می 04, 2019 15:55 Asia/Kabul
  • ځلانده یون،په ایران کې ددینی ولسواکۍپه څلویښت کلنۍکې د دیموکراسۍ اوج

دتهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې دځلانده یون د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .دوستانو دینی ولسواکي له اسلامی اعتقاداتو اوتعلیماتو راپورته شوي ده او په حقیقي او واقعي توګه له ولس سره ارتباط او پیوندلري . دغه شان نظام داسې څانګړنې او خصوصیات لري،چې د لویدیځ لیبرل دیموکراسۍ پشمول زیات شمیر پيژندل شوي نظامونه ئې نه لري ، په دې اړه ننني مطلب ته ستاسو پام راغواړو ،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیاوکړئ

د ډيموکراسۍ  او لیبرالزم  په مدعي ډيرو هیوادونو کې  د حکومتونو دمسئولانو او ولس ترمینځ  ارتباط او پیوند ، کوم  ژور او  عاطفي پیوند  نه دی .  دغه کم ساري ښکارنده د نظام د رواوالي یو رکن  او په  هغه کې د واقعي ولسواکۍ  د شتون  نښه ده .

 له اسلامی انقلابه وروسته  په ایران کې د  ولسواکۍ یوه ځانګړنه ، په انتخاباتو کې  منظمه ترسره کیدا او  تر ډیره حده ګډون دی .داسلامی انقلاب څخه وروسته  په تیرو کلونو کې  هر کال په متوسط ډول  یو ځل انتخابات ترسره شوي دي ، چې   په نړۍ کې د معمول ډيموکراسۍ  په ډګرونو کې بې مخینې  چاره ده . په دغه نصاب سره  پّ ایران کې د ولس   متوسط ګډونونه ډير زیات  او   د دیموکراسۍ  له مدعي هیوادونو لازیات  دي .  په دنیا کې  په  زیاتره  قوانینو او منظمَوَنو   کې   یو معمولی بهیر دی ، یا پارلیماني او یا ریاستي بهیر دی ، خو په ایران کې   ګډون په یوه بل ډول  وي .  خلک  له ولسمشره رانیولې  دنظام تر  لاندینیو مسئولانو پورې  او  له سترو تر واړو سیاسی چلندونو  پورې ، خپل مسئولان  تر نظر لاندې ساتي  .  د رهبرۍ د خبرګانو شورا انتخابات ،دولسمشرۍ انتخابات، دپارلیمان انتخابات،  د ښارونو او کلو داسلامی شوراګانو انتخاباتو په بهیر کې  پخپل برخلیک کې  د خلکو  د  رول او لاسوهنې یو ډول امکان  پوره کړی دی . یوه داسې موضوع چې  هیڅکله هم څنګة کیدلی نشي، د نړۍ په نورو هیوادونو کې  دګډون وضعیّت دی .

 په ډيرو هیوادونو کې   په انتخاباتو کې دخلکو ګډون  دهغو په ترسره کیدا کې   د خلکو له  اوږدې مخینې سره سره ،  څه خاص  نه وي .  په وروستیو کلونو کې  دغه اندازه  دسیاسی ا و اقتصادي  بحرانونو په دلیل  په لویدیځي هیوادونو کې  دګډون اندازه  لازیاته کمه شوې ده .  د مثال په توګه ،په امریکاکې ،  د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې  په وروستۍ یوې پيړۍکې تل له نیمو خلکو زیاتو  په انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی .  دکانګرس د غو د ټاکلو لپاهر  دخلک د ګډون فی صدي  هم تل  له دیرشو تر څلویښتو فی صدو په اندازه کې  وي .  په ډيرو کمو  موردونو کې په انتخاباتو کې  دخلکو ګډون ممکنه ده تر پنځوسو فی صدو هم ورسیږي .

په داسې حال کې  چې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې  په درستو پارلیماني انتخاباتو کې  چې په تیرو څلویښتو کلونو کې  ترسره شوي ،  دخلکو ګډون  له یو پنځوس فی صدو رانیولې تر یو اویاؤ فی صدو پورې  رسیدلې ده .  دغو احصایو ته په پام سره ،  دایران  په پارلیماني انتخاباتو کې  په متوسط ډول  ګډون  په لویدیځي هیوادونوکې له ګډون  ډير زیات دی .

Image Caption

 

              په لویدیځي آسیا یامینځني ختیځ  سیمې کې هم  دانتخاباتو ترسره کیدا، په انتخاباتو کې له ګډون او د رائ  له حقه برخمنیدا،تر دې دمه یو غوره چیلنج  حسابیږي .

