• افغانستان او پاکستان په  تیره اونۍ کی
    افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی

پدی مطلب کی، په پیل کی د دؤو هیوادونو د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو عنوانونو ته یوه کتنه لرو، پسله هغه د افغانستان او پاکستان دمهمو بدلونونو تحلیلی راپورونه، ستاسو په خبرتیا رسوؤ. :

پاکستان ته د امریکایی پلاوی ورتګ، د واکمن ګوند له لاسته راوړنو څخه د پاکستان د لمړی وزیر د سلا کار دفاع کول، د ټوټاپ طرحې د لارې په هکله په افغانستان کی د اعتراضونو دوام، د هلمند په نا امنیو کی د بریتانیې او پاکستان دخالت، په پاکستان کی امریکایی ضد مظاهرې، د افغانستان په خاوره کی د پاکستان د پوځ د پرمختګ په وړاندی، د دغه هیواد د مشرانو جرګې عکس العمل، په افغانستان کی د سولې له پروسې سره د مرستې لپاره د روسیې چمتو والئ، له افغانستان څخه د هند د لمړی وزیر کتنه، او هند او پاکستان د لانجې د کمولو په لاره کی، په تیره اونۍ کی د افغانستان او پاکستان له ډیرو مهمو بدلونونو څخه ؤو.

په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د بدلونونو څو تحلیلی راپورونه اورئ.

 د هند د لمړی وزیر«نارندرا مودی» او د افغانستان د ؤلس مشر« محمد اشرف غنی» په حضور کی، د هرات په ښار کی د سلما بند افتتاح شو.

د دغه بند په افتتاحیه مراسمو کی، اشرف غنی، په یولړ ویناؤو کی وویل: افغانستان له ډیرې پخوا مودې څخه له هند سره اړیکې لرلې دي، او د دؤو هیوادونو ترمنځ، ډیر ګډ کلتوری؛ سیاسی او تاریخی ټکی وجود لری.

دغه بند د هند د دولت په مرستې؛ او د څه د پاسه ۲۹۰ میلیون ډالرو په لګولو سره، جوړ شوئ دئ. انتظار کیږی دغه د اوبیز بریښنا(هیدرو الکتریک)پروژه، د ۴۲ مګاواټه بریښنا د تولیدولو، او همداراز د ۸۰ زره هکټاره ځمکو د اوبولو ظرفیت ولری.

اشرف غنی دیته په اشارې سره؛ چی هند یوه ګرانبیه ډالۍ د افغانستان خلګو ته وړاندی کړې ده، زیاته کړه: د خپل هیواد اوبه، په نړیوال ملاتړ سره کنټرولوؤ.

مودی هم، پدغو مراسمو کی؛ د سلما بند افتتاح کیدو ته په اشارې سره وویل: دا د افغانستان د پرمختګ په لاره کی یو بل ستر ګام، او تاریخې شیبه ده. ده زیاته کړه: د سلما بند د افغانستان او هند د دوستۍ په اساس جوړ شوئ، او د دؤو هیوادونو د تل پاتی تړاؤ سبب به شی. د هند لمړی وزیر همداراز څرګنده کړه: د دغه بند افتتاح کیدا، د افغانستان او هند د دؤو هیوادونو ترمنځ، د اړیکو د پراختیا لپاره یوه نوې پیلامه ده.

 مودی وویل: په چابهار کی د هند پانګونه به هم، د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه بله لاره پرانیزی، او زموږ د دوستۍ نتیجه او محصول، په کابل؛ قندهار او مزار پوری محدود نه دئ، زموږ مشارکت او ملګرتیا به له ټول افغانستان سره دوام ولری.

