• د نمر په محضر کښې ( 13 )

د قران شريف د سورۀ آل عمران په 135 او 136 نوراني او مبارکو آيتونو کښې د استعغفار او د خداے پاک لوري ته د ستنېدو په حقله لولو:

((او هغه کسان چې کله بد کار (يعنې کبيره ګناه وکړي) او يا (په صغيره ګناه سره) په ځان باندې ظلم وکړي نو خداے دې راياد کړي او د خپلو ګناهونو بخښنه دې وغواړي، او څوک دي بې له خدايه چې ګناهونه وبخښي؟ او په هغه څه باندې چې يې کړي دي په داسې حال کښې چې پوهيږي (سم نۀ دي) ټينګار نۀ کوي نو د هغوي د پروردګار له خوا د هغوي اجر بخښنه ده او هغه جنتونه چې (د ودانيو او ونو ‎) لاندې يې نهرونه جاري دي، تل به په هغو کښې وي او ښه اجر دے  د دغو عمل کوونکو اجر.))

د خداے پاک لخوا دغه غوره اجر د هغو کسانو لپاره دے چې له خپل ناغوره کردار څخه پښېماني کوونکي او استغفار کوونکي دي. د ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي له نظره هغه تقوا دار او پرهېزګار کسان چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې وي او د الهي مغفرت غوښتنه کوي.

معظم رهبر د تقوا په باره کښې فرمائي: (( تقوا، يعنې په هوش کښې کېدنه او تل د ځان څارنه کونه. که له غافل انسانه په لسګونو ګناهونه کيږي او اصلاً دا نۀ احساسوي چې ګناه يې کړې ده، نو متقي انسان درست د هغۀ مقابله نقطه ده. ډېره لږه ګناه هم چې کوي نو فوراً يې يادونه کوي چې ګناه يې کړې ده او د تلافۍ کولوپه فکر کښې يې کيږي. (هم هغه ډول چې قران د سورۀ الاعراف په ۲۰۱ آيت کښې فرمائي:) ((پرهېزګاران چې کله له شېطاني وسوسو او مصيبتونو سره مخامخ کيږي نو (د خداے او د هغۀ د بدلې او سزا) په فکر بوختيږي.)) او کله چې شېطان يې څنګته تيريږي او د شېطان باد پرې لګيږي نو فوراً احساسوي چې شېطان غولولے او له اشتباه او غفلت سره مخامخ شوے دے «تذکّروا» : د خداے په ياد بوختيږي «فاذا هم مبصرون»؛نو د داسې انسان سترګې خلاصې وي.))

خو غافل انسان له استغفاره لرې وي. معظم رهبر په دې باره کښې فرمائي: ((غافل انسان هيڅکله د استغفار په فکر کښې نۀ کيږي. اصلاً  په ياد کښې يې نۀ راځي چې ګناه کوي. په ګناه کښې ډوب وي، اودۀ  او نشه وي او په حقيقت کښې د هغه کس په شان وي چې په خوب کښې يو حرکت کوي. نو ځکه د نفس د اصلاح او اخلاقو په مسلک کښې د سالکانو د منازلو په بيان کښې د اخلاقی سلوک خاوندان دغه منزل ته چې انسان يې غواړي له غفلته بهر شي د «يَقظه» يعنې د بېدارۍ منزل وائي.

د اسلامي انقلاب رهبر د غافلو انسانانو د خصوصيت په بيانولو کښې يو لړ د پام وړ ټکو ته اشاره کوي. دوي باوري دي چې غفلت د دې سبب کيږي چې انسان خپلو ګناهونو ته متوجه نۀ شي او په دې بنياد له هغوګناهونو څخه توبه او استغفار ونۀ کړي. دوي زياتوي ((چې کله  د قيامت ورځ شي  او کله چې حقائقوپه وړاندې سترګې خلاصيږي نو هغه وخت به وينو چې زمونږ په اعمال نامه کښې عجيبه څيزونه دي. انسان به حېرانيږي او له ځانه به پوښتنه کوي ما کله دا کارونه کړي دي؟ اصلا په ياد يې نۀ دي.دا دغفلت ګناه او د هغې شکلونه دي. نو بس د استغفار يو خنډ غفلت دے.))

دوي ټولو ته سپارښتنه او تاکيد کوي چې خلق دې د استغفار خاوندان شي او دا مهم ټکے هېر يې نۀ کړي چې له غفلت سره مخامخ نۀ شي. آيت ا... العظمی خامنه اي په استغفار باندې په تاکيد کښې زياتوي: ((د استغفار يوه لويه فائده دا د ه چې مونږ د ځان په اړه له غفلته وباسي. مونږ چې کله د ځان په اړه له اشتباه سره مخامخ کيږو. نو هر کله چې د استغفار په فکر کښې کيږوو نو ګناهونه، خطاګانې، افراطونه، د نفساني خواهشاتو هغه پېروي چې مو کړې ده، له حدودو هغه تجاوز چې مو کړے دے،  هغه ظلم چې په خپلو نفسونو مو کړے دے، هغه ظلم چې په نورو مو کړے دے زمونږ د سترګو مخې ته راژوندي کيږي او راياديږي مو چې څه مو کړي دي. نو هغه وخت له غرور، تکبر او غفلت سره نۀ مخامخيږوو. د استغفار وړومبنۍ فائده دغه ده.

 بيا هم خداے پاک وعده کړې ده چې هغه کس چې استغفار کوي، يعنې د يوې حقيقي دعا په توګه له خداے څخه حقيقتاً بخښنه غواړي او له ګناه څخه پښېمانه وي.))

((خداے توبه قبلوونکے او مهربان بيامومي.)) خداے پاک توبه قبلوونکے دے. دغه استغفار د پروردګار لوري ته ستنيدنه ده. خطاګانو او ګناهونو ته شا کول دي او که استغفار حقيقي استغفار وي نو خداے پاک يې قبلوي.))

د اسلامي انقلاب معظم رهبر باوري دے چې زمونږ انسانانو غلطي له خپلې خطا څخه غفلت، د اصلاح له لازموالي څخه غفلت او په ځان کښې د اصلاح له عملي کولو  څخه غفلت دے. که دغه غفلتونه له منځه لاړل او که دغه عزم او اراده رامنځته شوه چې له خپلو ګناهونو استغفار وکړو نو هر څه اصلاح کيږي. د دوي له نظره دويم خنډ چې انسان له استغفار څخه لرې کوي غرور دے. معظم رهبر فرمائي: ((مغرر انسان له ابادۍ نه ډېر لرې دے، له ازادۍ او سلامتيا څخه يې لاس ډېر لنډ دے.))

د مستدرک الوسائل کتاب د دولسم ټوک د يوسل او دويشتم مخ د نقل مطابق د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) يو مبارک حديث په دې اړه دے چې فرمائي: ((خداے ګناهګاران بخښي بې له هغه کسه چې نۀ غواړي وبخښلے شي.)) صحابه ؤ ترې پوښتنه وکړه: اے د خداے رسوله! څوک دي چې نۀ غواړي چې وبخښلے شي؟ د خداے قدرمن پېغمبر (ص) وفرمايل: ((هغه څوک چې استغفار نۀ کوي.))

نو استغفار د توبې او مغفرت د ور کنجي ده. په استغفار سره الهي بخښنه حاصلېدې شي او استغفار دومره اهميت لري.

خداے پاک د توبي او استغفار ور د بندګانو مخې ته خلاص کړے دے چې هغوي وکړې شي د کمال په لاره کښې مخ په وړاندې تګ وکړي او ګناهونه يې له کاره ونۀ باسي. خو استغفار هم يو لړ آداب لري او د خالصانه نيت او پخې ارادې غوښتنه کوي. معظم رهبر په دې اړه تاکيد کوي: ((هغه استغفار مشکل اواروونکے دے چې حقيقي او جدي او په حقيقت کښې غوښتونکے استغفار وي. په حقيقي توګه بخښنه وغواړئ او پرېکړه وکړئ چې نوره به دغه ګناه نۀ کوئ.))

البته انسان ممکنه ده دا فېصله هم وکړي چې ګناه به نۀ کوي بيا له خطا سره مخامخ کيږي او ګناه کوي،بيا دوباره توبه کوي که انسان سل ځل هم له توبې ماتونې سره مخامخ شي نو بيا هم د يو سل او يو ځل لپاره هم د توبې ور خلاص دے. آيت ا... العظمی خامنه اي فرمائي: ((تاسو چې توبه او استغفار کوئ نو پکار نۀ دي له مخکې نه دا پرېکړه ولرئ چې اوس به توبه وباسو نو بيا به لاړ شوو او هم هغه غلط او خلاف کار به وکړوو نو دا صحيح کار نۀ دے.)) دوي په دوام کښې زياتوي: ((يو روايت مې وليدۀ چې د يو امام ( يعنې امام رضا (ع) )له قوله يې داسې فرمائيلي دي: " مَنِ اسْتَغْفَرَ بِلِسَانِهِ وَ لَمْ يَنْدَمْ بِقَلْبِهِ فَقَدِ اسْتَهَزَأَ بِنَفْسِهِ"؛

يعني هغه کس چې په خوله استغفار کوي خو په زړۀ کښې له ګناه څخه پښېمانه نۀ وي او ډېر خوشحال هم وي نو دغه انسان په ځان پورې ټوقې کوي. دا څه ډول استغفار دے؟ دا استغفار نۀ دے. استغفار يعنې پکار دي  انسان ستون شي،واقعاً په جدي توګه له خداے پاک څخه  وغواړي چې هغه دې د دغه خلاف کار په وجه وبخښي... استغفار يوه دعا ده. يوه غوښتنه ده، پکار دي انسان په حقيقي معنو کښې له خدايه وغواړي او د الهي مغفرت او بخښنې غوښتنه وکړي. ((خداے پاک ته دې داسې عرض وکړي) : ما دا ګناه  وکړه نو اے پروردګاره! رحم وکړې او زما له دې ګناه تېر شې د هرې ګناه په اړه  د داسې ډول استغفار کول په مسلمه توګه الهي غفران اومغفرت په ځان پسې لري.))

د خداے پاک په درګاه کښې په ګناهونو اقرار کول له اسلامي سپارښتنو څخه دي او د الهي رحمت او مغفرت د حاصلېدو سبب کيږي. خو دغه اسماني دين هيڅکله خپلو پېروکارو ته اجازه نۀ ورکوي چې د بل انسان په مخکې دې د خپلې ګناه اعتراف وکړي. د اسلام په مقدس دين کښې د نورو په وړاندې په ګناه باندې اقرار منعې دے. آيت ا... العظمی خامنه اي په دې حقله د اورېدو څو ټکي بيانوي او فرمائي: (( دا چې په ځينو دينونو کښې شته چې خپلوعبادت ځايونو ته ځي او د خپل ملا، پير او پادري مخې ته کښېني او په خپله ګناه اعتراف کوي. دا په اسلام کښې نشته او داسې څيز منعې دے. د نورو مخې ته له خپل ځانه پرده اوچتول او خپل باطني رازونه او اَسرار  په ډاګه کول منعې دي. هيڅ فائده هم نۀ لري. دا چې اوس په هغو خيالي او ګماني او تحريف شويو دينونو کښې داسې ذکر کيږي چې پادري او مذهبي مشر ګناه بخښي، نه په اسلام کښې د ګناه بخښونکے ذات فقط خداے پاک دے. حتی يو پېغمبر (ع) هم ګناه نۀ شي بخښلې.

د سورۀ نساء په څلور شپېتم مبارک آيت کښې فرمائي: ((که دغو ګناهګارانو هغه وخت چې په ځان يې ظلم کوۀ (او د خداے احکام يې تر پښو لاندې کول (اے رسوله) ستا لوري ته درغلي وې او له خداے نه يې بخښنه غوښتې وې او پېغمبر هم د هغوي لپاره استغفار کړے وې نو خداے به يې توبه قبلوونکے او مهربان بيا موندۀ.))

کله چې يې يوه ګناه وکړه نو په نفس يې ظلم وکړ، که ستا لوري ته چې پېغمبر يې درشي او له خدايه مغفرت او بخښنه وغواړي او تۀ هم د هغوي لپاره بخښنه وغواړې نو خداے د هغوي توبه قبلوي.

يعنې پېغمبراکرم (ص) د هغوي لپاره د بخښنې دعا کوي خپله پېغمبراکرم (ص) ګناه نۀ شي بخښلې، ګناه بايد يوازې خداے پاک وبخښي. دې ته استغفار وائي چې دا استغفار په حقيقي توګه يو مهم مقام لري.))

----------------------------------

Jun 28, 2016 16:08 Asia/Kabul
کمنټونه