•  منځنی ختیځ په تیره  اونۍ کی

د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان د مرکزی شورا، ۲۸ غونډه؛ د تیری اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کی، په رام الله کی ترسره شوه. د فلسطین د کورواګو تشکیلاتو مشر«محمود عباس»، پدې غونډه کی ټینګار وکړ؛ چی د فلسطین ؤلس هیڅکله، د بیت المقدس په هکله د ټرمپ طرح نه منی.

د دغې غونډې د پای په بیانیه کی هم، د فلسطین مرکزی شورا؛ د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان اجرایی کمیټې ته دنده ورکړه؛ چی د اسرائیلو له خوا د ۱۹۶۷ کال په پولو کی د فلسطین هیواد د منلو تر وخته پوری، د اسرائیلو په رسمیت پیژندل وځنډوی. 

پدغه بیانیه کی راغلی دی؛ چی انتقالی دوره چی د اسلو؛ قاهرې او واشنګټن په لاسلیک شویو موافقو کی راغلې ده، نور نو کارنده توب نه لری.

د تیرې اونۍ د غونډې په هکله؛ مهم ټکئ دا دئ چی د حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو، او د جبهه خلق ستری قوماندانۍ هغه بایکاټ کړه. د اسلامی مقاومت غورځنګ«حماس»، په یوې بیانیه کی د جنورۍ په ۱۴ مو او ۱۵ نیټو کی، د فلسطیند د مرکزی شورا د غونډو د بایکاټولو دلیل، د فلسطینیانو د حقوقو په لاسته راوړلو کی؛ د داشان غونډو اغیز نه درلودل وبلل. د حماس غورځنګ پدې بیانیه کی څرګنده کړه: چی د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان د مرکزی کمیټی د غونډې نتیجی نه شی کولای، د امریکی په تصمیم باندی اغیز وکړی، بلکه د سازباز د پروسې د بیا مطرح کولو لپاره، د نویو لارو د پلټلو په منظور یوه زمینه ده؛ چی کولای شی د فلسطین د مسئلې د نابودولو او د هغې د بشپړ حذفولو، او همداراز د آزادۍ د رښتنی کیدو او د برخلیک ټاکلو؛ او د فلسطین په ټوله خاوره کی د بیت المقدس په پایتختۍ سره د فلسطین د هیواد د جوړیدو په زمینه کی، د صهیونیسټی دښمن د هلوځلو د زیاتیدو؛ سبب شی.

په همدې باره کی د فلسطین پارلمان دویم نایب رئیس«حسن خریشه» وویل: د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان د مرکزی

شورا په غونډه کی د میلمانه ؤو او غیر اغیزمنو غړیو په توګه، د حماس اوجهاد اسلامی غورځنګونو شتون معنا نه لری، او هیله کیږی چی هغوی پدغه شورا کی له غړیتوب؛ او د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان له اصلاح کیدو وروسته، پکی ګډون وکړی، ترڅو د فلسطین د مسئلې په وړاندی له شته لانجو سره سم، فیصلی وشی. پدغه غونډه کی د حماس او جهاد اسلامی ګډون کولای شول د مرکزی شورا تصمیمونو ته اعتبار ور وبخښی؛ هماغه ډول چی د حماس غورځنګ، په ۱۹۹۹ کال کی د یاد غورځنګ د خدای بښلی مشر«شیخ احمد یاسین»، او د حماس د لوړ پوړی مشر«محمود زهار» له لارې، د دغې شورا په یوه غونډه کی شتون وموند، او سره له دې چی هغوی افتخاری میلمانه ؤو، او په سالن کی یی د رایی ورکولو له حق د بی برخی غړی په توګه شتون درلود، او هیڅ خبره یی هم ونه کړه، خو د غونډې فیصلو په هغوی پوری هم اړه وموندله. 

د مصر ؤلس مشر«عبدالفتاح السیسی»، د تیری پنجشنبې په ورځ،«خالد فوزی»  د یاد هیواد د استخباراتو سازمان له ریاست څخه لیری کړ. د هغه کاسټ خپریدل؛ چی پکی د مصر یو استخباراتی افسر، رسنیو ته په خطاب کی وایی؛ د بیت المقدس 

په باره کی چندانی حساسیت ونه ښیاست، ځکه چی د فلسطین د پایتخت لپاره، د رام الله او بیت المقدس ترمنځ کوم  توپیر نشته، د هغه د لیری کیدو اصلی علت وګنل شو.

سره له دی حاله؛ څیړاندی باوری دی چی د دغه صوتی فایل خپریدل، داسی یو فرصت ؤ چی السیسی د خالد فوزی د لیری کولو لپاره، د هغه په لټه کی ؤ، ځکه چی له یوې خوا «السیسی» له دولت څخه په دفاع کی د مصری رسنیو له کړچار څخه نا راضه ؤ، او له بلې خوا د مصر ؤلس مشر، د یاد هیواد د استخباراتو سازمان په هکله بدبین ؤ. پدی اساس السیسی، جنرال«عباس کامل» د استخباراتو د ارګان د مشر په توګه وټاکه.

عباس کامل؛ د پوځ د استخباراتو په سازمان؛ په دفاع وزارت او په جمهوری ریاست کی، د السیسی دفتر رئیس ؤ، او مصری رسنیو؛ هغه د السیسی دولت د «دویم شخصیت» او« تورې جعبې» په نامه یادوی.

د مصر د«المشهد» ورځپاڼی مسؤل مدیر«مجدی شندی» پدې باره کی وویل: «د استخباراتو سازمان د سرپرست په توګه د عباس کامل ټاکل ښیې؛ چی د مصر اصلی قدرت د عبدالفتاح السیسی د نږدیو کسانو په لاس کی دئ.

د خالد فوزی لیری کول، پداسی حال کی دی چی مصر، په راتلونکی مارچ میاشت کی د ؤلس مشریزو انتخابو په درشل کی دئ.

سعودی عربستان تیره اونۍ هم وښودل؛ چی د هیواد په داخل کی د ځپنی ، او د عربی هیوادونو په چارو کی د مداخلې د سیاست له دوام ورکولو سره په یو وخت، هڅه کوی صهیونیسټی رژیم ته نږدی شی.

په داخلی ډګر کی، د سعودی عربستان امنیتی ارګان، تیره اونۍ هم د دغه هیواد په ختیځو سیمو کی د ځپنی سیاست ته دوام ورکړ. په همدې اړه؛ په ختیځ ولایت کی د قطیف ښار شیعه اوسیدونکئ «عبدالله میرزا القلاف» د تیرې سه شنبې په ماښام، له ټروریزم څخه د ملاتړ په تور، د عربستان د پولیسو ځواکونو په وسیله ووژل شو.

په سیمه ایز ډګر کی هم، د یمن په خلاف د آل سعود جنایت کولو دوام وموند. د ډیفتری ناروغۍ د زیاتیدو بهیر؛ د دغې جګړې له نویو پایلو څخه دئ؛ چی تیره اونۍ اعلان شو. دغه ناروغۍ د څه د پاسه ۵۰ یمنیانو د مړینې سبب شوې ده.

د عربی هیوادونو په چارو کی د آل سعود دخالت کول، یواځی د جګړې په جنایتونو پوری نه محدودیږی؛ بلکه د عربستان حکومت په سیاسی اړخ کی هم، د یادو هیوادونو په چارو کی دخالت کوی. په همدې زمینه کی یو شمیر خبری سرچینو تیره اونۍ راپور ورکړ، چی د عربستان دولت د لبنان له لمړی وزیر، او د المستقبل جریان له مشر«سعد حریری» څخه غوښتی دی، چی د«القوات اللبنانیه» له ګوند، او عربستان ته د یو شمیر نږدیو خپلواکو مسیحیانو، او د یو شمیر سنی شخصیتونو؛ په تیره بیا د لبنان د پخوانی لمړی وزیر«نجیب میقاتی» په ملګرتیا ائتلاف جوړ کړی، داسی یوه موضوع چی منل یی د الحریری لپاره ګران دی. الحریری له یوې خوا؛ د بیروت په وړاندی د ریاض مغرورانه کړچار نه منی، او له بلې خوا د لبنان له اوسنی ؤلس مشر«میشل عون» سره د ائتلاف کولو په لټه کی دئ.

د عربستان د سیمه ایز سیاست بل اړخ، له اسرائیلو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره او دغه رژیم ته د نږدی کیدو لپاره هڅه کول 

دی. په همدې لړ کی صهیونیستی رژیم؛ له نیواکی سیمو څخه د سعودی عربستان په لور، د ریل پټلۍ د جوړولو د مقدمو د برابرولو کار پیل کړئ دئ.       

 د«یدیعوت آحارونوت» صهیونیسټی ورځپاڼی د تیری دوشنبی په ورځ ولیکل: د صهیونیسټی رژیم کابینی، له نیواکی فلسطین څخه عربستان ته د ریل ګاډی د پټلۍ د جوړولو لپاره په لمړنی اقدام کی، د خپل ۲۰۱۹ کال په بودجه کی څلور نیم میلیون ډالره، په  دغې ریل پټلۍ پوری د مربوطو مطالعاتو د کیدو لپاره بیل کړی دی.

په عراق کی د پارلمانی انتخاباتو ترسره کیدو ته له څلورو میاشتو څخه په کمه موده کی، د دغه هیواد پارلمان د تیری پنجشنبی په ورځ، د پارلمانی انتخاباتو د ځنډولو لپاره د فیصلی کولو په منظور غونډه وکړه، خو د ملی ائتلاف د ځواکونو په وتلو سره؛ د غونډې د کولو او د رایی د اخیستو لپاره د نمایندګانو شمیر، د نصاب لازم حد ته ونه رسید.

ټاکل د عراق د پارلمانی انتخاباتو څلرمه دوره د ۲۰۱۸ کال د مۍ میاشتې په ۱۲ نیټه ترسره شی. د«تحالف القوی العراقیه» په نامه پارلمانی فراکسیون، او د عراق په پارلمان کی یو شمیر کردی  

ډلې، د پارلمانی انتخاباتو د ځنډیدو غوښتونکی شوې. د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د دغو ګوندونو غوښتنه؛ د وخت په اخیستو پوری مربوطیږی. په بله وینا؛ دغه ګوندونه باوری دی، چی که په اوسنیو شرایطو کی؛ چی عراق د داعش له خطر څخه ژغورل شوئ، پارلمانی انتخابات ترسره شی، هغه برجسته رول ته په پام سره، چی شیعه ګوندونو د داعشی ټروریزم سره په مبارزه کی درلود؛ د یادو انتخاباتو حتمی ګټونکی کیږی. دا پداسی حال کی ده؛ چی د ۶ ؤ یا ۱۲ میاشتو لپاره د انتخاباتو ځنډول کولای شی، د ځان په کټه د تبلیغ کولو، او د شیعه ګوندونو د کمزورو ټکیو د ستر ښودلو لپاره، لازم وخت د دغو ګوندونو په واک کی ورکړی.

په همدی حال کی؛ د«الهدف» د ستراتژیکو تحقیقاتو د شبکې د مشر «هاشم الکندی» په شان یو شمیر څیړاندی باوری دی، چی د انتخاباتو ځنډول؛ په عراق کی د اکثریتی دولت له جوړیدو څخه د مخنیوی کولو لپاره، امریکایی- سعودی نقشه ده. الکندی؛ پدې هلکه وویل:« امکان نه لری؛ چی امریکائیان او سعودیان پریږدی په عراق کی د سیاسی اکثریت دولت رامنځته شی، ځکه چی دغه چاره؛ د عراق په داخلی ډګر کی د هغوی د شتون او نفوذ د کمیدو 

په معنا ده. امریکا د هغه څه په خلاف چی په ظاهر کی ښیې، په پټه توګه د عراق دولت او سیاسی ډلې، د دؤو چارو په وړاندی درولی دی؛ چی یو د انتخاباتو ځنډول، او بل یی د هیواد د مقامونو په ویشلو کی د ونډې ټاکنی د نظام په شرط؛ د انتخاباتو ترسره کول دی».

د انتخاباتو د ځنډولو لپاره غوښتنه، پداسی حال کی د تیرې پنجشنبی په ورځ مطرح شوه، چی د عراق د انتخاباتو لوړ کمیسیون، تیره اونۍ اعلان وکړ؛ چی ۱۴۳ ګوندونه به، د ۲۷ ائتلافونو په چوکاټ کی، د یاد هیواد په راتلونکو پارلمانی انتخاباتو کی سیالې وکړی.                                                                                  

 

 

 

 

 

Jan 24, 2018 12:41 Asia/Kabul
کمنټونه