د سلما بند، چی په وروستیو کلونو کی د افغانستان ډیره ستره اقتصادی پروژه ده، د هرات ولایت د چشت شریف په نږدیو کی پروت دئ. د هند او افغانستان د مناسباتو زیاتوالئ، په تیره بیا په مختلفو اقتصادی، سوداګری او پوځی برخو کی، پداسی حال کی ده؛ چی پاکستان د دغو همکاریو له پراختیا څخه په کلکه اندیښمن دئ، او هغه د خپلو ګټو په خلاف ګنی. له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا، او پدی هیواد کی په هر اړخیزه بیا جوړونه کی د خپل رول د لوبولو لپاره، د هند د دولت د سیاست په چوکاټ کی، څه موده وړاندی د آسیا زړه کنفرانس، د هند د دولت په کوربه توب، د نوی ډیلی په ښار کی، او په افغانستان کی د سولې او ثبات له ټینګیدو سره د مرستې د لارو د څیړلو په هدف، ترسره شو.

 د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمیر غړیو، بریتانیا او پاکستان، د هلمند ولایت د نا امنیو  په دوام کی، په لاس لرلو تورن کړل. د هغوی له نظره، بریتانیه او پاکستان؛ په هلمند کی جګړه، خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره تعقیبوی. په هلمند ولایت کی د ترهه ګرو په خلاف، د افغانستان د پوځ د عملیاتو له پیلیدو څخه د اتو میاشتو د تیریدو با وجود، یو شمیر خبری او پوځی سرچینی وایی؛ د نا امنیو په دوام سره، د هلمند ولایت د نیول کیدو احتمال وجود لری.

 د هلمند ولایت په نا امنیو کی، د دخالت لرلو په باره کی د پاکستان او بریتانیی په خلاف د تور مطرح کیدا، داسی یوه مسئله ده چی په تیرو وختو کی هم، په افغانستان کی د تاوتریخوالی او جګړې د دوام د پټو عواملو په باره کی، مطرح وه.

له  ۲۰۰۱ م کال څخه، د امریکا له خوا د افغانستان د نیواک له پیل څخه تر اوسه پوری، هلمند د بریتانیې د پوځیانو اصلی اډه وه. د ۲۰۱۴ م کال په پای کی، په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د ماموریت د ختمیدو با وجود، د امریکا او ناټو د پوځیانو یوه برخه، د افغانستان قواؤو ته د زده کړې او مشاورې د ورکولو په پلمه، پدی هیواد کی شتون لری.

یو شمیر خبری سرچینی وایی: چی د بریتانیې پوځ، په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د جنګې ماموریت د دورې له ختمیدو وروسته، د خپلو پوځیانو یوه برخه، د هلمند ولایت په ځينو اډو کی، افغان ځواکونو ته د زده کړې ورکولو او مشاورې په چوکاټ کی، ساتلې ده.

د بریتانیې دولت، چی د نشیې توکو د تولید د ډیرې سترې سیمې په توګه، د هلمند په ولایت کی، د امنیت په برابرولو؛ او له ټروریزم او نشیې توکو سره په مبارزه کی، نا کامه پاتی شوئ، په ۲۰۰۷ م کال کی د طالبانو سره په مقابله کی د توان نه لرلو په دلیل، د هلمند ولایت د موسی کلاه ښار کنټرول، د بریتانیې د پوځیانو په ضد د دغې ډلې د حملو د کمیدو په بدل کی، طالبانو ته وسپاره، چی البته د دغې موافقې نتیجې مثبتې نه وې.

پاکستان هم، چی د افغانستان د مقامونو او خلګو په منځ کی، له هغه څخه د تخریبونکی لوبغاړی په توګه یادونه کیږی، تل په ترهه ګرو حملو، او د افغانستان د طالبانو له ډلې څخه په ملاتړ کی، د دخالت په کولو باندی تورن پاتی شوئ دئ.

پداسی شرایطو کی، چی په تیرو اتو میاشتو کی، په هلمند کی نا امنې او تاوتریخوالئ، د زیاتیدو په حال کی ؤ، او د طالبانو په وسیله د دغه ولایت د ځینو برخو د نیول کیدو احتمال وجود لری، د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمیر غړي، په هلمند کی د نښتو د دوام علت، د اسلام آباد او لندن په دخالتونو پوری مربوطوی. د مشرانو جرګې د دغو غړیو له نظره، د پاکستان او بریتانیې په وسیله، په هلمند کی له جګړې او نښتې څخه د ملاتړ کولو اصلی علت، د ګټو پوره کول دي.

 د افغانستان او پاکستان په چارو کی د امریکا د خاص استازی، ریچارډ اولسن، او د امریکا د ملی امنیت په شورا کی د آسیا د جنوب حوزې لوی مدیر، پیټر لووی په شمول، پنځه کسیز امریکایی پلاوئ، اسلام آباد ته لاړ. د پاکستان له مقامونو سره د امریکایی پلاوی د خبرو اترو چورلیز، په بلوچستان صوبه کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکې وروستۍ حمله، او د افغانستان د طالبانو د پخوانی سرغنی، ملا اختر منصور وژل کیدا وه. پاکستان د امریکا دغه اقدام، د دغه هیواد د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقضیدل، او د افغانستان د سولې خبرو اترو په پروسه کی، جدی خنډ بللئ دئ. د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د وروستۍ حملې په باره کی، د خبرو اترو لپاره له پاکستان څخه د امریکایی پلاوی کتنه، د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کی د کړکیچونو د زیاتیدو بیانونکې ده. پاکستان ته د دغه پلاوی له سفر وړاندی، په بهرنیو چارو کی د دغه هیواد د لمړی وزیر سلاکار، سرتاج عزیز، په یوه خبری کنفرانس کی ویلی ؤو؛ امریکا هرکله چی پاکستان ته اړتیا لری، دغه هیواد ته نږدی کیږی.

په پاکستان باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو حملې، چی له ۲۰۰۴ م کال څخه پیل شوې، او هماغه راز دوام لری؛ د دغو دؤو هیوادونو په اړیکو کی ډیر ستر کړکیچ ګنل کیږی. پاکستان چی له داشان حملو څخه په کلکه غصه دئ، اعلان کړئ چی دغه مسئله به، په ملګرو ملتو کی مطرح کړی.

سپینی ماڼۍ چی پوهیږی، که اړیکې یی له پاکستان سره د زیاتیدونکو لانجو سره مخامخې شی، ممکنه ده په سیمه کی د امریکا ګټې په خطرکی ولویږی؛ یو پلاوئ اسلام آباد ته واستاوه، تر څو په بلو چستان صوبه کی د بی پیلوټه الوتکو د وروستیو حملو له کبله، د پاکستان د مقامونو قهر پایته ورسوی.

که څه هم، دا وار د امریکی د بی پیلوټه الوتکو د حملې په وړاندی، د پاکستان عکس العمل، د اسلام آباد د تیرو کلونو د عکس العملونو په شان ؤ، مګر اوسنی شرایط؛ د واشنګټن لپاره تر یو حده پوری حساس دي. امریکا چی له پنځو میاشتو وړاندی، په افغانستان کی د سولې د څلور اړخیزو غونډو د ترسره کولو له لارې پدې لټه کی وه؛ تر څو پدی هیواد کی د ټروریزم سره په مبارزه کی خپله ناکامې، د کابل او د طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو د زمینې د چمتو کولو له لارې، جبیره کړی؛ پدې زمینه کی د پاکستان له منفی رول سره مخامخه ده.

پاکستان، د امریکا؛ چین او افغانستان په ملګرتیا، د افغانستان د سولې څلور اړخیزې غونډې یو غړئ دئ، او له نږدی دؤو تیرو میاشتو څخه یی، د امریکا د سیاست په اعتراض کی، د دغې غونډې په ترسره کیدو کی، د مثبت رول له لوبولو څخه ډډه کړې ده. د پاکستان په وسیله،د اړتیا وړ اِف – ۱۶ جنګی الوتکو د پیرودلو د لګښت په بشپړې ورکړې باندی، د امریکا د کانګرس ټینګار، او د هند سره د سپینې ماڼۍ د همکاریو پراختیا، د اسلام آباد د دولت د غصې سبب شوې ده. له همدې کبله پاکستان هم، د سولې خبرو اترو ته د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو ډلو د بلنې لپاره، خپل ماموریت درولئ دئ.

