• اسلام وپیژنو
    اسلام وپیژنو

د اسلام پیژندنې د مطالبو په دوام کی د حضرت پیغمبر اکرم ص د رحلت موضوع، او د دوی د ژوندانه وروستی کلونه څیړو. د حج له سفر څخه له ستنیدو وروسته، ورو ورو د خدای د رسول ص په وجود کی د کمزورتیا او ناروغۍ نښې نښانی څرګندی شوې.

 حضرت پیغمبر ص پوهیده چی د رحلت وخت یی نږدی شوئ دئ. د اسلام د پیغمبر ص د ژوندانه په وروستی کال کی، یوه ورځ انحضرت، علی ع ته وفرمایل:«جبرئیل هر کال یو ځلې قرآنکریم را ته لوسته، خو سږ کال یی دوې ځلې راته ولوست. د دې مسئلې دلیل له دې پرته بل څه نه بولم، چی سږ کال زما د عمر وروستئ کال دئ. ای علی!  ماته د دنیا د ګنجونو او په هغې کی د تل پاتی کیدو، او د متعال خدای ج د ملاقات، او د همیشنی جنت ترمنځ، د انتخاب اختیار راکړ شوئ دئ، مګر ما د متعال خدای ملاقات او جنت انتخاب کړ.»

حضرت رسول اکرم ص د ژوندانه په وروستیو ورځو کی سخت اندیښمن ؤ. دوی لیدل چی زیات شمیر کسانو اسلام ته مخه کړې ده، خو تر اوسه لا ایمان د زیاترو افرادو په زړونو کی ځای په ځای شوئ نه دئ، او ډلې ډلې کیدل؛ او قدرت غوښتنی کولای شی، د ټولنې د شاتی پاتی کیدو، او د جاهلیت دورې ته د خلګو د ورګرځیدو سبب شی. انحضرت له خپل رحلت وروسته،د اسلام د نوی جوړ شوی امت د برخلیک په هکله اندیښمن ؤ. دوی دې مسئلې ته خپل پام واړاوه، چی د اُحُد په جګړه کی دښمنانو، د مسلمانانو د لیکو د سره پاشلو په منظور، د خلګو ترمنځ د پیغمبر ص د وژلې دروغ خبر خپور کړ، چی دغه خبر د زیات شمیر لښکریانو د روحیې د کمزوری کیدو، او د هغوی د یو شمیر د تیښتې سبب شو.

 د اسلامی امت د راتلونکی په هکله اندیښمنی، د اسلام پیغمبر ص دیته اړ ایسته، چی د خپل ژوندانه په وروستیو ورځو کی، هغه څه چی د اسلامی امت د پایښت او دوام لپاره ضروری دی، خلګو ته ووایی، او هغوی له ځان وروسته فتنو څخه لیری وساتی.

هماغه ډول چی په تیر مطلب کی مو یادونه وکړه؛ حضرت پیغمبر ص د حج په وروستی سفر کی، د هغو مسلمانانو په ستره غونډه کی، چی له مکې مکرمې څخه بیرته ګرځیدل، حضرت علی ع د خپل وصی او ځای ناستی په توګه معرفی کړ، او له خلګو یی و غوښتل چی له هغه څخه په پیروی کولو سره، د خپل سعادت او نیکمرغئ لاره هواره کړی. اوس له دغې پیښې څخه یو څه موده تیره شوې وه، او د خدای د پیغمبر ص د عمر وروستۍ ورځی را رسیدلی وې. اسلام د عربستان په نږدی ټولو برخو باندی واکمن شوئ ؤ، خو حضرت پیغمبر ص د رومیانو له خوا د خطر احساس کاوه، ځکه هغوی تل؛ له شمالی برخو څخه د مسلمانانو لپاره ګواښ ګنل کیدل. ځکه نو رسول اکرم ص یو ستر لښکر سمبال کړ، او د روم جبهې ته د اسلام د لښکر د لیژلو لپاره یی،«اسامه بن زید» د لښکر قومندان و ټاکه. سره له دې چی د مهاجرینو او انصارو په شمول د صحابه ؤو ترمنځ، سپین ژرې او نامتو کسان موجود ؤو، لیکن پیغمبر اکرم ص د لښکر د قومندانۍ لپاره، اسامه چی شل کلن ځوان ؤ، غوره کړ. پیغمبر ص د خپل ژوندانه په وروستیو ورځو کی، پدی انتخاب سره، وښودل؛ چ د سیاسی، او ټولنیزو چارو او حتی د ټولنې د رهبرۍ او مشرۍ لپاره، د حساسو موقعیتونو د تر لاسه کولو لپاره، د افرادو لیاقت، وړتیا او توانایې مهمه ده، نه د هغوی عمر، او شهرت. ځکه یی ټولو ته دستور ورکړ ؛ چی له اسامه څخه اطاعت او پیروی وکړی. حضرت پیغمبر ص په پرله پسی توګه خپلو صحابه ؤو ته وصیت کاوه، چی د هغه له سنت څخه لاس وانخلی، د خدای په دین کی بدعت رامنځته نه کړی، او د دوی په عترت او اهلبیت لاس پوری کړی.