 د ایران اسلامی انقلاب  د ډيموکراټيک  نظام څخه په بیلګه وړاندې کولو سره،په حقیقت کې  د ماډرن نړۍ  په نظري اومشروعیّت بخښونکي جوړښت کې  بنیادي درز رامینځةکړی دی .

  داسلامی جمهوری نظام  دحیات څلویښت کلنه تجروبه   ددغې نظرئې تائیدونکي ده چې   د ولسی رواوالي  دجوړښتونو  درامینځةکیدا له لارې  په داخلی قدرت په تکیې سره ،ایران توانیدلی دی ،  په حاکمیّت کې  د انتخاباتو  په سسټماټيک  کونکي ډګر کې  په مخکښ او ډيموکراټيک  نظام جوړونکي قطب  بدل شي .

دغه  عنصر په اسلامی ایران کې د ولسواکۍ  د بریالۍ بیلګه بنیاد جوړونکی دی .  په تیرو څلویښتو کلونو کې په انتخاباتو کې  دخلکو د آزاد ګډون او دعزت د دفاع  له لارې پر عمومي رایو باندې په تکیې سره  دنظام د اقتداراو رواوالي  دغې واقعي سرچینې  ، دهیواد ملی حاکمیّت او خپلواکي ساتلې ده.

   داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آيت ا..العظمی سید علی خامنه اي  پخپلو ولولناکو ویناؤ کې دانتخاباتو داهمیّت په باب فرمائي؛په اسلامی جمهوری نظام او بیلګې کې نه یوازې دین اوولسواکۍ  له یوه بله دوه  نه جلاکیدونکي عنصرونه دي،بلکې  ولسواکي له دینه راپورته شوې ده .::::

 په ایران کې ولسواکي ، دسیمې هیوادونو او نړیوال ډګر ته د وړاندې کونکي ډيموکراسۍ یو څرګند مثال دی . 

Image Caption

 

په ایران کې د ولسوالۍ  د بهیر  په ستاینې کې  دعراق  د السیاسه  ورځپانې مسئول چلونکی عادل المانع  وائي،په ایران کې د ډیموکراسۍ وده اوغوړیدا،دفارس خلیج  عرب هیوادوونه  ویرولي دي  او دوي  ئې  مقابلې ته مجبوره کړي دي .

  ددیموکراسۍجوړونکي عناصر دایران په اسلامی جمهوری نظام کې   په داسې شرائطو کې سسټماټيک شوي دي،چې دلویدیځي آسیا په ډيرو هیوادونو کې  اساسا،یا انتخابات نه ترسره کیږي،او یا هم  حاکمیّتی بهیرونه  په دې ډول دي چې  حتی  دانتخاباتو په ترسره کیدا سره ،  په هغو کې د ولس رول  هماغه شان چې باید وي ،  نشته . په سعودي عربستان ،متحده عربی اماراتو ،قطر  او   اردن   کې پاچا چې  عملا هم د حاکمیّت  او  هم د  حکومت رول لوبوي ،  دانتخاباتو  په دایره کې  نه شاملیږي  او  ولس  دهغو په ټاکنو ،یا لیرې کولو او حتی په هغو په نیوکو کې  له لږ  شان روله  هم برخمن نه دي .

په دغو هیوادونو کې  له میرمنو سره  نادود چلند هم  یوه هغه موضوع ده چې  دبشری حقوقو اورګانونه  دهغو په باب هیڅ خبره نه کوي . دفارس خلیج  په څنډې هیوادونو کې  موروثي حکومتونه ، عملا د ولسو  رول ته هیڅ اهمیّت نه ورکوي  او دفلاني آل او کورنۍ سره اړوندوالی و د رواوالی یو دلیل  حسابیږي .

Image Caption

        دوستانو له دې ټولو سره سره،دایران  اسلامی جمهوریت تر دې دمه، داستکباري هیوادونو له خوا له ډيرو پراخو منفي تبلیغاتو او پروپیګنډو سره مخامخ  دی ، ځکه چې  داسلامی    انقلاب وروسته  دڅلویښتو کلونو له تیریداسره سره،دایران داسلامی جمهوریت د اصیلو حاکمانو اوملاتړو په توګه  خلک،د اسلامی انقلاب  په دوام او دخپل برخلیک په  ټاکنې کې  غوره رول لوبوي . له دې امله ده چې په ایران کې ددیني ولسواکۍ  واقعیّت ، دادی اوس دسیمې  دخلکو لپاره په یوې کم ساری بیلګې بدل شوی او  دا حقیقت هیڅکله  هم پټيدلی نشي .

Image Caption

 

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه