• دزمحضر آفتاب
    دزمحضر آفتاب

انسانی علوم، د فکری او فلسفې اصولو او مقدمو له ډیرو اساسی برخو څخه دي، چی په انسان باندی واکمن قوانین بیانوی. انسانی علوم له دې کبله چی، د انسان او د هغه له اختیاری او ارادی کړچار سره اړوند دي، ځکه نو له نورو علومو سره چی غواړی مادی چاری او کړچار وپیژنی؛ ډیر توپیر لری. د انسانی علومو د راپیداکیدو ځای، په یوې خاصې ټولنې یا خاصو شخصیتونو پوری مربوط او منسوب نه دئ، بلکه د هغو علومو له جملې څخه دي، چی د تاریخ په اوږدو کی؛ او په یو تاریخی کلتور کی پیدا شوی دي. مګر سره له دې حاله، لویدیځه ټولنه؛ په

 ځکه نو مډرن انسانی علوم، چی د انسان د کړچار، یا د ټولنیز کړچار د بدلیدو  لپاره، معادله وړاندی کوی، په زیاته اندازه د لویدیځ د اصولو او مقصدونو په اساس، رامنځته شوی دي. د ایران د اسلامی انقلاب لارښود،آیت الله العظمی خامنه ای، د دغه مطلب د تائیدولو په ضمن کی، د لویدیځ د انسانی علومو سرچینه، مادی مفکورې بولی، او وایی:« د لویدیځ انسانی علوم، په یو بل نړۍ لید باندی ولاړ دي، د خلقت له عالم څخه په یو بل برداشت او پوهې باندی ولاړ دي، او په زیاته اندازه په مادی لید باندی ولاړ دي.» د دغو علومو اصول، د خدای په محور ولاړ نه دي، او له نړۍ او انسان څخه یی شناخت، مادی شناخت دئ. پدغه نړۍ لید کی، انسان په همدی دنیایی ژوندانه کی خلاصه شوئ، او دنیا؛ په همدې دنیا کی چی په سترګو لیدله کیږی، او په تجربې سره درک کیدای شی، خلاصه کیږی. پدغو علومو کی وحې، کوم ځای او موقعیت نه لری، او د دغو علومو په ارتباط فلسفی یا کلتوری اصول، او شرعی احکام په پام کی نه نیول کیږی. دغه چاری او اصول؛ د آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، کاملاً د دینی اصولو سره مخالف دي. دوی پدې باره کی  د خپل نظر په څرګندونه کی وایی: «دغه انسانی علوم چی نن ورځ رائیج دي، داسی مطالب او محتوا ګانی لری، چی د ماهیت له نظره، له اسلامی حرکت او اسلامی نظام سره مخالفی دي. دغه علوم یوه بله خبره لری؛ خبره داده چی د لویدیځی انسانی علومو بنسټ، غیر الهی؛ مادی او غیر توحیدی بنسټ دئ، او دا د اسلامی او دینی بنسټونو سره سمون نه خوری.»
 د طبیعی علومو موضوع، بهرنی څیزونه دي؛ چی له انسان څخه په خپلواکه توګه شتون لری. خو، د انسانی علومو په موضوع کی؛ پخپله انسان هم شاملیږی. ته به وایی چی ټول علوم د یو مړ بدن په شان دي، چی روح یی انسانی علوم دي. له همدې رویه؛ انسانی علوم د طبیعی علومو په پرتله،له زیات اهمیت څخه برخمن دي. ځکه چی په طبیعی یا په حرفه ای یا انجنیری علومو کی د یو څیز  خطر ناک، او یا ګټور والئ، او مضر والئ څرګند دئ. د مثال په ټوګه، صنعتی نشیې توکې، یا اټمی بم؛ څرګند خطر لری، مګر د انسانی علومو باطل اصول، څرګند نه دی، او په کاملاً پټه توګه، د یوې ټولنې کلتور په نښه کوی، او هغه ته بدلون ورکوی. له دې کبله ده، چی د محصلینو په تیره بیا د انسانی علومو د محصلینو په منځ کی، دین او دینی مسایلو ته اهمیت ورکول، پوهنتون ته له ورتلو مخکی؛ او له هغه وروسته دوره کی، توپیر کوی. پدې معنا چی، محصلین؛ له پوهنتونی تحصیلاتو څخه وروسته، دینی مسایلو ته لا لږ اهمیت ورکوی، او ځینی وختونه دا ډول مسایل خرافات ګنی. ځکه چی د هغوی د کتابونو د مطالبو اصول، لویدیځی اصول او د سکولاریزم؛ او انسان محورۍ او دنیا ګروهنې په اساس دي، چی د دغو علومو لپاره، یواځنئ ملاک او هدف، دنیایی ګټه او تاوان، او خوند اخیستل، او د سختۍ ګالل دي.
آیت الله العظمی خامنه ای، دغه وضعیت نا مطلوب بللئ، او فرمایی:« د انسانی علومو زیاتره بحثونه، د داسی فلسفو په اساس دي، چی بنسټ یی مادی ګروهنه ده، بنسټ یی د انسان حیوان بلل دي، د متعال خدای ج په وړاندی، د انسان مسؤلیت نه درلودل دي، انسان او نړۍ ته د معنوی لید نه درلودل دي. ښه، دغه انسانی علوم ترجمه کیږی هغه څه چی لویدیځوالو وویل، او ویی لیکل؛ عیناً هماغه څه راوړل کیږی، او ځوانانو ته منتقلیږی. په حقیقت کی، شکاکیت؛ شبهه؛ او الهی او اسلامی اصولو، او زموږ ارزښتونو ته بی باورې او عقیده نه لرل، په درسی چوکاټونو کی خپلو ځوانانو ته ور منتقل کړو؛ دا ډیر مطلوب څیز نه دئ.»
دوی، په پوهنتونونو کی؛ له دینی او قرآنی تعلیماتو سره د انسانی علومو د ضدیت لرلو څخه، د ګلایی په څرګندولو سره، زیاتوی: «زموږ انسانی علوم، له قرآنی او اسلامی اصولو سره د ضدیت لرونکو، اصولو او بنسټونو په اساس ټینګ شوی دي. د لویدیځ انسانی علوم په زیاته اندازه د مادی لیدتوګې په اساس دي. ښه؛ دغه لیدتوګه او نظر، یو غلط نظر دئ؛ دغه اساس او بنسټ یو غلط بنسټ دئ.»
 د آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، انسانی علوم؛  خط ورکونکی او فکر جوړونکی دي، او د ټولنې د حرکت لاره او مقصد ټاکی. ویلای شو؛ چی  په انسانی علومو باندی د دوی د ټینګار یو مهم دلیل، دا دئ چی ایران د پراختیا په حال کی هیواد دئ، او د پرمختګ او پراختیا لپاره، یو کامل سرمشق ته ضرورت شته، چی لاره او مقصد د هغه په اساس روښانه کیږی. د دغه سرمشق؛ او د پراختیا د معیارونو او ملاکونو ټاکل، د انسانی علومو په غاړه دي. د انسان په هکله د خلقت د شناخت په اساس تفسیر، او دا چی؛ هغه یو اړخیز، او یا دوه اړخیز موجود وبولو، پر اقتصادی؛ سیاسی؛ ټولنیز او کلتوری نظام باندی ډیره اغیزه لری، او په همدی اساس؛ د پراختیا او پرمختګ سمبول ټاکل کیږی. له همدې رویه؛ د ایران د اسلامی انقلاب لارښود، وایی:« اسلام، انسان دوه اړخیز موجود ګنی؛ له دنیا او آخرت څخه برخمن موجود؛ دا د ټولو هغو مطالبو بنسټ دئ، چی د پرمختګ په زمینه کی باید په پام کی وساتل شی؛ ستر ملاک دا دئ؛ ستر بیلونکئ دا دئ. که یو تمدن، او یو کلتور او دین؛ انسان یو اړخیز وباله، او د هغه نیکمرغې یواځی په مادې؛ دنیایی ژوندانه کی وبولی، طبعاً د هغه په منطق کی پرمختګ، د اسلام په منطق کی له پرمختګ سره، چی انسان دوه اړخیز موجود بولی، په کلې توګه توپیر لری. زموږ هیواد، او اسلامی ټولنه، هغه وخت پرمخ تللئ دئ؛ چی نه یواځی د خلګو دنیا سمه کړی، بلکه د خلګو آخرت هم آباد کړی. پیغمبران دا غواړی؛ د دنیا او آخرت غوښتونکي دي.»
 لویدیځی انسانی علوم، د دین په بنسټ نه دي، او له دین څخه پیروی نه کوی. بلکه ځینی وختونه هم؛ هغه ته دستور ورکوی. پدغو علومو کی عقل، په هر څه باندی چی نه پوهیږی؛ درست نه ګنی. مګر، د دینی اصل په اساس، عقل د واقعیتونو په یوې برخې باندی پوهیږی؛ خو په ځینو باندی نه پوهیږی، او پدې برخه کی په دین باندی تکیه کولای شو، او د وحې له تعلیماتو څخه مرسته اخیستلای شو. ځکه نو د اسلامی انقلاب د معظم لارښود یوه اکیده سپارښتنه، د انسانی علومو په زمینه کی د قرآنی تحقیقاتو د ترسره کولو، او په قرآنی اصولو باندی د دغو اصولو ټنګول دي. له هغه ځایه چی، قرآنکریم د انسان د هدایت کتاب دئ، هغه ته یی له مختلفو اړخونو څخه پاملرنه کړې ده. پدی اساس، قرآنی تعلیماتو ته پاملرنه، نه یواځی ممکنه؛ بلکه ډیره ضرورې ده. دوی، د هیواد د ښځینه قرآن څیړاندو په کتنه کی، څرګندوی:« دغه انسانی علوم، موږ د ترجمې په بڼه، بیله دې څخه چی هیڅ ډول تحقیقی اسلامی فکر ته اجازه ورکړو؛ چی په هغو کی لاره پیدا کړی، خپلو پوهنتونونو ته راوړو، او په مختلفو برخو کی تدریسوؤ؛ پداسی حال کی چی د انسانی علومو ریښه او اساس باید، په قرآنکریم کی پیداکړو. د قرآنی څیړنو او تحقیقاتو یوه مهمه برخه دا ده. باید په مختلفو زمینو کی، د قرآنکریم مطالبو او دقیقو ټکیو ته پاملرنه وکړو، او د انسانی علومو بنسټونه په قرآنکریم کی و لټوؤ او پیدا یی کړو. دا یو ډیر اساسی او مهم کار دئ. که دا کار وشو؛ نو هله په انسانی مختلفو علومو کی، د نظر خاوندان، تحقیق کونکې او متفکرین کولای شی، پر دغه بنسټ او اساس باندی، اوچتې ودانۍ جوړ کاندی. البته هغه وخت کولای شی؛ د نورو کسانو؛ لویدیځوالو او هغو کسانو څخه چی، په انسانی علومو کی یی پرمختګ لرلئ دئ، استفاده هم  وکړی، لیکن بنسټ باید قرآنی بنسټ وی.»
د دغې خبری په اساس، د نورو له نظریو څخه استفاده کول باید، پسله هغه څخه وی؛ چی قرآنی تحقیقات سرته رسیدلی وی، او د قرآن له نظر او او آیاتو څخه استفاده شوی وی. دغه ټینګار، ځینی وختونه په لا عمومی بڼه، او اسلامی تعلیماتو ته په کتنې سره، د آیت الله خامنه ای له خوا بڼه نیولې ده. لکه څنګه چی څرګندوی:« موږ د انسانی علومو په زمینه کی، تحقیق او نووښت ته اړتیا لرو. هغه مواد او اساسی مفاهیم هم چی، د هغو په اساس کولای شو، حقوق؛ اقتصاد؛ سیاست؛ او د انسانی علومو نورو برخو ته بڼه ورکړو، او تولید یی کړو، په حقیقی معنا، زموږ په اسلامی بډای کلتور کی شته دي، چی باید ورڅخه استفاده وکړو.»
 آیت الله العظمی خامنه ای، له نویو علومو سره ارتباط لرل، کاملاً ضروری بولی، مګر خبردارئ ورکوی، چی دغه رابطه یو اړخیز او په بشپړه توګه د منلو په اساس نه وی. پدی اساس باید په تحقیقاتی او انتقادی نظر سره باید، هغه علوم وڅیړو، تر څو معلومه شی؛ چی د منلو وړ دي او که نه؟ او د منلو په صورت کی آیا اصلاح کیدو ته اړتیا لری او که نه؟ « کښنئ فکر وکړئ، نظریی وړاندی کړئ، په دنیا کی د دغه علم له پانګې څخه استفاده وکړو، په هغه باندی یو څه ور زیات کړو، او غلط ټکی یی څرګند کړو.»
دوی، په هغې کتنه کی چی یی د هیواد د علمی لوړو شخصیتونو سره درلوده، داسی وویل:« هغه څه چی زموږ په علمی فضا کی لیدل کیږی، چی زما په نظر  یو ستر عیب دئ. دا دي چی په لس هاؤو کلونه کیږی، چی موږ اروپایی او بهرنی مطالب تکرارؤو؛ لولو؛ په یادؤو، او د هغو په اساس زده کړه کوؤ او نورو ته تعلیم ورکوؤ، مګر په ځان کی د پوښتنې او د انتقاد قدرت نه پیداکوؤ! علمی مطالب او متنونه باید ولولو، او له هر چا څخه علم زده کړو؛ مګر علم د ځان له لوړاوی، له پیاوړو ، ټینګو او کارنده روحونو سره یو ځای شی، چی د علم د پرمخ بیولو جرآت ولری، تر څو وکولای شی پرمختګ وکړی. په دنیا کی علمی انقلابونه پدی ډول رامنځته شوی دي.»
 
 
 
 

می 28, 2016 13:00 Asia/Kabul
کمنټونه