 کله چی حضرت پیغمبر ص د ناروغۍ په بستر کی پریوت، ښځې او نارینه په مسجد کی را غونډ شول، او د خدای د ګران رسول ص د له لاسه ورکولو په خاطر یی اوښکې تویولې. پدی منځ کی یو شمیر کسانو هم په اشتباهی توګه، د پیغمبر اکرم ص له مړینې څخه انکار کاوه. پیغمبر ص له علی ع او فضل بن عباس څخه وغوښتل، چی لاسونه یی ونیسی او مسجد ته د تلو لپاره یی ملګرتیا وکړی. کله چی پیغمبر ص منبر ته وخوت، د خدای تعالی ج حمد او ثنا یی وویله، او ویی فرمایل:«ای خلګو! څه شئ د دی سبب شوئ، چی د خپل پیغمبر ص مړینه انکار کړئ؟ آیا موږ او تاسی ټول نه مرو؟ که ټاکل شوی وای یو څوک د تل لپاره پاتی کیدای، زه د تل لپاره ستاسو په منځ کی پاتی کیدم. آګاه اوسئ چی زه به له پرور دګار سره ملحق شم، پداسی حال کی چی ستاسو ترمنځ می یو شمیر امانتونه په یاد ګار پری ایښی دي، چی که په هغو باندی لاس پوری کړئ، هیڅکله نه ګمراه کیږئ: د خدای کتاب چی ستاسو په لاسونو کی دئ، او سهار او ماښام یی لولئ، او زما عترت او اهلبیت، چی تاسو ته د هغوی په هکله د نیکۍ سپارښتنه کوم.

دا وروستۍ غونډه وه، چی د پیغمبر ص په حضور کی ترسره شوه. انحضرت په هغه ورځ کی بیا هم د اسلامی امت لپاره راتلونکې لاره وټاکله. حضرت پیغمبر ص هغو کسانو ته چی په شاو خوا کی یی راغونډ شوی ؤو، وفرمایل: «ای خلګو پوه شئ، چی له ما وروسته بل پیغمبر نه راځی، او زما له سنت پرته به بل سنت نه وی. هر چا چی د پیغمبرۍ ادعا وکړه، پخپله د هغه ادعا ده، او ځای یی په دورژخ کی دئ. ای خلګو حق اجرا او پلی کړئ، له یو او بل څخه جلا نه شئ، او مسلمان پاتی شئ، تر څو پاتیدونکی اوسئ.»

 بالاخره هغه ترخه او درد ناکه ورځ ورسیدله. ګران پیغمبر ص د ناروغۍ په بستر کی پروت ؤ، او هره شیبه یی حال لا خرابیده. کله کله یی سترګی پټولې، او بیهوشه کیده، او هر وخت چی په هوش راته خپل وروستی وصیتونه یی خلګو ته کول. علی ع د انحضرت ترڅنګ ناست ؤ. حسن او حسین علیهماالسلام هم پورته شول، او پداسی حال کی چی یی ژړل، مخته ورغلل او ځانونه یی د رسول الله په غیږ کی واچول. علی ع غوښتل چی هغوی له پیغمبر څخه جلا کړی. انحضرت خپلې سترګې خلاصی کړې، او ویی فرمایل:«علی جانه! پریږده هغوی بوی کړم، او دوی هم ما بوی کړی. له هغوی څخه توشه واخلم، او دوی هم له ما څخه توشه واخلی.» د ګران پیغمبر ص په څنګ کی د انحضرت ګرانه لور حضرت فاطمه س، پداسی حال د پیغمبر څیرې ته ځیر شوې وه، چی په کلکه اوښکی تویولې. انحضرته د پیغمبر اکرم ص په سترګو کی د ژوندانه د نور د ځلیدو هیله در لوده. پلار ته یی کتل، او ویل یی: د رحمت باران ستا د وجود له برکته اوریده، او د هدایت لمر ستا د سترګو له افق څخه ځلیده. ته د یتیمانو او بی سرپرستو ښځو د اړتیاؤ پوره کونکئ او پناه ځای وی.» ګران پیغمبر ص د خپلې محبوبې لورې ژغ واورید، او خپلې سترګې یی پرانیستی. نظر یی د فاطمه له نظر او کتو سره غوټه وخوړله، او ورو یی وفرمایل:« ای ګرانی لورې! داسی خبره مه کوه. او د آل عمران د مبارکی سورې، ۱۴۴ آیت ولوله:«محمد، له یو پیغمبر پرته بل څیز نه دئ، چی له هغه وړاندی هم نور پیغمبران ؤو. آیا که هغه ومری، یا ووژل شی، تاسی شاته ګرځئ؟» د دغه آیت اصلی پیغام دا دئ، چی خلګ دی له پیغمبر اکرم ص وروسته، د هغه لارې او رودې ته دوام ورکړی، او جاهلی تیرو دورو ته ور نه ګرځی.

