفي کیږي.د خبرګانو شورا ټاکل شوی رهبر،به ولي امر او د ټولو مسئولیّتونو په غاړه اخستونکی وي . رهبر  دقوانینو په وړاندې  د هیواد له نورو وګړو سره مساوي او برابر دی ::::  په اسلامی ټولنې کې دغه  ارزښت او اصول، ښئ  په ایران کې  دجمهوریت اسلامی کیدا،د ایران د ملت د درستو پرګنو د نظر او راي په اساس  د اصل او د عدالت غواړو آئيډیاؤ په اساس دی،چې په حاکمیّت کې د اسلامی ارزښتونو دجاري کیدا ښودنه کوي . 

 

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه