• افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دے يوځل بيا افغانستان او پاکستان په تيره اونۍ کښې د لړۍ د دې اونۍ پروګرام مو چمتو کړی دی. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

            ګرانو ملګرو د پروګرام په سر کښې د افغانستان او پاکستان د تيرې اونۍ مهمو خبرونو ته يوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې په دې لړ کښې ځينی تحليلی رپوټونه اورئ.

په کابل کښې له مالی فساد سره د مبارزې محکمې کار پيل کړ، طالب ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د تاپی، اورګاډی، سترو بندونو او د کرهڼې په شان د سترو پروژو د اجرا ملاتړ کوی، جنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د ځمکنی پوځ د شپاړسم قومندان په توګه کار پيل کړ. هغه ټينګار وکړ چې د ټولو ترهګرو او د هغوی د مرکزونو تر ختمولو پورې به له ترهګرۍ سره مقابله جاری وساتی. د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو په شتون سره د (لاجوردو لاره) په نامه د دغو دواړو هيوادونو د ريل لارې پرانېسته وشوه. د ملګرو ملتو سرمنشی د هند او پاکستان ترمینځ د سيندونو د اوبو د اشتراک په لړ کښې د دواړو هيوادونو د اختلافاتو د سوله ايز هواری غوښتونکے شو. د پاکستان د ترهګرۍ خلاف ادارې په يوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې په تېره يوه مياشت کښې په کراچۍ کښې د پاکستان ځينی عالمان او شخصيتونه د لشکرجهنګوی، سپاه صحابه، القاعدې او داعش ډلو لخوا شهيدان شوی دی. د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائيه شورا د مشر عبدا... عبدا... مرستيال محمد محقق خبردارے ورکړ چې داعش ترهګره ډله هڅه کوی په افغانستان کښې د مذهبی جنګ په جوړولو سره د شيعه او سنی ترمېنځ تفرقه او نفاق رامېنځته کړی.

            ګرانو دوستانو د پروګرام په دوام کښې ځينو شننو ته غوږ شئ.

په افغانستان کښې په پراخ مالی فساد باندې له کورنيو او نړيوالو اعتراضونو وروسته د دغه هيواد د ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم له مالی فساد سره د مبارزې محکمې کار پيل کړ. دغه محکمه دنده لری چې د فساد ستر موردونه او پکښې ښکيل کسان تر تعقيب لاندې راولی. د محمد علی عرفانی په وينا چې د افغانستان د مالی فساد سره د مبارزې د محکمې مشر دی، په هيواد کښې د پراخ فساد په وجه دغه محکمه به د خپل ماموريت په اجرا کښې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شی.

له دې مخکښې د افغانستان ولسمشر مالی فساد د خپل هيواد يوه اصلی ستونزه ګڼلې وه چې د دغه هيواد ژوند ګواښی.

په افغانستان کښې مالی او اداری فساد نه يوازې له کورنی نظره بلکې له بهرنی نظره هم د دغه هيواد د حکومت لپاره لانجه جوړونکی دی. د افغانستان د ملی وحدت حکومت له مالی او اداری فساد سره د مبارزې په شعار سره خپل کار پيل کړ خو ترسره شوې څيړنې ښودنه کوی چې د خپل دغه شعار په پوره کولو کښې چندانې کامياب نه دی پاتې او مالی او اداری فساد همهغه شان د افغانستان د ټولنې يوه ستره ستونزه ده. د نشه ايزو موادو توليد او قاچاق او د افغانستان د حکومت په جوړښت کښې د هغه د مافيا نفوذ او ورسره د افغانستان پر ټولې خاورې د دغه هيواد د حکومت د واکمنۍ نشتوالے او د سيمه اېزو سياسی او پوځی قدرتونو شتون په افغانستان کښې د مالی او اداری فساد د دوام له مهمو علتونو دی او له دې نه علاوه په دغه هيواد کښې د بهرنيو ځواکونو او شرکتونو شتون هم د دې وضعيت مهم عوامل ګڼلی شو.

په افغانستان کښې زياتره سياسی او مالی او قانون جوړونکې ټولنې په دغه هيواد کښې د بهرنيو ځواکونو د شتون دوام په افغانستان کښې د مالی فساد د دوام مهم لامل ګڼی. په عين حال کښې لويديځې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام لپاره په دغه هيواد کښې پر مالی او اداری فساد نيوکه کوی او د افغانستان د ملی وحدت حکومت يې ګواښلے دے چې که دا حالت يې ختم نه کړ نو ورسره به نړيوالې مرستې کمې کړی. له دې امله په افغانستان کښې له مالی فساد سره د مقابلې د محکمې جوړيدل که څه هم ناوخته ګڼل کيږی خو له مالی فساد سره د جدی مقابلې لپاره د دغه هيواد د ملی وحدت د حکومت د ارادې ښودنه کوی. د دغې محکمې جوړيدل په عين حال کښې چې په افغانستان کښې له مالی فساد سره د جدی مقابلې په لړ کښې مرسته کونکو هيوادونو او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوی، په ټول افغانستان کښې د دغه هيواد د حکومت د حاکميت د اعماليدو سبب هم ګرځېدی شی. ځکه چې دغه محکمه د افغانستان د ټولنې له ټولو کسانو څخه پوښتنه او تفتيش کوی شی او هيڅ کوم سيمه ايز چارواکی به ترې هم بچ پاتې نه شی. په عين حال کښې په افغانستان کښې له فساد سره د مبارزې د محکمې کړچار او له مالی فساد سره د مقابلې او د نړيوال اعتماد د جلبولو لپاره د هغې توان په دې لړ کښې د هغې د اغېزشېندنې اندازه ښودلے شی.