 د روښنایی غورځنګ یو شمیر غړیو، د ټوټاپ په نامه طرحې په چوکاټ کی، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د بریښنا د منتقلولو د پروژې د اجرا لپاره، د سالنګ د لارې د غوره کیدو په اعتراض کی، په کابل کی غونډه وکړه.

د سالنګ له لارې د ټوټاپ پروژې د اجرا کیدو اعتراض کونکو اعلان وکړ: که د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، د بریښنا د منتقلونکې کرښې لپاره، د بامیان د لارې په انتخابولو کی د هغوی غوښتنه عملی نه کړی، د افغانستان په دننه او بهر کی، خپلو اعتراضونو ته پراختیا ورکوی.

د ټوټاپ پروژې د بریښنا د کرښې د منتقلولو په منظور، د سالنګ د لارې د غوره کیدا په وړاندی د مخالفانو نوئ اعتراض، پداسی حال کی دئ، چی نږدی یوه میاشت وړاندی، د افغانستان ؤلس مشر؛ د ملی کمیسیون د نظر له اعلانیدو وروسته، د یو حکم په ترځ کی دستور ورکړ، چی دغه طرح دی د سالنګ له لارې اجرا شی. ده، دغه حکم د ملی کمیسیون له وړاندیز وروسته، چی د سالنګ یا بامیان له لارې،د ترکمنستان د بریښنا د منتقلولو د کرښې د لارې د ټاکلو لپاره، جوړ شوئ ؤ، صادر کړ.

دغه کمیسیون پسله هغه جوړ شو، چی د بامیان او سالنګ له دؤو لارو څخه، د بریښنا د کرښې د منتقلولو په باره کی، د خلګو او یو شمیر سیاسی او ګوندی شخصیتونو ترمنځ، جدی اختلافات پیدا شول.

د دغو اختلافاتو له جملې څخه، د افغانستان د غزنی په ولایت او په مزار شریف کی، یوې ډلې اعتراض کونکو، له بامیان ولایت څخه، د سالنګ له لارې، د ټوټاپ دبریښنا د کرښې د بدلیدو په وړاندی مظاهرې وکړې.

له بامیان څخه سالنګ ته  د ټوټاپ د بریښنا د منتقلولو د کرښې د بدلیدو مخالفانو، د افغانستان د ملی وحدت دولت، د هزاره قوم په خلاف په تبعیض باندی تورن کړ. د اعتراضونو له سختیدو وروسته، د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، د بامیانو او سالنګ له دؤو لارو څخه، د ټوټاپ د بریښنا د کرښې د انتقال د ښیګنو او معایبو د څیړنې لپاره، ملی کمیسیون جوړ کړ. دغه کمیسیون، له څیړنې وروسته، خپل نهایی نظر د افغانستان دولت ته وړاندی کړ، او د بامیانو د لارې په نسبت یی، د سالنګ لاره ښه وبلله. البته پیش بینې کیدله، چی حتی د سالنګ له لارې د ټوټاپ پروژې د اجرا کیدو لپاره، د افغانستان د ؤلس مشر د دستور له ورکول کیدو وروسته، بیا هم د دغه تصمیم په وړاندی اعتراضونه، د دغه هیواد په یو شمیر ښارونو کی پیل شی. د سالنګ له لارې د بریښنا د کرښې د اجرا لپاره، د ملی کمیسیون نهایی نظر، پداسی حال کی اعلان شو چی، د دغې طرحې مجری؛ د فیشنر شرکت، د خپلو علمی او کار پیژاندو مطالعاتو په اساس، د سالنګ د لارې په پرتله، د بامیانو لاره لا زیاته امنه، او له اقتصادی نظره ګټوره بللې وه.

  

Jun 13, 2016 16:41 Asia/Kabul
کمنټونه