• اسلام و پیژنو
    اسلام و پیژنو

د اسلام وپیژنو په نننی مطلب کی، د اسلام د ګران پیغمبر ص د وخت په اسلامی ټولنه کی، د انحضرت د سیرې او کړچار یوه بله برخه څیړو. پدی مطلب کی د نورو ادیانو له پیروانو سره، د حضرت محمد ص کړچار بیانوؤ.

په یوه کلې کټه ګوری کی، له غیر مسلمانانو سره د اسلام د پیغمبر ص، کړچار؛ دوې برخې لری، یوه یی له هغوی سره د رسول اکرم شخصی روده، او بله یی له دغې پرګنې سره د انحضرت ټولنیز برخوردونه دي. د پیغمر اکرم ص شخصی برخورد، د مهربانۍ او عطوفت په اساس، او تر دې حده ؤ، چی متعال خدای د انحضرت دغه ډول برخورد، په قرآنکریم کی وستایه. متعال خدای ج، د اسلام ګران رسول ص، عام او هر اړخیز رحمت معرفی کړئ، چی ټول انسانان، که هغه مسلمان او که غیر مسلمان وی، پکی شاملیږی. د انبیا د مبارکې سورې په ۱۰۷ آیت کی لولو:« موږ، ته؛د نړیوالو لپاره؛ له رحمت پرته بل څه ونه لیژلی.» هو! د اسلام ګران رسول ص د ټولو لپاره یو رحمت دئ، او انحضرت د ټولو کسانو د دې دنیا او بلې دنیا د ګټو د ساتنې او د نیکمرغۍ په چمتو کولو کی حریص دئ. رحمان خدای ج د انحضرت د مهربانۍ او زړه سوی د زیاتوالی په باره کی، د شعراء د مبارکې سورې په دریم آیت کی فرمایی:«ګواکی غواړی، ځان د زیات خپګان له کبله له لاسه ورکړې، له دې کبله چی هغوی ایمان نه راوړی.»

دلته وینو چی د کفارو او د حق د منکرانو په نسبت، د خدای د پیغمبر ص خپګان او زړه سوی، او د بندګانو له سعادت او ژغورنې سره د انحضرت علاقمنۍ، تر کومې اندازې پوری د دوی لپاره کار سخت کړئ ؤ، چی متعال خدای ج انحضرت ته د زړه ډاډ ورکړئ، او انحضرت ته یی تسلیت ویلئ دئ. د اسلام پیغمبر ص، ټول انسانان له کومې استثنا پرته، خپل ګران بچیان، او د زړه ټوټی بلل، او له دې کبله چی یی لیدل هغوی د ګمراهۍ او هلاکت په لاری تلل، سخت خپه کیده؛ هماغه ډول چی یو مهربانه پلار، د خپلو اولادونو له هلاکت او تباه کیدو څخه خپه کیږی.

 بیله شکه، د غیر مسلمانانو سره د سیاسی او ټولنیزو مناسباتو او تعامل ډول، له مسلمانانو سره د هغوی د برخورد په څرنګوالی پوری هم تړاو لری. لکه څنګه چی حضرت پیغمبر ص د هغو غیر مسلمانو ډلو سره؛ چی له مسلمانانو سره یی دښمنې نه کوله، او پخپلو تړونونو او ژمنو باندی، په ښه توګه پایبند ؤو، په سوله ایزه توګه او په تعامل سره برخورد کاوه. د قرآنکریم د ممتحنه د مبارکې سورې په ۸ مو او ۹ آیاتو کی، د غیر مسلمانانو له دؤو ډلو سره، د کړچار څرنګوالی ته اشاره شوې ده. لکه څنګه چی فرمایی:«خدای، تاسی له هغو کسانو سره د نیکۍ له کولو او د عدالت له رعایتولو څخه نه منع کوی، کوم چی د دین په چاره کی یی ستاسو سره جګړه ونه کړه، او له کور او ټاټوبی څخه مو ونه ایستلاست، په تحقیق سره خدای عدالت کونکی دوست لری. خدای یواځی تاسی له هغو کسانو سره له دوستۍ څخه منع کوی، چی ستاسو د دین په خاطر، له تاسو سره یی جګړه وکړه، او تاسی یی له خپلو کورونو څخه و ایستلاست، یا یی ستاسو په ایستلو کی ملګرتیا وکړه، او هر څوک چی له هغوی سره دوستې وکړی، هغوی ستمکاران دي.»

اوس، د هغه وخت له یهودیانو او مسیحیانو سره، د پیغمبر ص د کړچار څو مثالونو ته اشاره کوؤ.

 د اسلام ګران رسول ص، له غیر مسلمانانو سره د تړون په لاسلیکولو سره، د هغوی لپاره دا زمینه برابره کړه، چی د اسلامی امت ترڅنګ، سوله ایز ژوند ولری. د مدینې د منشور او تړون په شان، د دغو تړونونو ماهیت او اصل، په اسلامی ټولنه کی د وحدت او غږملتیا پوره کول ؤو. پیغمبر اکرم ص، د خپل نړیوال رسالت د تبلیغولو غوښتونکئ ؤو. طبیعی ده، چی یو داشان هدف؛ په یو آرامه او د جنګ او وینې تویونې پرته محیط کی، رښتنی کیږی. له همدې کبله وینو چی انحضرت، په هغه فرصت کی چی ورته برابر شو، د مکې مکرمې له کفارو سره، د حُدیبیې د سولې تړون لاسلیک کړ. دوی، د دغه تړون له کیدو، او د اسلام د قدرت د داخلی اډانو له ټینګښت وروسته، د هجرت په اووم کال؛ د خپل نړیوال رسالت د تبلیغولو او هغه ته د بلنې کار پیل کړ.

له هغه څخه کلونه کلونه وړاندی، مدینې ته د پیغمبر ص د ورتګ په وخت، له دې کبله چی یهیودیان؛ پدغه ښار کی فعال ؤو، انحضرت د مهاجرینو او انصارو د وحدت تړون ولیکل، او د مدینې یهودیانو هم؛ هغه لاسلیک کړ. حضرت پیغمبر د یو لړ شرایطو په اساس، د هغوی دین او پانګه، محترم وشمیرله. دغه تړون یو مهم تاریخی سند دئ او د دی بیانونکئ دئ، چی د خدای ګران رسول ص، تر کومې اندازې پوری په ژوندانه کی د آزادۍ؛ نظم؛ او عدالت په شان اصولو ته احترام قائیلیده، او څرنګه یی د دغه تړون په وسیله، د بهرنیو حملو په وړاندی یوه متحده جبهه جوړه کړه.

 له یهودیانو او د مدینې له خلګو سره د پیغمبر ص په تړون کی، راغلی دي؛ چی د تړون لاسلیکونکي، یو واحد ملت دئ. له یهودیانو څخه هر یو؛ له موږ مسلمانانو څخه پیروی وکړی، او مسلمان شی؛ زموږ له مرستې او ملاتړ څخه به برخور وی، او د هغه او د نورو مسلمانانو ترمنځ به،کوم توپیر نه وی، او هیڅوک حق نه لری؛ په هغه باندی ستم وکړی، او یا یو بل کس د هغه په ضد ولمسوی، او له دښمن سره یی مرسته وکړی. مسلمانان او یهودیان، پخپل دین او عقایدو کی آزاد دي. هیڅوک باید د خپل تړون کونکی سره ستم ونه کړی، او پداسی یوه پیښه کی باید، له ستم ځپلی سره ملګرتیا وشی.

پدې توګه وینو، چی ۱۴ پیړۍ وړاندی؛ پداسی حال کی چی لویدیځ او اروپا، د منځنیو پیړیو په دوره کی وه، او عربانو د جاهلیت په دور کی ژوند کاوه، حضرت پیغمبر ص له یهودیانو سره داسی تړون لاسلیکوی، چی ټول دینی او انسانی حقوق یی په پام کی ساتلي، او د هغوی امنیت برابروی. همداراز پسله هغه چی د نجران  مسیحیانو د اسلام له پیغمبر ص سره له مباهلې څخه په شا تګ وکړ، او د اسلام؛ پیغمبر اکرم ص، او د انحضرت د اهلبیت حقانیت یی ومانه، له پیغمبر ص سره یی د سولې یو لیک لاسلیک کړ. د سولې د دغه لیک په اساس، د نجران مسیحیانو د مالیاتو او خراج د ورکړی په وړاندی، د خپل دین د دستوراتو په ترسره کولو کی، بشپړه آزادې وموندله. د سولې د دغه لیک په یوه برخه کی راغلی دي:« د نجران او د هغه د شاو خوا مسیحیان د خدایتعالی په پناه کی، او د محمد رسول الله ص تر ملاتړ لاندی دي، او د هغوی شتمنې، ځان او دین امن او خوندی دي.»

 البته، په ځینو موارود کی هم، حضرت محمد ص مجبور شو؛ له یهودیانو سره برخورد وکړی. د هغو له جملې څخه، د بنی قَینُقاع له یهودیانو سره برخورد، چی یوې مسلمانې میرمنې ته یی سپکاوئ کړئ ؤ، او یاد بنی نضیر یهودیان، چی حضرت پیغمبر ص یی خپلې کلاه ته ور باله، خو د انحضرت د ټرورولو اراده یی لرله.

د بنی قُریظه یهودیانو هم، د احزابو د جګړې په ماجرا کی، له حضرت پیغمبر سره د هغوی د تړون په خلاف، د مسلمانانو په ضد یی توطئه وکړه، او له قریشو او د پیغمبر ص له دښمنانو سره یو لاس شول. له دې رویه، له یهودیانو سره برخورد، د هغوی په غلیمانه کړچار پوری تړاؤ لری، چی د اسلام په مرکز او پایتخت، یعنی د مدینې په ښار کی یی، مشکل رامنځته کړ، او له نا چاره د سولې او امنیت د ساتنې لپاره باید، یوه چاره او سریزه وسنجوله شی.

 د نورو ادیانو له پیروانو سره، د حضرت پیغمبر ص په اړیکو کی د پام وړ ټکئ دا دئ، چی دغه اړیکې؛ په حقوقی، مدنی او سیاسی چارو پوری محدودی شوی نه دي. تاریخ د دی واقعیت شاهد دئ، چی د نورو ادیانو له پیروانو سره د حضرت پیغمبر ص په اړیکو باندی واکمنه فضا، په زیاته اندازه؛ اخلاقی، معنوی او تربیتی وه. له دې رویه، زیاتره کسان؛ د حضرت پیغمبر ص سره په مخامخیدنه کی، د دوی په وسیله جذب او لیوال کیدل، او د انحضرت دین ته یی غاړه ایښوده.

ویل شوي، چی یوه ورځ یو شمیر کسان؛ د یوې جنازې د وړلو په مهال، په لاره کی د اسلام د ګران رسول ص ترڅنګ تیر شول. پیغمبر ص، د هغې جنازې په احترام، له ځایه پورته شو. یو چا انحضرت ته وویل:«ای د خدای رسوله! دا د یو یهودی جنازه ده.» پیغمبر ص هم په ځواب کی وفرمایل:« آیا دغه جنازه یو انسان نه دئ؟» یعنی اسلام، د هر انسان لپاره ارزښت او احترام قایل دئ. همداراز انحضرت، د غیر مسلمانو ناروغانو پوښتنې ته ورته. انحضرت د پوښتنې د کولو په وخت کی، ناروغ ته په اسلام باندی د ایمان راوړلو بلنه ورکوله. او هغه بیمار د حضرت پیغمبر ص له محبت څخه د ډک کړچار، او ښو اخلاقو تر اغیزې مسلمانیده.

دا ډول کړچار، د دی بیانونکئ دئ چی له نورو سره د پیغمبر ص برخورد، د ادب؛ احترام او ګذشت په اساس ؤ.

 د نورو ادیانو له پیروانو سره د حضرت پیغمبر ص اړیکې، کله په مستقیمه، او کله په غیر مستقیمه توګه، کله د لیک له لارې، او کله هم د خبرو له لارې وې. انحضرت، د مخاطبانو سره په مخامخیدنه کی، د ضرورت او موقعیت سره سم، د حکمت؛ موعظه حسنه او یا ډیر ښه جدال له دریو طریقو څخه، یعنی د بحث او خبرو اترو له ډیرو ښو طریقو څخه ګټه اخیستله. په ځینو مواردو کی هم، یو شمیر غیر مسلمانان؛ له نورو سیمو څخه مدینې منورې ته ورتلل، او د علمی مذاکرې؛ او ګنو پوښتنو د کولو په ترځ کی، بلآخره مسلمانیدل. د دغو مواردو له جملې څخه مسیحی «جارود» ته اشاره کولای شو ، چی بحرینی ؤ؛ او مدینې ته په ورتلو سره، او د یو لړ پوښتنو او ځوابونو په ترځ کی، د اسلام حقانیت ورته جوت شو، او مسلمان شو.

د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په اساس، حضرت پیغمبر ص ته دنده ورکړه شوې وه، چی نور خلګ په حکمت، موعظه حسنه، او جدال احسن سره، د خدای دین ته را وبولی، نه په تورې، زور او مجبورولو سره. حضرت پیغمبر ص، د اهل کتاب او د نورو ادیانو د پیروانو سره په مخامخیدنه کی هم، په حکیمانه دریځونو، او له حکمت څخه په ډکو خبرو سره، افراد قانع کول او هغوی اسلام منل. له دې پرته، انحضرت په جدال احسن، یعنی( په ډیر ښه شکل بحث ) سره، غیر مسلمانان؛ روغ او دوستانه تعامل او مناسباتو ته، رابلل او هغوی کولای شول، د خپل دین په ساتلو سره، د یو تړون او ژمن لیک په ترځ کی، د اسلامی حکومت تر سیوری  لاندی؛ په امنیت او سلامتیا کی خپل ژوند ته دوام ورکړی.

 

 

 

Jun 18, 2016 13:07 Asia/Kabul
کمنټونه