            د ملګرو ملتو سرمنشی بان کی مون د اباسين د اوبو په لړ کښې د هندوستان او پاکستان د اختلافاتو د سوله ايز هواری غوښتونکی شو. دغه اختلافات پس له دې زيات شول چې د هندوستان وزيراعظم نريندر مودی په دې وروستيو کښې اعلان وکړ د دغه هيواد بزګران د اباسين اوبو ته ضرورت لری او د نوی ډيلی حکومت به د پاکستان په لور د اباسين د اوبو د بهيدو مخه ونيسی. هغه ټينګار وکړ چې په پنجاب صوبه او جمو او کشمير کښې د هندي کروندګرو لپاره د اباسين، جهلم او چناب په شان سيندونو د اوبو د کارولو د امکان په برابرولو ژمن دے.

د هند او پاکستان اړيکې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د ناکراريو له وروستي پړاو نه پس سختې کړکيچنې شوې دی او د نوی ډيلی حکومت ويلی دی چې په سيمه ايزه او نړيواله کچه د پاکستان د يوازې کولو لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړی. هندوستان، اسلام آباد د کشمير په ناکراريو کښې په لاس لرلو تورنوی او هغه څه ته د پاکستان د مجبورولو لپاره چې له کشميری ډلو د پاکستان د ملاتړ بندول يې اعلان کړی دی، غواړی پاکستان له مختلفو لارو تر دباو لاندې راولی چې د اباسين د اوبو د بندولو موضوع هم د نوی ډيلی د همدغه پروګرام يوه برخه ده.

پاکستان هم د هندوستان دا کار د اعلان جنګ په معنا ګڼلی او د هندوستان د دې پريکړې په لړ کښې يې نړيوال بانک ته شکايت کړے دے. د اباسين يا اِنډَس تړون له مخې چې په ۱۹۶۰ کال کښې د هند او پاکستان مينځ لاسليک شو او نړيوال بانک هم پکښې رول درلود، هندوستان د راوی، بياس او سُتلج په نامه ختيځو سيندونو له اوبو څخه استفاده کولے شی او د انډس يا اباسين، جهلم او چناب په شان لويديځو سيندونو اوبه د پاکستان په برخه شوې دی خو اوس نوی ډيلی پريکړه کړې ده چې پر پاکستان باندې د لازيات دباو اچولو لپاره د لويديځو سيندونو اوبه هم وکاروی.

اباسين چې د تبت له لوړو سرچينه اخلی له جمو او کشمير او ګلګت او بلتستان څخه له تيريدو وروسته د پاکستان له مينځه تيريږی او د کراچۍ بندر په نزديو کښې سمندر ته لويږی. پاکستان دغه هيواد ته له هندوستان څخه د داخليدونکو سيندونو اوبو ته سخت ضرورت لری او که د نوی ډيلی حکومت وغواړی چې پاکستان ته د اباسين د اوبو د تګ مخه ونيسی نو د نوی ډيلی او اسلام آباد ترمينځ لانجه به لازياته شی. که څه هم پاکستان د کشمير د مسئلې او د هغه څه په وړاندې چې د کشمير په کنټرول لاين کښې يې د هند لانجه جوړونکی اقدامات ګڼی، له زغمه کار اخلی خو داسې نه ښکاری چې د اسلام آباد حکومت د اوبو د مسئلې او په دې لړ کښې د هندوستان د دباو د اچولو د سياستونو په وړاندې زغم څرګند کړی او په همدې وجه يې نړيوال بانک ته شکايت کړے دے څو وړومبے له سياسي او د نړيوالو دباونو له لارې هندوستان د اباسين په لړ کښې له خپلو دريځونو شاتګ ته اړ کړی.

            د هندوستان د پنجاب صوبې په امرتسر ښار کښې د افغانستان په هکله د (آسيا زړه) په نامه غونډې جوړيدل ښودنه کوی چې سيمه ايزې او نړيوالې ټولنې همهغه شان د افغانستان بدلونونو ته پام لری او خپلو مرستو ته د دوام ورکولو تکل کوی.

د دغې غونډې د ترسره کيدو موخه چې هر کال ترسره کيږی، د افغانستان د امنيتی حالاتو له ښه کولو او د مسائلو له هواری سره د مرستې لپاره د ملګرتياو پراختيا ده چې پکښې ديرش غړی هيوادونه او سيمه ايز او نړيوال ارګانونه شتون لری. د آسيا زړه نومې وړومبۍ غونډه د خارجه وزيرانو په کچه په ۲۰۱۱ کال کښې د استنبول په کوربه توب ترسره شوه. د دې لړۍ ورپسې غونډې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په ترتيب سره په افغانستان، قزاقستان، چين او پاکستان کښې ترسره شوې. د دغې غونډې په ترسره کيدو کښې د پام وړ ټکے دا دے چې پکښې زياتره ګډون کونکی هيوادونه د سيمې هيوادونه او د افغانستان ګاونډيان دی او د دغو هيوادونو لپاره دا فرصت رامينځته کوی چې د افغانستان په اړتياو باندې په لازياتې پوهيدنې سره له دغه هيواد سره مرسته وکړی. افغانستان له ۲۰۰۱ کال څخه د نړيوالې ټولنې په مرستو او مشارکت سره د خپلې بيارغاونې بهير پيل کړے دے او په تيرو ۱۵ کالو کښې په افغانستان کښې د سړکونو، حکومتی ودانيو او بيخ بيناو د جوړونې په شمول په مختلفو برخو کښې ښه اقدامات شوی دی خو د کورنی جنګ او له نيواکګرو سره د جنګ د څلورو لسيزو د ورانی له امله په دغه هيواد کښې رامينځته شويو ګڼو ستونزو ته په پام سره افغانستان همهغه شان سيمه ايزو او نړيوالو مرستو ته اړتيا لری.

له دې امله په هندوستان کښې د آسيا زړه غونډې جوړيدل مهم ګڼل کيږی.

            د پاکستان د ځمکنی پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا په دې وروستیو کښې د شمالی وزیرستان او همداشان د کشمیر د کنټرول لاین له دوو حساسو سیمو کتنه وکړه او په دغو سیمو کښې له دیره قومندانانو سره یې خبرې اترې وکړې.

هغه په شمالی وزیرستان کښې د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې له هغو سره د جنګ په دوام ټینګار وکړ او د کشمیر په کنټرول لاین کښې یې هم له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره د پاکستان د پوځ پر بشپړ چمتووالی باندې په ټینګار سره اعلان وکړ چې په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د کشمیر د مسئلې هوارے ضروری دے.

د پاکستان د پوځ د قومندان په توګه د کار له پیلولو وروسته بې له ځنډه دوو حساسو سیمو ته د هغه سفر د اسلام آباد لپاره د شمالی وزیرستان او کشمیر د حالاتو او بدلونونو د اهمیت ښودنه کوی.

د پاکستان پوځ دوه کاله مخکښې له ترهګرو په تیره بیا تحریک طالبان سره د ضرب عضب په نامه د مقابلې عملیات پيل شوې دی چې د پوځي قومندانانو په وینا بریالی پاتې شوې دی. له دې امله له شمالی وزیرستانه د هغه کتنه په دغه سیمه کښې د ترهګرو ډلو په سنګرونو او مرکزونو باندې د پوځ د حملو په دوام باندې یوځل بیا ټینګار دے. په عین حال کښې د کشمیر له کنټرول لاین څخه د جنرال قمر جاوید باجوا کتنه هم په دغه سيمه کښې د پاکستان او هندوستان د ځواکونو ترمینځ د ډزو د وروستۍ تبادلې په وجه مهمه ګڼله شوې ده. پاکستانی چارواکو په ځلونو اعلان کړی دی چې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی ځواکونو په ډزو کښې څو پاکستانی پوځیان او د خواشا د کلیو ملکی وګړی وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک پخوانی قومندان راحیل شریف هم د هندی ځواکونو د بریدونو په وړاندې د دغه هیواد د پوځی ځواکونو چپتیا یو ډول زغم وباله او ټینګار یې وکړ چې هندوستان له نه دی پکار چې دا د پاکستان د پوځ د کمزورۍ په معنا وګڼی.

له دې امله د کشمیر له کنټرول لاین څخه د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواک قومندان کتنه ښودنه کوی چې هغه نوی ډیلی ته د دې پیغام د لیږلو تکل کوی چې د پاکستان پوځ د هندوستان د پوځ لخوا هرډول ګواښ ته ځواب ورکولو ته چمتو دے.

په هر حال سیمه ایزې ټولنې او د پاکستان خلک هیله من دی چې د دغه هیواد د ځمکنی پوځ قومندان چې په حقیقت کښې د پاکستان ترټولو لوړ پوځی چارواکے ګڼل کیږی، له ترهګرو سره په لازیات پریکنده توب سره چلند وکړی او پاکستان او سیمې ته سوله او ارامښت ورستون کړی. ځکه چې د پاکستان حکومت او پوځ له ترهګرو ډلو سره په دوه ډوله چلند او په ښو او بدو د هغو په ویشلو تورن دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Dec 05, 2016 12:33 Asia/Kabul
کمنټونه