د ګران رسول ص په شاو خوا حاضر کسان، له دې څخه چی یی لیدل د رحمت او مهربانۍ دغه پیغمبر، حتی د خپل عمر په وروستیو شیبو کی د هغوی د نیکمرغۍ او نیک بختۍ په فکر کی دئ، دوه چنده خپه او غصه کیدل.

پدی وخت کی، د خدای ګران رسول ص وغوښتل، چی علی ورته نږدی ورشی. علی د حضرت پیغمبر نزد ته لاړ. حضرت رسول اکرم ص یوه موده، د علی ع په غوږ کی خصوصی خبری وکړې. کله چی یی له علی ع څخه وپوښتل؛ پیغمبر تا ته څه ویل؟ علی ع په ځواب کی وفرمایل:« پیغمبر اکرم ص د علم زر وَرونه ماته را وښودل، چی له هر ور څخه یی نورې زرې دروازې پرانیستلې کیږی.»

 باالآخره هغه ترخه او غمناکه پیښه، د هجرت د یوولسم کال د صفر میاشتې په ۲۸ مه نیټه رامنځته شوه. کله چی د خدای ګران رسول ص رحلت وکړ، علی ع و فرمایل:« د رسول اکرم ص د رحلت مصیبت، دومره درون بار زما په اوږو کښیښود، چی ګمان می کاوه؛ که هغه په غرونو باندی کښیږدی، د هغه د وړلو طاقت به ونه لری.» علی ع په غجن زړه او له اوښکو څخه په ډکو سترګو سره، حضرت پیغمبر ص ته غسل ورکړ. بیا یی د انحضرت له مخ څخه کفن ایسته کړ، او ویی ویل:« مور او پلار می ترتا ځار شی! پاکیزه دی ژوند وکړ،او پاکیزه له دنیا لاړې، ستا په رحلت سره د نبوت او پیغمبرۍ سلسله ختمه شوه، چی د نورو انبیاؤو په رحلت سره داسی نه ؤو شوئ. دومره دی مقام او مرتبه وموندله، چی د خدای د سلام او صلوات ځانګړتیا دی تر لاسه کړه، دومره پراخ نظر دی درلود، چی ټول خلګ ستا په نظر یو شانته ؤو، مور او پلار می تر ځار شی! موږ د خپل پروردګار په نزد په یاد راوړه، او موږ د خپل خاص لطف او مهربانۍ وړ وګرځوه.» وروسته یی خپل سر کوز کړ، او د وروستۍ ځلې لپاره یی د خدای د وروستی پیغمبر ص نورانی څیره ښکل کړه، او مخ یی وپوښه.»

 علی ع د پیغمبر ص د جنازی لمونځ ادا کړ، او بیا یی له خلګو وغوښتل چی ډله ډله دی د پیغمبر د جنازې لمونځ ادا کړی. پسله هغه یی د وروستی الهی پیغمبر پاک او سپیڅلی بدن، په ډیر غم او خپګان سره خاورو ته وسپاره.

د اسلام ګران رسول ص، د هدایت هغه مشال ؤ، چی متعال خدای ج د انسان د حرکت په لاره کی روښانه کړ، تر څو د نیکمرغۍ او بد مرغۍ لاره د تل لپاره وپیژنی. په هغې زمانه کی چی ټول په تورتم او جهالت کی اوسیدل، او د پلیدۍ په ګرداب کی ډوب ؤو، هغه د انسان د بیدارۍ، ژغورنې، او آزادګۍ آواز اوچت کړ. انحضرت پدې لاره کی ډیر و زورول شو، مګر هیڅکله سست نه شو، او خپل حرکت او فعالیت ته یی دوام ورکړ. انحضرت د لمر په شان په تور تمونو کی وځلید، او تر اوسه لا د هغه د نور وړانګې ټول ځایونه روښانه کوی. لکه څرنګه چی متعال خدای ج هم د قرآنکریم، د احزاب د مبارکې سورې په ۴۵ مو او ۴۶ مو آیتونو کی فرمایی:«ای پیغمبره! موږ، ته په خلګو باندی شاهد، زیرئ ورکونکئ، او ویرورنکئ ولیژلې، او د هغه په امر د خدای په لور بلونکئ، او ځلانده او روښنایی بښونکئ څراغ وټاکلې.»

سره له دې چی د بشریت د هغه ستر لارښوونکی له رحلت څخه زیاته موده تیره شوې ده؛ مګر هغه لاره چی یی وښودله تل پاتې او همیشنۍ ده، او بیله شکه د انسانانو ننئ او راتلونکئ نسل، د انحضرت لوړو تعلیماتو ته اړمن دئ.

 

Oct 22, 2016 12:24 Asia/Kabul
کمنټونه